سریزه
نن سبا په نړۍ کې په زیاتو هېوادونو کې زموږ د هېواد په ګډون په حکومتولۍ کې د مرکزیت او عدم مرکزیت مسئله خورا مهمه ده او تاوده بحثونه ورباندې کېږي. ګورو چې ځینې هېوادونه مرکزي ریاستي نظام لري، نور بیا صدارتی او فدرالي نظامونه لري. زیاتو خلکو ته دا مسئلې ډېرې ساده ښکاري خو په حقیقت کې کم خلک یې په مفهوم سم پوهېږي.
په حکومتولۍ کې د مرکزیت او عدم مرکزیت له یو بل سره په تړاو، څرنګوالي، پېچلتیاوو، ګټو او تاوانونو سم پوه شو نو دلته به د نړیوال بانګ د سویلي آسیا د برخې د یوه راپور څخه چې نوم یې دی: « د مرکزیت او عدم مرکزیت بریالي کول»، څخه یوه برخه د درنو لوستونکو لپاره راژباړم. هیله لرم چې د عامو افغانانو په دې اړه معلومات زیات شي او د دې پېچلي خو مهمې ملي مسئلې په ټولو اړخونو تر یوې کچې پوه شي او نورې څېړنې هم ورباندې وکړي.
مرکزیت او عدم مرکزیت دواړه له یو بل سره تړلي دي، یو له بله نه بېلېږي، هر یو ځانته ځای لري او ښې اغیزې لري، دواړه شرایط لري. د دواړو شرایط دادي چې په مرکز کې یو مسؤل حکومت وي چې پوره حاکمیت ولري، قانون پلی کړی شي او په احتیاط د پوهې او تجربو به رڼا کې یو شمېر صلاحیتونه ولایتونو او نور ولسوالیو او کلیوالي ټولنو ته ولېږدوي او په کله نظارت ورباندې وکړی او د فساد مخه ونیسي. بله مسئله داده چې له مرکزه د خدماتو د وړاندې کولو لپاره کوم قدرت ولایتي ادارې او کوم بیا ولسوالۍ ته نقل شي. همدارنګه، دا ټول باید د داتا او علمي معلوماتو په بنا وي نه د شخصي او ګوندي پرېکړو په اساس.
زما موخه دلته دا نه ده چې د یوه او یا بل نظر تاید وکړم بلکه غواړم دوستانو ته داسې مواد د نړیوالو معتبرو منابعو څخه په اختیار کې ورکړم چې د سالم قضاوت کولو توان ورکړي. د مرکزیت او عدم مرکزیت په ټولو مهمو کنګلېچونو پوه شي، چې په کوم وخت کې مرکزیت او عدم مرکزیت مهم وي او کله بیا له ستونزو سره مخ کېږي.
په حکومت کې مرکزیت او عدم مرکزیت له یو بل سره تړاو لري
قسمي عدم مرکزیت کافي نه دی، خو مکمل عدم مرکزیت د حل لاره نه ده. پخوا وویل شول چې قسمي (لږ) عدم مرکزیت یا د ځايي ټولنو او ځايي ادارې ناکافي توانمند کول په اغیزمنه توګه د خدمتونو په رسولو کې پاته راځي. خو، پوره زیاتې بېلګې او شواهد شته چې تر اندازې زیات عدم مرکزیت د نتیجو او لاسته راوړنو اغیزمنتوب زیانمنوي. په پاکستان کې د مثال په توګه، د پنځو خودمختاره مالیه اخیستونکو شتون د دوه برابره مالیې ستونزه رامنځته کړې او د ولایتونو تر منځ راکړه ورکړه له خنډونو سره مخ کوي. تر اندازې زیات عدم مرکزیت کېدی شي غیر موثر انتشار (ټوټه کېدو) ته لاره پرانېزي. لکه څنګه چې په یوه ملک کې د مالیې څو ګوني سیستمونه ستونزه وی د تولیداتو او چاپېریال د ساتنې لپاره هم مختلف ستندردونه به اقتصادي یو ځایوالی او همغږي هم یو هېواد له ستونزو سره مخ کوي.
