د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود: اساسي قانون دې تعديل شي؛ اوسنی اساسي قانون د ظاهره شاه د شاهي حکومت په ډول دی 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې تېره ورځ خپله يو لېکنه خپره کړې او د هېواد د شته اساسي قانون د تعديل غوښتنه يې په کې کړې ده. د نوموړي په اند افغانستان کې د قومي شخړو عمده لامل ولسمشريز نظام دی چې واک د يو کس او يا هم يوې ډلې په لاس کې وي. 

مسعود ليکلي دي، "دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنځ به خپل منځني خبرې پيل شي. افغانان دغه خبرو ته هيلې لري خو تر ټولو مهمه او هغه پوښتنه چې تر اوسه ګونګه پاتې ده، افغانستان کې د نظام جوړښت او د سياسي واک د وېش مساله ده. ناتائيد شوي راپورونه ښيي چې طالبان هم په افغانستان کې د يو متمرکز نظام د جوړېدو دريځ لري او هڅه يې دا ده چې واک له يو کس سره ټول پاتې شي. دا ډول مسالې به افغانستان له يوې تل پاتې سولې لېرې وساتي." 

احمد مسعود وايي چې افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې، ټولنيز او سياسي عدالت لپاره بايد سياسي جوړښت تبديل شي او اوسنی د نظام ډول چې په سر کې يې ولسمشر دی، نظام متمرکز دی، ټول واک ور سره وي او د ځواب ورکولو کم مسووليت لري، د يوې تل پاتې سولې مخه نيسي. نوموړی هېواد کې د ټاکنو پر سر راپورته شوی سياسي کړکېچ په همدې کې يادوي چې ولسمشر د ۳۴ ولايتونو په شمول ټول واک په لاس کې اخلي چې  نورو ته د منلو نه دی. 

احمد مسعود ليکي چې په ۲۰۰۴ کال کې چې کوم اساسي قانون رامنځ ته شوی دی، د ۱۹۶۴ کال کې د ظاهره شاه شاهي حکومت اساسي قانون ته ورته والی لري او دا بايد درک شي چې اوس ۱۹۶۴ کال نه دی او دلته سياسي جوړښتونه رامنځ ته شوي دي. احمد مسعود د هېواد اوسني اساسي قانون ته د شاهي حکومتونو د اساسي قانون خطاب کوي او د تعديل غوښتنه يې کوي. 

احمد مسعود وړاندې ليکلي، "هرکله چې د افغانستان ټول واک د يو کس يانې ولسمشر په لاس کې وي، نو نور قومونه بې برخې کيږي، چې دغه چاره د قومونو ترمنځ شخړو ته لار پرانېزي." 

احمد مسعود ليکلي "زما پلار (ملي قهرمان) افغانستان کې د يو غېر متمرکز نظام پلوی او ملاتړ  وو او په همدې اساس يې د سوېس ماډل چې نظام په کې فدرالي او صدراتي وي، واک وېشل شوی وي؛ وړاندې کړی وو. قومندان مسعود هغه کس وو چې افغانستان کې يې ټول قومونه؛ پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او نور راټول کړی او په اتحاد کړي وو." 

نوموړی په اخير کي ليکلي، چې د احمد شاه مسعود هيله په افغانستان کې د يو غېر متمرکز نظام جوړول وو، چې په پايله کې به يې تل پاتې سوله رامنځ ته شي. 

د يادونې ده چې افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو پر سر د راپورته شوي کړکېچ د حل لپاره د عبدالله عبدالله غوښتنه هم د اساسي قانون تعديل دی چې په پايله کې به يې صدراتي نظام رامنځ ته شي او واک به د ولسمشر او لومړي وزير ترمنځ تقسيم شي.