هممانیز او څومانیز وییونه( کلمې) ‎

هممانیز او څومانیز د ماناپوهنې مهم بحث دی، چې په معاصره ژبپوهنه کې مطالعه کېږي.
 
کله چې د هممانیز (synonymy) او څومانیز (polysemy) وییونو په اړه خبرې کوو؛ نو لومړی باید پوه شو، چې مانا څه ده؟ د مانا ګڼ تعریفونه شوي؛ خو چې یو تخنیکي بحث پرې وشي او یو جامع تعریف ترې تر لاسه شي؛ نو راځو د مانا تعریف ته.
 
مانا: د یوې ژبنۍ نښې منځپانگه ده، نښه (لغت، عبارت، جمله، وینا، متن) دال بلل کېږي؛ منځپانگه یې (مدلول- مانا) او د دال او مدلول ترمنځ اړیکې ته دلالت وایي.
 
د یوه لفظ پر مانا پوهېدنه د یوه مفهوم نامتصور کېدل دي. 
 
ژبپوهان په تېره قاموس لیکونکي مانا د ویيپانګې تر تعریفه محدودوي.
 
ډېر ژبپوهان او ځینې فیلسوفان او ارواپوهان وایي، چې د مانا ځای ذهن دی او پر دې عقیده هم دي، چې په یوه ډول د فکر او مفاهيمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره کار لري.
 
ځینې ژبپوهان د داسې مانا په لټه کې دي، چې د ژبې او بهرنۍ نړۍ ترمنځ اړیکې جوړوي. او هغه څیزونه، پېښې او واقعیتونه ځيري، چې د مربوطې مرجع موخې ته پرې ورسېږي.
 
د یوه ادبي اثر مانا له ژبې څخه شروع کېږي، چې ژبپوهنه او د جملې جوړښت په خپله غېږه کې رانغاړي؛ نو په همدې خاطر هېڅ شی هم د ژبې له کیفیت څخه خالي نه دی. ژبپوهنیزې بېلګې، غونډله پوهه، مورفیممونه، فونیمونه او ټول ژبني توکي د متونو په مانا کې دخیل دي.
 
دلته د ماناپوهنې د مشهور انګرېز لیکوال《اُولمن》تعریف راوړو، چې وایي: (مانا دوه اړخیزه اړیکه ده، چې د ذهني تصویر او ویي ترمنځ موجوده ده). 
 
د ویي (کلمې) په لیدلو او اورېدلو مو په ذهن کې تصویر جوړ شي او ذهني تصویر هم کېدای شي د ویي ځایناستی شي. دا ځکه چې د یو څيز یا پدیدې په اړه د فکر کولو له مخې
ویي زموږ په ذهن کې ژوندي کېږي. نو دلته د مانا له مخې د ويونو دوه ډولونه "هممانیز" او "څومانیز" راسپړو.
 
هممانیز او څومانیز دوې بېلا بېلې مقولې دي، ځینې د دوی ترمنځ حد نه پېژني. له هممانیز څخه مراد ترادف دی، چې یو ویی له بل ویي سره هممانیز وي او څومانیز هغه دي، چې یو ویی د جملو په استعمال کې مختلفې ماناوې ورکړي په بل عبارت د هممانیز له څومانیز وییونو بېل دي.
 
یعنې په هممانیز کې څو وییونه په یوه مانا دي مګر په څومانیز کې سرچپه دي، مطلب یو ویی څو ماناوې لري؛ نو د دې لپاره د هممانیز او څومانیز وییونو (کلمو) په اړه بحث کوو.
 
هممانیز وییونه (synonyms)
 هغه دي، چې دوه یا زیات ناهمجولیز (غیرمتشابه) وییونه سره په یو وار یا ورته ماناوو کارول کېږي. هممانیز وییونه(په یوه کره لیکنۍ بڼه کې د هماغې یوې ژبې له ګړدودونو یا پور وییو څخه سرچینه اخلي.
 
لکه: پښتورګی او بډوډی، تیږه، ډبره، ګټه، کاڼی، غرګی یا وطن، هېواد او ټاټوبی....).
هممانیز وییونو بېلګې:
کور ، مېنه، منزل 
جنګ، جګړه، شخړه 
بېخ، بنسټ، بنیاد
خواري، غریبي، نیستي 
 
هممانیز یا ترادف د کلمو ترمنځ اړیکې دي، چې په هغو کې هممانیزې کلمې اصلي رول لوبوي. په قاموسونو کې یې د دې نومونې بېلابېل تعریفونه کړي.
 
وییونه (کلمې) هغه وخت د هممانیز په ډله کې راتلی شي، چې د خاصو قوانینو څخه پیروي وکړي.
 
زیاتره ژبپوهان او لغت جوړونکي په دې تاکید کوي، چې مطلق هممانیز وییونه نشته. حتا هممانیز وییونه (کلمې) هم په ځینو مواردو سره مخالفت لري.
 