له بلې خوا، حتمي نه ده چې عدم مرکزیت د کرپشن او فساد کم کړي (Bardhan and Mookherjee 2006). موندل شوی چې عدم مرکزیت په ځینو شرایطو کې فساد کم کړی (Fisman and Gatti 2002) او په نورو کې یې زیات کړی دی (Fan, Lin, Treisman 2009). د زیات فساد امکان شته که چېرې د صلاحیتونو ورکړه روښانه نه وي او د ټولنو او ځايي حکومتونو مسولیت کمزوری وی (Veron et. al. 2006). په هغه سروې کې چې د دې راپور لپاره په لاره اچول شوې وه، نېږدې «په لسو کې نه » د جنوپ اسیا اقتصاد پوهان په یوه خوله وو چې کله د ځايي حکومتونو مسؤلیتونه روښانه نه وي، نو په محلي او هم په ملي کچه فساد ته لاره اوارېږي. په هغو خود مختاره ادارو او ټولنو کې چې سم نظارت ورباندې نه وي د فساد احتمال او د معتبرو کسانو په بډه وهل (Elite Capture) نسبت و هغو سترو او له یو بل سره تړلو ټولنو ته زیات وي.
اغیزمن مرکزیت کېدی شي ورک عنصر وي. په تېرو ۴۰ کلونو کې، چټک عدم مرکزیت په زیاتو هېوادونو کې د بازار له زیاتې همغږۍ سره ملګری و (د د دې له لارې چې نړیوال مارکېټ ته یې لاره پرانېستې وه) چې په پایله کې یې د خپل ملي حاکمیت یوه برخه له لاسه ورکړې وه. دا پروسه زیات قوي مرکزي دولتي رول ته اړتیا لري تر څو د مارکېټ همغږي خوندی کړي. روښانه مثال یې اروپا ده، چېرې چې د ملي حکومتونو یوه برخه مسؤلیتونه و اروپايي اتحادیې ته انتقال شول او یوه برخه قدرت و ښاروالیو ته نقل شو. داسې په یوه وخت مرکزیت او عدم مرکزیت یو چاپېریال رامنځته کوي چېرې چې خود مختاره ځايي حکومتونه په یوه سره تړلي نړۍ کې په یوه ګټوره سیالۍ کې په کار لګیا شي. دا نوښتونه، تجربې کول او له سیالانو زده کړه کول تشویقوي په داسې حال کې چې هرڅوک باید له یو ډول عمومي مقرراتو او عمومي ستندردونو څخه پیروي وکړي. داسې د سیالیو یو چاپېریال یوازې د عدم مرکزیت په مرسته نه شي رامنځته کېدی.
اکادمیکي اسناد ځینې بېلګې په لاس راکوي چې د بریالي عدم مرکزیت د رامنځته کېدو لپاره په یوه هېواد کې یوه قوي مرکزي حکومت ته اړتیا ده. Enikolopov او Zhuravskya په ۲۰۰۷ کال د ۹۵ ملکونو ( د بنګلدیش، پاکستان، هند، او سریلانکا) په ګډون داتا او معلومات راټول کړل او ویې ښودل چې د ملي سیاسي ګوندونو قوت او په هغو کې روڼوالی د مالي عدم مرکزیت د پایلو له سمون سره مرسته کوي. Blanchard او Shleifer په (۲۰۰۰ ) کال استدلال وکړ چې په چین کې عدم مرکزیت تر روسیې زیات بریالی و، ځکه چې په چین کې مرکزي حکومت کولی شو چې ځايي حکومتي ادارو ته یې انعام او سرزنش وکړي، کومو چې د محلي چارواکو په بډه وهي (Elite Capture) او په قرار دادونو کې د پیسو اخیستو سیالۍ لاس درلود او یا یې راکمې کړي. همدارنګه، Malik او نورو په (۲۰۰۶) کال وموندل چې زیات عدم مرکزیت کولی شي چې اقتصادي وده راکمه کړي. Shah په ۲۰۱۰ کال استدلال وکړ چې معلوماتي انقلاب د منځنۍ کچې حکومتونو اړوندتوب کم کړی دی او اړتیا ده چې محلي ادارې پیاوړې شي. هغه تشریح کوي چې څنګه ایالتي او ولایتی فدرالیزم ته ژمنتیا په پاکستان، استریلیا، هند، مکسیکو او نورو کې ځايي حکومتونه بې وسه کړی دي. د چین، جاپان، سویلي کوریا او سکندیناویايي ملکونو بېلګې (شواهد) راښيي چې کله محلي حکومتونو یعنې ولسوالیو ته مناسب رول ورکړل شي هغوی مثبتو اقتصادي سیالیو او ودې ته لاره برابروي.
