د کرونا ويروس په اړه له (روغتيا نړيوال سازمان)  پنځه پوښتنې او د هغې ځوابونه 

۱- آيا پر کاغذي او فلزي پيسو کرونا ويروس پاتې کيږي او د لېږد لامل يې کېدای شي؟ 
ځواب: تر اوسه په دې اړه د (هو) او يا هم (نه) ځانګړی ځواب نشته، خو دا چې پیسې د څو کسانو له لاسه تيريږي نو لازمه ده چې پيسو سره د تماس وروسته مو لاسونه په اوب او صابون ومېنځئ. هر کله مو چې پيسې په لاس کې نېولې وي نو بيا لاس خولې، پوزې او سترګو ته مه وړئ. 

۲- د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ميوې او شنه (سبزۍ) بايد څنګه ومېنځل شي؟ 
ځواب: مخکې له دې چې ميوه او سبزي ومېنځی نو لومړی خپل لاسونه په صابون سره ومېنځئ او بيا د تېر په څېر يوازې  په پاکو اوبو سره ميوه او سبزۍ ومېنځئ. 

۳- آيا آنتي بیوټیک درمل کرونا ويروس له منځه وړی شي؟ 
ځواب
: نه، هېڅکله نه.  آنتي بیوټیک درمل يوازې د مضرو بکترياوو لپاره کار کوي او ويروسونه له منځه نه شي وړی. کرونا يا کوېډ-۱۹ ويروس دی چې  آنتي بیوټیک پرې اغېز نه شي کولی. 

۴- آيا کرونا ويروس واکسين او يا کوم درمل لري؟ 
ځواب
: نه، تر اوسه واکسين او درمل شتون نه لري. د کرونا ويروس ضد واکسين او درملو برخه کې يې کار وران دی او څېړنې کيږي. د کرونا ويروس د خلاصون اسانه لار دا ده چې يو متر واټن وساتئ، لاسونه ورځ کې ځو ځلې په صابون او اوبو سره ومېنځئ، د ټوخي او پرنجي پر مهال په خوله پټه کړئ. 

۵- آيا د کرونا ويروس په اړه  بايد اندېښنه ولرو؟ 
ځواب
: کرونا ويروس يو ملايمه ناروغي ده. يوازې په هرو پنځو کسانو کې يو کس چې په کرونا ککړ وي بېړني وضعيت ته ځي. خلک بايد کرونا ويروس د اندېښنو پر ځای وقايي لارې پلې او پام کې ونېسي.