ولسمشر غني د ناحیو او ګذر وکیلانو ته: د مستحقو او بې وزله خلکو لېستونه ترتیب کړئ

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې بې وزله او مستحقو هیوادوالو ته د مرستو رسولو په اړه د کابل د ناحیو وکیلانو سره نن له غرمې مخکې خبرې وکړې.

د ارګ د خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، سوداګریزو او د اقتصادي چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د کابینې ځینې غړو حضور درلود، جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، حکومت اړمنو او بې وزله هیوادوالو سره د مرستوبرنامې په پام کې لري.

جمهوررئیس غني اړو او بې وزلو کورنیو ته د حکومت د مرستو رسولو کې د ناحیو او ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د ملامامانو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ مسوولینو سره په ګډه د خپلو اړوندو ناحیو، ګذرونو او سیمو د مستحقو او بې وزله خلکو لېستونه ترتیب کړي.

جمهوررئیس غني وویل، موږ د خپلو خلکو حالت او اړتیاوې درک کوو او په همدې خاطر د لا ډېرو منابعو د موندلو ترڅنګ به امکاناتو ته په کتو له خپلو بې وزله هیوادوالو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرستې وکړو. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو ته په کتو له بې وزلو سره د خصوصي سکتور، پانګوالو، تاجرانو او نورو هیوادوالو مرستې هم ګټورې وبللې.