که مرکزي حکومت د خدمتونو رسول و محلي حکومتونو ته انتقال کړي وي، بیا هم مهم رول لري چې مناسبې انګېزې برابرې کړي او دا چې د کیفیت کنترول عملي او ورباندې نظارت وکړی شي. عدم مرکزیت رامنځته کول یوه ساده بازي نه ده په کومه کې چې قدرت د حکومت په مختلفو برخو کې له سره وویشو. د دې په ځای، د خدمتونو رسول د مرکز په ځای په غیرمتمرکزه توګه د محلي ادارو په مرسته د مسؤلیتونو نوې اړیکې د د ملي او ځايي پالیسي جوړوونکو تر منځ معرفي کوي (Ahmad, Devarajan and Shah 2005) . رولونه بدلیږي، او د یوه مناسب سیستم طرح چې د حکومت د مختلفو برخو ترمنځ مسؤلیتونه وویشي او د حکومت مختلفې برخې له یو بل سره اړین تعامل ولري، خورا زیات اهمیت لري. زیات وختونه تر ټولو مهم سوال دا نه ده چې ایا د حکومت لمړی، دوهم یا دریم جز په ښه توګه خدمتونه رسولی شي، مګر مهمه داده چې څنګه په ګډه د خدماتو ګډ تولید تنظیمولی شو (Prud’homme 1995).
د مالي، اداري او پرېکړو کولو صلاحیتونه و ولایتي ادارو ته کېدی شي ولسوالیو او کلیوالي ټولنو ته د مسؤلیتونو سپارل له ستونزو سره مخ کړي. د خدمتونو رسول هغه وخت ښه وي چې په محلي یا د ولسوالۍ او کلیو په کچه خلکو ته نېږدې تر سره شي. په عین وخت کې، د اقتصادي رولونو او ستندردونو ټاکل په تر ټولو لوړه کچه په مرکز کې ټاکل زیاته اقتصادي همغږي رامنځته او تضمینوي. په سراسري همغږي مارکېټ کې د ښو خدمتونو رسولو د تضمین، لپاره د حکومت مرکزي تصمیم نیوونکې کچې یا ولایتي ادارې ته زیات محدود صلاحیت انتقالېږي. خو په هند او پاکستان کې عدم مرکزیت د محلي ادارو او ولسوالیو او کلیو په ځای ولایتونو ته زیات صلاحیت او قدرت ورکړ. په هند کې له ایالتونو تمه داوه چې ولسوالیو ته صلاحیتونه انتقال کړي خو تر ټولو زیات د عدم مرکزیت لرونکي ایالتونه په دې اړه وروسته پاته دي. په پاکستان کې غیر نماینده رژیمونو چې ټول قدرت یې مرکز ته راټول کړی و محلي ادارې زیاتې تقویه کړې دي نستب و هغو حکومتونو ته په دموکراتیکه توګه ټاکل شوي وو.
(Cheema, Khwaja and Khan 2005). کله چې د قوي مرکزي حکومت لخوا په سمه او سنجول شوې توګه د خدماتو د ښه رسولو لپاره د قدرت انتقال ونه شي، بلکه د سیاسي اختلافاتو او نورو له کبله په بې خبرۍ کې دا انتقال تر سره شي همداسې ستونزې زېږوي.
