لید نه

ته   چی وګوری  یار  ماته  په  خولو   خیشته  کیږم
ستا  د  مخ  په   پلوشو  کی  وار  په  وار توده کیږم
چی د ستا په سرو شونډوکی مسکامی شی په سترګو
د  خیالونو  او  چرتونو  په   کاله   کی   میلمه  کیږم
ژوند    می   ستا   پوری   یار   هسی   تړل   شوی
چی له سترګو می غایب شی در پسی ډیر خپه کیږم
چی رغبت  ستا د وصا ل می زړه او سر ته  راشی
ستا په  لار کی  انتظار سره وړاند ی وروسته کیږم
ځما مینه  چی ته څه ګڼی  یار  اختیار دی  خپل دی
مګر  زه  چی مخ دی وینم  بی شرابه  مسته   کیږم
       ****