مالینوسکي: په دې عقیده دی، چې د ویي مانا په درې ډوله متني جوړښت کې (فرهنګي، موقعیتي او ژبني) تر مطالعې لاندې نیسي. په ژبني نظام کې هر وخت هممانیز وییونه په یو ځای کې نشي استعمالېدای د هر یوه د استعمال ځای مشخص وي، چې همدا د مانا په جوړونه کې مهم رول لري. مثلاً: که موږ وایو (ډېره مالګه لري) دا داسې نشو ویلی، چې (ډېر کلورېډسوډیم لري). ځینې هممانیز ویي د یو بل پرځای نه استعمالېږي.
 
ځینې وخت یو ویی د موقعیت له بدلون سره په مانیز چاپېریال کې بدلون راولي، کله چې (مرغ پلو) وایو؛ نو دلته د جنسیت مسئله له منځه ځي او یوه مانا افاده کوي، چې عبارت ده له وریجو سره د چرګ د غوښې یو ځایوالی. بل مثال : دا سپی دی. دا به د دې جملې مستلزمه جمله وي، چې دا یو حیوان دی. د توصیفي مانا لرونکې جملې تر خبري جملو پورې محدودې نه وي، دغه مانا په پوښتنیزو او امري جملو کې امکان لري. په امري جملو کې د توصیفي جملو مانا په رفتار او مخاطب پورې اړه لري. 
 
هممانیز وییونه (کلمې) باید کوم شرطونه ولري؟
۱: دوه وییونه هغه وخت هممانیز دي، چې دواړه د یوې ژبې وي. که څه هم دا شرط د بحث وړ دی؛ خو سل په سلو کې هم داسې نه ده؛ نو په دې ډول به ووایو، چې وییونه مختلفې ماناوې لري. چې په ژبو کې مختلفوالی نظر  په متن کې د استعمال وړ وي؛ نو چورلټ نشو ویلی، چې دوه وییونه په دوو ژبو کې مترادف او هممانیز وي.
 
 ۲: هم ژبیتوب په هممانیز وییونو کې هم وي، لکه: خیر او نیک ، شر او بد او یا روح او روان د هممانیز وییونو په قطار کې نه راځي.
 
۳: دریم شرط یې د خواناستي اوځایناستي وییونو  ترمنځ په اړیکه کې دی، ډېر مهم او اساسي شرط دی، یعنې په دې توګه پرته له دې چې له خطا سره مخ شي د وییونو په مانا کې ښکاره څرګندېږي.
 
هر ویی کولای شي، چې د بل سره د یو ځای کېدنې په صورت کې نور مانادار وییونه  رامنځته کړي.
 
څومانیز ویی (polysemous word)
یو څومانیز یا ډېر مانیز ویی هغه دی، چې یو راز یا ورته دوې یا زیاتې ماناوې ولري. (ګواښ) د (قهر، اخطار، اقدام، تور برېښ، تهدید)
(تور) د ( تیارې، تهمت، جال، تاریک) په مانا سره کارېږي.
 
څومانیز ویي:  د پېژندل شوې مفهومي اړیکې، د ژبې د وییونو تر کچې څومانیزه اړیکه ده. څومانیز د هغو وییونو په اړه خبرې کوي، چې څو ماناوې له شته ویي څخه لري. مثلاً: (توپ) څو ماناوې لري، د لوبې کولو وسیله ، د جنګي وسلې نوم او داسې نور. اصلاً په ټولو کې د ګردوالي مانا پرته ده. 
 
په څومانیز وییونو کې څو ماناوې پرتې وي، چې هره مانا یې له اصلي ویي سره اړیکه لري.
 
(عین) په عربي کې ۷۰ ډوله کارېږي، چې په همدې ډول لیکل کېږي مګر په ترادف کې یې اړیکې بېلې بېلې دي.
عین ـ سترګې 
عین ـ چینې 
عین ـ مثل 
عین ـ خلاص
 
د څومانیز وییونو بېلګې:
 څانګې ته وختم.
(څانګه) د شاخ، د ډیپارټمنټ او مسلک مانا لري.
تاته ښه دولت غواړم.
(دولت) د پیسو او ریاست غبرګې ماناوې لري.
(تند) د تریخ، بداخلاقه او قهرجن ماناوې لري.
لاس ورکول، اوږه ورکول او...
 
د اوبو (H2o) فورمول دی، چې د موقعیت په اساس یې مانا هم بدلون کوي. کله چې په یوه چایجوشه کې واچول شي او هغه تفت چې ترې پورته کېږي موږ یې بخار بولو. دا چې پاس د اسمان لوري ته لاړ شي، چې په ورېځې بدلېږي، کله چې په مایع ډول د ځمکې لوري ته راشي باران یې بولو او په جامد شکل چې راشي؛ نو واوره یا ږلۍ یې بولو. دا چې په ځمکه کې جامد شي یخ یې بولو او که مایع وي بېرته یې هماغه اوبه بولو. دا دومره ماناوې د موقعیت له بدلون سره ترې پیدا شوې، چې په مانیز چاپیریال کې پراخوالی راغی د ماناوو جال یې جوړ کړ، چې د اوبو تر چتر لاندې اختیار شو.
 