په پاکستان کې د قانون اساسي اتم ترمیمي بېل چې په دموکراتیکه توګه د ټاکل شوي حکومت لخوا قبول شو نه یوازې یې له مرکزه و ولایتونو ته د صلاحیتونو انتقال وکړ بلکه له محلي ادارو او ولسوالیو یې هم قدرت و ولایت ته متمرکز کړ. هغه هڅې چې د بېرته د دې کار منفي اغیزې سمې کړي په پنجاب کې یې یو شمېر صلاحیتونه له ولایته واخیستل او ولسوالیو ته یې ورکړل تر څو محلي اداره تقویه او خدمات ښه ورسوي، خو دا په زیاتو حالاتو کې ستونزمن کار شي او زر ته ترسره کېږي. د جنوبي اسیا اقتصاد پوهانو په منځ کې یوه سروې د دې راپور لپاره تر سره شوه، د سیاسي ارادې نشتون چې له ولایته و ځايي ادارو یعنې ولسوالیو ته صلاحیت انتقال کړي د موثرې حکومتولۍ لپاره تر ټولو ستره ننګونه بلل شوې ده. خو دلته بله ستره ستونزه دا هم ده چې محلي ادارې څومره وړتیا لري چې عوامو او لېړې پرتو بېوزلو خلکو ته خدمتونه وړاندې کړې او ولایتي اداره څومره ظرفیت لري چې رهبري وکړي او فساد او معتبرو کسانو د خپل پرستۍ مخه ونیسي.
محلي ادارو یا ولسوالیو ته په نا اغیزمنه توګه د صلاحیت او پرېکړو انتقال او د قدرت تمرکز په مرکزي او ولایتي کچه یوه نړیواله مسئله او ستونزه ده. 36 شکل موږ ته د اقتصادي پېچلتیا او د ولسوالیو په کچه د لګښتونو تر منځ نېغ په نېغه اړیکه راښيي. د ولسوالیو او کلیو په کچه لګښتونه مجموعي غیر مرکزي مصرفونو ډېر زیات کم دي او اړیکه یې له اقتصادي پېچلتیا سره کمزورې ده. په سویلي اسیا کې ستر فدرالي دولتونه د محلي او یا د ولسوالیو په کچه ادارې لږې توانمندې دي او کم صلاحیت لري او زیات لګښتونه د مرکزي او ایالتي حکومتونو تر منځ ویشل شوي دي. په محلي او د ولسوالیو په کچه د لګښتونو کچه د دې ادارو د صلاحیتونو په هکله مبالغه کوي، ځکه د لګښتونو غیرمتمرکز کول یوازې یوه اداري مسئله ده نه په ټولو ساحو کې. که څه هم، د محلي یا د ولسوالیو په کچه لګښتونه په زیاته اندازه په سیاسي غیرمتمرکز والي او خلکو ته د حکومتولۍ د نورو شاخصونو په نېږدېوالي پورې اړه لري (Ivanya and Shah 2014).
د مرکزي سرچینو مناسب تخصیص د بریا کلي ده
د محلي ادارو له توانمند کولو سره سره او د یوه قوي او اغیزمن مرکزی حکومت په شتون کې هم ننګونې شتون لري. ننګونې دادي چې څنګه مرکزي منابع په زیاتو رنګارنګ ولسوالیو وویشل شي. ځینې سیمې له نورو چټکه وده کوي، د کلو او ښارونو تر منځ د ژوند ستندرد او کچه توپیر لري. په سویلي اسیا کې د نړۍ په کچه معلوماتي تکنالوژۍ او فضايي انجنیري تر څنګ د کرنې سیستم ټیټ او خوار دی. د سویلي اسیا په ټولو هېوادونو کې په تر ټولو پرمختللو ښاري سیمو کې د ژوند ستندرد او کچه تر لېرې پرتو وروسته پاته سیمو بېله شوې ده. په خپله د ملکونو د مختلفو سیمو تر منځ د ژوند د ستندردونو توپیر له نورو ملکونو زیات دی. په سویلي اسیا کې هر هېواد د فرصتونو او ناهیلیو یوه سیمه لري. د لوړې کچې وده دوامداره ساتل او د بېوزلۍ کمول دواړه محلي او ځايي ننګونې دي او نه یوازې په خلکو باندې پانګونه غواړي بلکه دا پانګونه په مناسب ځای کې اړینه ده. عدم مرکزیت د عامه لګښتونو د مناسب ویش سوالونه په سیمه ایزه کچه راپورته کوي او نه یې شي حل کولی او د قوي مرکزي نظام غوښتنه کوي.
