ځوانان، د هېواد راتلونکې نن رهبري کوي

ځوانان هغه څوک چې راتلونکي بدلونونه نن رهبري کوی. په عام ډول پرته د جنسیت په نظر کې نیولو سره، ځوان هر هغه شخص ته ویل کیږي چې عمر یې د ۱۵ او ۳۰ کالونو ترمینځ وي. ځوان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کیږي چې په همدې سبب د خپلې ټولنې د راتلونکې په تعینولو کې رغنده رول لري. دا ټول ځکه چې د ټولنې نور وګړي چې هغوی سپین ږیري/ سپین سرې، پاخه عمره او ماشومان دي په ځوانانو ډېره تکیه کوي او له دوی ډېره تمه لري. دا هر څه د دې جوګه شوي چې ځوانان د اوسنیو او راتلونکو ټولنو د نورو عمري ډلو په پرتله خورا مهم وګڼل شي. د ټولنې سره د ځوانانو د مظبوتې اړیکې له کبله موږ ځوانان یو شمېر دندې او مسؤلیتونه لرو چې باید اوږه ورکړو، ځکه چې زموږ د کورنیو، ټولنو او هېواد راتلونکې زموږ په لاسونو کې ده.

لومړی، ځوانان باید ماشومان او تنکي ځوانان وروزي، هوښیار یې کړي او ویې هڅوي، دوی ته باید د عام ژوند د مهمو اړخونو په اړه زده کړې ورکړل شي، د ښه او بد ترمینځ د تفکیک لارې چارې وروښودل شي او یو شمېر لازمې لارښوونې ورته وشي، تر څو دوی د خپل راتلونکي ژوند پر ټولو ټولنیزو، ارواپوهنیزو، ښوونیزو او اقتصادي ستونزو بری ومومي.

دويم، لکه څرنګه چې مینځني عمر خاوندان او لویان د بوډاتوب په لور درومي، یو شمېر کاري بستونه خالي پاتې کیږي چې پرته له وړ ځوانانو نور څوک باید پرې ونه ګمارل شي. دا به د اقتصادي پراختیا او په ټولنیز ژوند کې د وګړو د ښه چوپړ جوګه شي. ځوانان باید نوي اختراعات ولري، په صنعتي ډګر کې په کم لګښت د زیات تولید لپاره د وخت تېرې ټکنالوژۍ سره مخه ښه وکړي او نوې لارې چارې کشف کړي.

درېيم، هر هېواد د بریالیتوب لپاره مجهز، مسلکي او مسؤلیت منونکو رهبرانو ته اړتیا لري. ځوان د راتلونکي ښه رهبران جوړېدای شي، دوی باید د مخکینیو رهبرانو ټولې تېروتنې، نیمګړتیاوې او خطاګانې سمې کړي، د همغه مشخصې ټولنې لیدلوری په بشپړه توګه بدل او مثبت لوري ته یې سوق کړي او له جرمونو لکه فساد، شخصي ګټو، له نورو تمه او ځان غوښتنې سره مخه ښه وکړي. د دې هر څه په ترڅ کې به په ټولنه کې پرمختګ، د جنډر انډول او د سرچینو مساوي تخصیص رامینځته شي او ځوانان باید د نورو مشرانو لخوا ټاکل شوو فضیلتونو او ارزښتونو ته درناوی ولري تر څو د هېواد ریښتونی چوپړیال جوړ شي.

څلورم، د وخت په تېرېدو سره ځوانان د ژوند پر یو بل مهم پړاو ګام ږدي، دوی والدین کیږي او داسې تمه ترې کیږي چې د خپلو میندو او پلرونو په څېر خپل ګډ ژوند پیل او اداره کړي. د ځوانانو ترمینځ واده کول به د قومي کلتورونو شریکوالی او په ټولییزه توګه به د هېواد په سطحه ملي یووالی او سوله پیاوړې کړي. 

پینځم، ځوانان باید د ټولنې د مشرانو تجربې اولاسته راوړنې هم کم لاس ونه نیسي، باید له تجربو یې په عملي ژوند کې ګټه واخلي او لاسته راوړنې یې تل په ښه نوم یادې کړي. ښه بېلګه یې زموږ ګران هېواد افغانستان ته د غازي امان الله خان په واسطه د خپلواکۍ اخیستل ده. په انګرېزۍ ژبه کې یو متل ده چې وایي “مشران د طلا حیثیت لري” نو راځئ له دې طلا څخه خپله اعظمي ګټه واخلو.

زه د یوه افغان ځوان په توګه پورتنۍ ټولې لارښوونې په خپل ژوند کې عملي کوم، تر څو مې خپلې ټولنې او هېواد ته د چوپړ جوګه شم. زما په ګډون ټول ځوانان د دې هېواد د ثبات لپاره لویه پانګه ده. زموږ د هېواد راتلونکې سیده زموږ په اقوالو او افعالو پورې اړه لري چې څنګه په ټولنه کې سره مدغم کیږو. راځئ یو او بل ته د یووالي لاس ورکړو او اوږه په اوږه د خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره کار وکړو.