 د څومانیز پیداکېدنې علتونه:
۱: د څومانیز وییونو د پیدا کېدنې یو لامل د ویي کارونې ترمنځ مفهوم دی، دا له هغه ځایه سرچینه اخلي، چې د ویي اخيستل شوی ذهني تصویر له هغه سره په اړیکه کې دی، چې دا یو روښانه، واضح، قاطع او مشخص سرحد نه دی؛ بلکې ابهام دی، چې کله ویی په ژبني متن کې استعمال شي؛ نو یوه برخه یې څرګندېږي. دا حالت هغه نندارې ته ورته دی، چې د نندارچیانو له توجو سره د هغې روښنایي زیاتېږي او نورې برخې یې هم تر دې شعاع لاندې راځي.
 
لکه د (تند) ویی چې د تریخ، بد اخلاقه او غوصه ناک په ماناوو استعمالیږي.
 
د (روښان) ویی هم د رڼایي، پاک، روښانفکره مانا درلودونکی دی.
 
۲ : بله لار د څومانیز ویي تخصصي کارونه ده، چې زیاتره وییونه د عمومي مانا تر څنګ په مختلفو ویناوو کې خاصه مانا پیدا کوي. دا وییونه لومړی په عبارتونو کې کارول کېږي بیا د زیاتې کارونې له امله عبارت وړېږي او د جملې مانا په یوه ویي کې راټولېږي. 
 
بېلګې:
عمل: د طب په  اصطلاح د جراحي عمل ترسره کول.
اصلاح: د سلمانۍ  په اصطلاح کې د وېښتو اصلاح کول.
کله چې دا وییونه له مسلکي دایرې ووتل او  اختصار شول؛ نو عامې ژبې ته ننوتل. له دې ځایه څومانیز وییونه جوړ او بیا په ټولنه کې عامېږي.
 
که څه هم ځینې وخت څومانیز کله ابهام رامنځته کوي او ژبنۍ اړیکې خرابوي. دغه د ژبې په کارونه کې ډېر نقش لري.که څومانیز په ژبه کې نه وای؛ نو د حافظې کار به ډېر دروند و. موږ به مجبور وو، چې د هرې موضوع د درک لپاره جدا جدا ویي ولرو او د هغو کسانو د باور پرخلاف به وو چې څومانیز وییونه د ژبې عیب ګڼي. باید له یاده ونه باسو، چې څومانیز پدیدې د ژبې په اقتصاد کې ډېر مهم رول لري.
 
د پالمر په باور هغه  عامل چې ویی څومانیز دی، لیکل کېږي یو ډول او ویل کېږي په مختلفو بڼو، دې ډول وییونو ته( همنامي) ویي ویل کېږي. لکه پښتو کې : لور(طرف)، لور (دختر)، لور(داس) او لور (پېرزو) داسې نورې بېلګې هم شته.
 
دا د ټولنې د وګړو له استفادې سره اړیکه لري، چې د ویي د مانا په پراختیا کې څومره رول لوبوي. د مانا پراختیا د وخت په تېرېدو سره  څرګندېږي. دا ولې داسې کېږي؟ دا له ټولنیزو قراردادونو څخه اخیستل کېږي. موږ په ذهن کې د یوه ویي لپاره یو مانیز چاپېریال ټاکلی وي؛ خو په خبرو اترو کې یو ویی د څومانیز اړخونو لپاره استعمالوو، چې دلته د ویي مانیز چاپېریال پراخېږي او یو ویی څومانیز کېږي.
 
د ژبې له اصولو او لارو چارو یو د مانا تحلیل او تجزیه یا د لیکونکي تجزیه ده. د لیکونکي تحلیل دا دی، چې پوه شي څه واقعیتونه او وجهې سپړي. مثلاً : د (مور) ویی (کلمه) چې ،مونث، بالغې، بچي لرونکې او مېرمنې ماناوې له ځان سره لري.
 
د ژبپوهانو له نظره یو ویی هم د لوېدنې په حالت کې نه دی او ثابت هم نه وي؛ نو په همدې خاطر د وییونو مانایي سرحد هېڅکله مشخص نه وي. د یوه ثابت او معین څیز په اړه کولای شو له مختلفو زاویو ورته وګورو او بېلابېلې اړیکې پکې وکتل شي. همدا مختلفې اړیکې دي، چې د وییونو په مانا کې بدلون راولي.
 
 
                        ماخذونه
۱: امامي، صابر (۲۰۱۶)هم معنایي و چندمعنایي در نظام زبان، journal of social sciences
۲: باطني، محمد رضا(۱۳۹۰) زبان و تفکر ( مجموعه مقالات زبانشناسي) چاپ دهم، تهران: نشر آگه.
۳: پالمر، فرانک (1395) نگاهی تازه به معنی شناسی،( دکتر کورش صفوی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات کتاب ماد.
۴: زیار، مجاور احمد، وییپوهنه او وییرغاونه،کابل( ۱۳۹۶)  دانش خپرندویه ټولنه.