په افغانستان کې، مرکزي دولت تر دې زیات کمزوری دی چې د عدم مرکزیت په یوه اغیزمنه پروسه نظارت وکړي او په سریلانکا کې د عدم مرکزیت پروسه په ټپه ولاړه ده. په افغانستان کې، د مرکزي حکومت بیا جوړول لمړنی هدف دی، خو اساسي قانون دا ایدیالونه لري چې دولتي جوړښت داسې لور ته یوسي چېرې چې ځینې سرچېنې او واک له غیر مرکزي حکومت څخه و ولایتي او ولسوالیو سره په راتلونکي کې شریک شي. د مرکزي دولت جوړښت یو ځاي له یوه غیر متمرکز دودیزې ټولنې سره له کابل څخه بهر په زیاتو سیمو کې په همغږۍ کې شتون لري چې د سیمه ایزو او ځايي قوماندانانو تر اغیزې لاندې دي. د عدم مرکزیت او یا له مرکزه د یو شمېر کارونو محلي ادارو ته انتقال په تېر وخت کې ممکن تر یوې کچې د سیمه ایزو معتبرو کسانو د سیاسي انګېرنو له مخې شوي وي نسبت دې ته چې د خدماتو رسول یې موخه وي او اسانه یې کړي.
د ژباړن یادښت: « د مرکزي حکومت له لوري د کلیوالي پراختیا پروګرامونه لکه د ملي پیوستون پخوانۍ او د ملي تړون اوسنی پروګرام چې له کلیوالي شوراګانو (Community Development Council, CDC) سره پلان او پلي کېږي بیا په ښکاره داسې هڅې دي چې غواړي خدمات خپله له ځايي کلیوالي ټولنو سره نېږدې او یو ځای پلان او پلي شي.
خو په افغانستان کې د عدم مرکزیت او یا محلي ادارو ته د ځینو صلاحیتونو د انتقال په مخ کې بیا یو شمېر خنډونه دي چې د نورو تر څنګ د اوږده جنګ له کبله د ځايي ادارو په تېره د ولسوالیو د ادارو کمه وړتیا، د امنیت نشتون، د سیمه ایزو او ځایي زورواکو شتون چې له قانونه ځان پورته بولي، د فساد او ځايي معتبرو په واسطه په بډه وهنه، د مرکزي دولتي نهادونو کمزورتیا تر څو قانون پلی کړي او په مناسبو لارو سره د خدماتو رسولو د اصلاح لپاره د یو شمېر مناسبو اداري او مالي پرېکړو صلا حیتونه و ولایتونو او ولسوالیو ته انتقال او له قانون سره سم یې په پلې کېدو نظارت وکړي. خو بیا هم دولت تل هڅه کوي چې وړتیا لرونکو قوي ولایتونو ته چې د مدیریت توان او بشري قوه یې ښه وي د زیات مالي صلاحیت ورکول په پام کې نیولي دي.»
پایلې
عدم مرکزیت په سویلي اسیا کې لا تر اوسه خپلې وعدې نه دي پوره کړې. د دې تر څنګ چې جنوبي اسیا د خدمتونو د رسولو د عدم مرکزیت سیستم لرلو اوږد تاریخ لري خو پایلې یې ناهیلې کوونکې دي. د دې لپاره چې له عدم مرکزیت کولو ګټه واخلي، د جنوبي اسیا هېوادونه باید د دې مخه ونیسي چې عدم مرکزیت په تشتت او ټوټه کېدو واوړي. دا زیاته مهمه ده چې عدم مرکزیت راوستل او د اغیزمن، د واک او ځواک لرونکي مرکزي حکومت له یو بل سره تړلي او همغږي مارکېټونه رامنځته کوي، په کومو کې چې ځايي او کليوالي ټولنې له یو بل سره سیالي کولئ شي او د ټولو ټولنو تر منځ خوځښت ته لاره اواره کړي. د مرکزي حکومت رول دادی چې د عدالت مسئله هم په نظر کې وساتي او له زیانمنونکو سیمو سره مرسته وکړي، ترڅو ټولو ښاروندانو ته یو ډول فرصتونه برابر کړي، پرته له دې چې چېرې زېږېدلي دي. له دې وراخوا، د سویلي اسیا هېوادونه ځانګړي لمړیتوبونه لري. په بنګلدیش کې ښاري پراختیا اصلاح کېدی شي، او د ځايي حکومتونو توانمند کول د خدمتونو رسول اسانه کولی شي.
