د کرونا ویروس یا کویډ - ۱۹ په وړاندې د عامه پوهاوي څرنګوالی

دا لیکنه د نړیوال بانک د سرچینو په بنسټ تیاره شوې ده. نړیوال بانک چې له زیاتو ملکونو سره د کرونا ویروس وبا په وړاندې په مبارزه کې د افغانستان په شمول مرستې کړې او دا لړۍ لا راوانه ده او افغانستان ته یې سل ملیونه او څلور لکه  (US4 100.4 m) ډالره وړیا مرسته کړې ده او زر به دا پیسې د دورلت په اختیار کې ورکړل شي. خو نړیوال بانک یوازې پیسې نه ورکوي بلکه د پروژو جوړولو به خت د چاپېریال، ټولنې، دولتي کارکوونکو او کارګرانو د تحفظ لپاره مقررات او پلانونه هم جوړوي. بله مهمه مسئله په داسې پروژو کې داده چې له دولتونو څخه د نورو مقرراتو تر څنګ د عامه پوهاوي لپاره د یوې کره ستراتېژۍ جوړولو او عامه اړیکو د خوندیتوب غوښتونکی وي او په جوړولو کې یې ورسره مرسته کوي.   
 
نو د پورته موخو د لاسته راوړلو او هم د پروژې بریا په عملیاتي چارو کې په عامه اړیکو پورې اړه لري. د کرونا ویروس په هکله چې یوه نوې، زیاته تخنیکي، روغتیايي او پېچلې پېښه او وبا ده، زیات شکونه، غلط سوچونه او کمه پوهه په عوامو او ان زیاتو لوستو کسانو کې شتون لري. له بلې خوا د کرونا سره مبارزه په روغتیايي سیستم د ښه مدیریت، ښو مقرراتو، ټرېننګ شوو روغتیايي کارکوونکو، ښو طبي وسایلو، بودجې، دارو درمل او د عامو خلکو پوهاوي او همکارۍ ته اړتیا لري.
 
نو اړتیا ده چې د نورو تر څنګ د یوې ټاکلې علمي مشارکتي ستراتېژۍ له مخې عامه پوهاوی تر سره شي تر څو عامه ذهنیت له کرونا سره د مبارزې لپاره تیار شي. په حقیقت کې د کرونا سره د مقابلې لپاره د نورو روغتیايي تدبیرونو تر څنګ یوه مهمه مسئله خلکو ته په وخت شفاف او کره معلومات رسول دي.
 
اوس ګورو چې هغه اسیايي ملکونه لکه چین، سنګاپور، هانکانګ، تایوان، سویلي کوریا او نور چې د ناروغۍ د ښکاره کېدو په لمړۍ ورځ یې د خپلو خلکو په همغږي کولو او عامه پوهاوي کې ستر قدمونه واخیستل، له کرونا سره یې بریالۍ مبارزه وکړه او له شره یې ځان زر خلاص کړ. دې ملکونو د ښه روغتیايي سیستم او نورو وړتیاوو تر څنګ د سارس ویروسي ناروغۍ څخه چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په ختیځ اروپا او چین کې رامنځته شوې وه او کرونا ته ورته وه زیاتې علمي تجربې درلودې او زر لاس په کار شول.
 
نو نړیوال بانک به له دولتونو غواړي چې د نورو مقرراتو تر څنګ د عامه پوهاوي او روڼوالي  لپاره سمه ستراتېژي جوړه کړي. دولت باید وړتیا لرونکي او د نړیوالو تجربو لرونکي دوه کسه کارپوهان (متخصصین) باید ولري او که یې نه لري باید په کار یې وګوماري تر څو د کرونا ویروس سره  د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي یوه ملي ستراتېژي جوړه او د اړیکو نیولو او له عوامو سره د کره مالوماتو شریکولو کاري پلان هم جوړ او پلي کړي، تر څو له اړوندو ادارو سره په عامه پوهاوي او د پیغامونو په رسولو کې مرسته وکړي. 
 