په بوتان کې، نوی عدم مرکزیت غوښتنه کوي چې په محلي کچه ظرفیت لوړ شي. په هند کې، ۱۵ ام مالي کمیسیون په مناسبه توګه د مسؤلیتونو توازن برابرولی شي او د عوایدو شریکول او په ولایتي کچه د مالي سمون تضمین کولی شي. تر ټولو مهمه خبره داده چې هند د ځینو ایالتونو له زیاتو مسؤلیتونو څخه یوه اندازه و ولسوالیو ته په ورکولو زیات ګټه کولی شي. په نېپال کې، د حکومت په مختلفو کچو کې د اختلاف کمول او په ځايي کچه د ظرفیت لوړول به له ښې حکومتولۍ او فدرالي حکومتولي لاره اواره کړي. د دې تر څنګ، انتقال به وخت وغواړي تر څو غوره خدمات وړاندې کړي، په عین وخت کې د توقعاتو مدیریت هم ګټور کېدی شي. په پاکستان کې، د ولایتونو قدرت نور هم توازن موندلی شي او د عوایدو شریکولو نوی فرمول انګېزې رامنځته کولی شي چې د غوره خدماتو په رسولو سره مرسته کولی شي. د دې تر څنګ، د ولایتونو تر منځ د بازار ټوټه ټوټه کېدل بېرته راګرزول له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شی.
د سویلي اسیا د ښارونو انتقال او بدلون یې په خوځندو اقتصادي انجنونو باندې د دې ښارونو لپاره د عوایدو د زیاتوالي غوښتنه کوي، خو هغه د سیمه ایزې نابرابرۍ له خطر سره راځي. د سویلي اسیا هېوادونه به له دې ګټه پورته کړي چې په خپلو ښارونو کې پانګونه وکړي (نړیوال بانک ۲۰۱۶) او په عین وخت کې خپلې وروسته پاته سیمې هم راپورته کړي. په ټوله سویلي اسیا کې، ځايي او محلي ادارې د مرکزي حکومت په مرستو تکیه کوي نه د فیسونو او خپلو مالیو راټولولو په عوایدو. په هند کې، د ښاروالۍ عواید یوازې د ناخالصو ملي عوایدو ا٪ یو سلنه دی. د زیاتو بنسټیزو خدماتو تعرفې، لکه په هند کې د اوبو رسولو او په سریلانکا کې د فاضله جامدو موادو د راټولولو په هېڅ توګه د لګښت ترلاسه کول نه شي کولی یا خو بیخي مفت دي. لوړې تعرفې او فیسونه کولی شي یو څه اضافي سرچینې ځايي حکومتونو ته برابر کړي. مهمه خبره داده چې، د سویلي اسیا زیات ښارونه د نورې نړۍ د ښارونو په پرتله ډېر کم عواید له خمکو تر لاسه کوي. د شتمنیو او ځکې په مالیه اېښودلو کې زیات واک، بیا ساحه بندي (بیا سیمه بندي) به مهم وي خو زر نه شي کېدی. د ښارونو د ودې لپاره د پیسو موندلو تر څنګ، په ښارونو کې له ځمکې د زیاتو عوایدو تر لاسه کول موکه په لاس ورکوي چې مالي منابع زیات شي، چې په وروسته پاته سیمو ولګول شی. د ځمکو پالیسیو ته لاس وروړل شته دودیزو ګټو ته لاس وراوږدول او د معتبرو له ګټو سره په ټکر کې وي نو ځکه بدلون په کې اسانه نه وي. په داسې حال کې چې عدم مرکزیت ممکن ځايي معتبره کسان، په دموکراتیکه توګه ټاکل شوي او توانمند شوي او حساب ورکوونکي ښاروالان مثبت بدلونونه راوستلای شي. اوس خو په ټوله سیمه کې ستر او د اقتصادي نظره مهم ښارونه ټاکل شوي ښاروالان نه لري، چېرې چې شته، نو دا ښاروالان کمزوري دي. په هند کې، ان د ښار پلان کول د ایالتي حکومت له خوا کېږي. په داسې حال کې چې د ښارونو توانمند کول مهم دي، خو بېله دې چې زیات عواید راټول کړي چې د وروسته پاته سیمو انکشاف ورباندې وکړي، کېدی شي سیمه ایزه نا برابري او ټولنیز توپیر رامنځته ته کړي.
په افغانستان کې د یوه عادلانه، د واک او ځواک لرونکي نظام په هیله
وروستي