د اړیکو نیولو روښونه او ستراتېژي
زیاته اړتیا ده چې له عامو خلکو سره د کرونا په هکله شته حقایق او ثقه شوي مالومات، هغه څه چې لا تر اوسه نه دي ثابت شوي، څه چې ترسره شوي او هغه فعالیتونه چې باید په منظمه توګه په راتلونکي کې تر سره شي، باید پخپل وخت شریک شي. د پلان کولو او ځواب ورکولو کړنې باید په مشارکتي توګه له ټولنو او شریکو دولتي او اړوندو نادولتي ادارو سره ترسره شي، داسې چې خلک په منظمه توګه خبرشي او د خلکو او ټولنو د غبرګون په پای کې تشویشونو، اوازو او غلطو معلوماتو ته ځواب وویل شي. 
 
کوم بدلون چې په تیاریو او پلان کولو کې راځي باید عوامو ته د رسنیو له لارې په وخت خبر ورکړل شي. باید ورته تشریح او ورسره شریک شي. ځواب ویونکي، له همدردۍ ډک، شفاف او منظم پیغامونه په ملي او ځايي ژبو د باوري او پېژندل شوو اړیکو نیولو کانالونو له لارې، چې د ټولنیزو شبکو او کلیدي نفوذ لرونکو کسانو لخوا خلکو ته ورسول شي. که دا کار سم وشي مرسته به وکړي چې د ځايي خلکو پوهاوی زیات کړي او دا به د ډاډ او باور د رامنځته کولو سره به مرسته وکړي. 
 
د پروژې پلي کوونکي به اړتیا ولري چې مختلفو غوښتنو ته پام وکړي. په داسې حال کې چې د ټول ملک په کچه به د عامه ویښتیا لپاره د کمپاین لارې پرانیستل شي، په سرحدونو کې د خاصو ټولنو، نړیوالو هوايي ډګرونو، همدارنګه په مالوماتي مرکزونه او لابراتوارونه  کې باید د ټاکلي تقسیم اوقات له مخې کار وکړي او اړتیا به لري چې د ځايي شرایطو سره سم ځان عیار کړي. 
 
پروګرام به د اړیکو نیولو او معلوماتو شریکولو فعالیتونو سره مرسته وکړي تر څو د حکومت، خصوصي سکتور، او مدني ټولنو هڅې، پاملرنه او ژمنتیا زیاته شي. دابه د خلکو پوهاوی او معلومات د کرونا ویروس د خطرونو او اغیزو په هکله ډېر شی، داسې څو سکتوري ستراتېژیګانو ته وده ورکړي تر څو د وبا سره بریالۍ مبارزه وکړي او مخه یې ونیسي.  یوه داسې کس ته به اړتیا وي په نړیواله کچه د کار تجربه او وړتیا ولري ترڅو د مبارزې ستراتېژي له اړوندو نهادونو سره همغږې کړي. همدارنګه، یوه بل کارپوه ته به اړتیا وي چې د اړیکو نیولو په هکله د روغتیا وزارت او اړوندو ادارو ته د اړیکو نیولو د همغږي کولو په هکله کار او مرسته وکړي. 
 
په دې کې به لاندې څېزونه شامل وي:

  • یوه څو سکتوري کاري ډله په کار ده چې پورته کارپوهان ورسره مرسته وکړي تر څو د کرونا ځپلو خلکو سره د بېړنیو مرستو کارونه په هېواد کې مدیریت او په ملي او محلي کچه د اغیزمنو ځوابي کړنو ( د عملیاتو لګښتونه، تخنیکي مرستې، د اړیکو نیولو لګښتونه او نور مدیریت کړي)؛  
  •  
  • دولت باید د اړوندو مجربو کارپوهانو په مرسته د اړیکو نیولو او عامه پوهاوي یوه ملي ستراتېژۍ او د عمل پلان ته وده ورکړي. دا باید د ټولنیزو ناوړو عادتونو د بدلون او سمون پیغامونه له مختلفو چینلونو ورسوي، ښاري ناحیو او کلیوالي سیمو ته باید د عامه پوهاوي په هکله پیغامونه ورسوي، چې په وقایې او په ټولنیز واټن نیولو کې اغیزمن شي، داسې چې له ملي ستراتېژي سره همغږي وي، په دې کې به د اړیکو نیولو پیغامونو وده او تشریح پیغامونه شامل وي او باید خلکو ته تشریح شي، داسې چې ټاکلو ټولنو ته د هغو په ژبه ورسول شي؛ 
  •  
  • د ژورنالستانو ټرېننګ داسې چې دقیق او مسولانه راپور په دواړو ژبو او که اړتیا وي په نوور محلي ژبو هم ورکړي، په بېړنیو حالاتو سره سم پروسیجر ( لوایح ولري)، د رسنیو ټول ډولونه په ملي او محلي کچه مواد په پام کې ونیسي؛
  •  
  • د ټریننګ داسې فعالیتونو سره مرسته وکړي چې د عامې روغتیا کارکوونکو ته د کرونا ویروس په هکله ورکول کېږي چې د جومات په کچه ( د لمړیو روغتیايي کارکوونکو او د تولنو د مشرانو لپاره ځانګړي شوي وي)، د ولایتي او مرکزي روغتیايي مسؤلینو لخوا باید وڅارل شي، تر څو د وقایوي مسلو په هکله عامه پوهاوی زیات شي او هم د کلیوالو خلکو او شوراګانو ګډون د وبا د خورېدو په کمولو کې زیات شي.  
  •  
  • د پروژې د تیارولو په مرحله کې د «علاقه لرونکو خواوو د شمولیت پلان» تیار کړي دی، د کوم له مخې به چې د پروژې ټیمونه له خلکو سره په اړیکه کې وي او دا به پکې شامل وي چې خلک خپل تشویشونه د پروژې او د عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي، د کارونو په هکله غبرګون وښيي، د پروژې او یا هر بل اړونده څه په هکله چې اړتیا یې ویني شکایت به وکړي.
  •  
  • د ځايي او کلیوالي خلکو ګډون او مشارکت د پروژې په بریا کې بنسټیز رول لري، تر څو د پروژې د کارکوونکو او ځايي خلکو تر منځ همکاري زیاته شي او د اړونده کارونو خطر و چاپېریال او ټولنې ته تر ټولو ټیټې ممکنه کچې ته ورسوي او که لږ خطر هم پاتېږی د هغو چاره وکړي. د ساري ناروغیو په صورت کې د ټولنې له کلتور سره سم، پراخه او له شرایطو سره برابر عامه پوهاوی زیات مهم دی تر څو په ټولنو کې ځایونه په سمه توګه ضد عفوني کړي او د ساري ناروغۍ خطر کم کړي. 
  •  
  • د «علاقه لرونکو خواوو د شمولیت پلان» چې له مخکې جوړ شوی دی او د دوی د احتمالي په نښه کولو کار یې په سمه توګه په جزئییاتو کړي دي. انفرادي کسان او ګروپونه ( مستقیم مستفیدین) کېدی شي په ویروس اخته شوي وي. د قوی خطر نقطې په نړیوالو سرحدونو او په ملک کې د ننه باید په نښه شوي وي. د نورو اړوندو خواوو په نښه کول لکه دولتي ادارې، نادولتي موسسې او مدني ټولنی او نړیوالې اړوندې موسسې هم په نښه شوي دي. د هغوی د هیلو او تشویشونو په بنا د عمل پلان د دولت له خوا ترتیب او له عامو خلکو سره باید شریک شي ( د روغتیا وزارت په ویب پاڼه کې باید کېښودل شي). د «علاقه لرونکو خواوو د شمولیت پلان» به د پروژې د پلي کولو په بهیر کې له اړتیا سره سم نوي کېږي. حکومت او روغتیا وزارت په شکایتونو د غور میکانیزم هم جوړ کړی تر څو علاقه لرونکي کسان وتوانوي چې خپل تشویشونه/ تبصرې/ وړاندیزونه که شتون ولري شریک کړی.