کرونا د عطف او اوښتون نقطه او ورپسې بدلونونه  

(دوهمه برخه)
 
تر کرونا ویروس وبا وروسته د دولتونو ننګونې او فرصتونه
هغه دولتي عامه پالیسۍ او پروګرامونه چې د کرونا غوندې بېړنیو حالاتو په وخت کې رامنځته کېږي تر بېړنیو حالاتو وروسته یې هم اغیزې په یوه او بل شکل، لږ یا ‌‌‌‌‌‌ډېرې پاتېږي. د علمي ارزونو او اټکلونو له مخې د کرونا ویروس وبا به زیاتې ننګونې رامنځته کړي خو کولی شو همدا ننګونې په فرصتونو بدلې کړو او زیات ملتونه او دولتونه به یې دا کار وکړي، د مثال په توګه زیات اختراعات د دوهمې نړیوالې جګړې په وخت رامنځته شوې دي. که څه هم جګړه بده ښکارنده ده خو یو واقعیت دی، ننګونه ده او باید ورنه زده کړه وشي او هم داسې یو وخت دی چې د ملتونو مشران کولی شي خپل کارپوهان او خلک د یوه ټاکلي مثبت پلو ته بوزي او له داسې یوه انرژي رامنځته کړي چې هم خپل دفاعي سیستم ورباندې قوي او مثبت کارونه ورباندې وکړي. 
 
که ښه ځیر شو نو اوس هم تر کرونا وروسته به لاندې غوره فرصتونه رامنځته شي چې باید ګټه ورنه واخلو. پوهېږو چې ځينې ښکارندې مثبت او منفي اړخونه دواړه لري چې له مثبتو اړخونو باید ګټه واخلو او منفي اړخونه مدیریت او تاوان یې راکم کړو. په لاندې کرښو کې به موږ په اجمالي توګه ځینې وړاندوینې وکړو.
 
په عادي ژوند کې زیات خلک یو ډول بې پروا شي، له ټولنیز ژونده، ټولنیز عدالت، ښې حکومتولۍ، له یو بل سره مرسته کول او د اجتماعي ژوند له نورو اړخونو سره بېګانه شي. خو کرونا غوندې ناورینونه که بدې پایلې لري او سترې ننګونې رامنځته کوي، خو اوس چې انساني ټولنې او ملتونه ورسره مخ دی باید ورنه زده کړه وشي او د راتلونکي لپاره تیاري ونیول شي. که د سارس، میرس، ایبولا، انفلووینزا ویروسي ناروغۍ او پخوا څو پېړۍ د تور مرګ وبا نه وای تېر شوي اوس به بشر د کرونا ویروس په وړاندې لا نور زیات عاجز و.
 
تر کرونا وروسته کېدی شي زیات شتمن او مرسته کوونکي ملکونه به کورنیو ستونزو ته لمړیتوب ورکړي او نړیوالې مرستې به کمې شي. نو سر له اوسه په بهرنیو مرستو ولاړو ملتونو او دولتونو ته اړتیا ده چې وړتیا لرونکي تحلیلګران او پالیسي جوړونکي وګوماري او په ګډه له مستقلو لیکلوالانو او شننونکو او فکري بنسټونو سره په کور د ننه او بهر کې له کرونا وبا لازم درسونه واخلي او اړینې مشورې او پلانونه رامنځته او په کلک هوډ یې پلي کړي. که دا کار سم وکړی نو په یقین سره به یې ننګونې په فرصتونو اړولې وي او د ځان بساینې په لور به یې بریالی سفر پیل کړی وي. 
 
زموږ دولت ته اړتیا ده چې د پالیسیو جوړولو ‌‌‌‌‌‌یو دوران رامنځته کړي، داسې چې پورته وړتیا لرونکي مجرب کسان د دولت تر مشرۍ لاندې او له یوه ټاکلي لرلید سره سم، دولتي عامه پالیسي جوړونکي نهادونه د شته فکري مرکزونو په مرسته په هېواد کې شته ستونزې وارزوي، د حل لپاره یې رغنده پالیسۍ طرح کړي او په مشارکتي توګه اړونده غوره پالیسۍ ورنه انتخاب شي او پلې شي، د پلی کولو په وخت وارزول شي، ورنه زده کړې وشي او دا درسونه په راتلونکو پالیسیو کې وکارول شي. تر اوسه زموږ په ملک کې د پالیسي جوړولو داسې کوم دوران، سیستم او پروسه نشته، او ځکه نو نه پوهېږو چې څه کار ورکوي او څه یې نه ورکوی او ولې او څنګه یې غمه خوړلی شو. باید دا دوران زرتر زره رامنځته شي.  
 
د مثال به افغانستان ته اړتیا وي چې اقتصادي ریاضت او سپما ته مخه کړي، له غیر ضروري او تجملي لګښتونو تېر او په ځای یې و ستراتېژيکو، د ملي امنیت مسلو، ملي ثبات او د خپلو پرګنو په بېوزلۍ تمرکز وکړی، ځکه د لوږې او فقر په صورت کې په ثبات نه شي راتلای او هم د ملت د یووالي شرازه به شړېږي. 
 
څرنګه چې په نړۍ کې زیات ګټور نوښتونه د بېړنیو حالاتو په وخت رامنځته شوي دي نو اوس به هم ځينې هغه غوره ټولنیز او سیاسي نوښتونه او ملي دولتي پالیسۍ چې په بېړني حالت کې ګټورې ثابتې شوې وي، کېدای شي ورنه زده کړه وشي، ګټور ثابت شي او دوام وکړي. لکه په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د اغیزمنو او مثبتو لرلیدونو، نوښتونو، او پلانونو جوړول او پلي کول کېدی به نورې غوره تجربې او یا تېروتنې رامنځته کړي چې باید ورنه زده کړه وشي. 
 
تر کرونا وروسته به ټولو دولتونو ته ثابته شي چې له سترو ناورینو سره مبارزه یوازې د عامه خلکو په مشارکت او توانمندۍ کې امکان لري، نو زیات دولتونه به په بشري انکشاف، عامه مشارکت، خلکو ته غوږ نیول به تر پخوا زیات شي، زیات دولتونه به دې ته زیات امکانات برابر کړي، زیات تمرکز به وریاندې وکړي او شته خنډونه به ېې له مخې لېړې کړي. موږ ولیدل چې ویښ خلک په ملک کې تر ټولو ستره پانګه وي، د ستونزو په حل کې لوی لاس لري، په خپله خوښه په مدني توګه خدمات وړاندې کوي، روغتیايي کارکوونکو ته لاس ورکوي، له رسنیو او پالیسي جوړونکو سره مرسته کوي، د خرافاتو په وړاندې مبارزه کوي، د دین اصلي روح خلکو ته بیانوي او له واقعیتونو سره یې اشنا کوي. خو بې خبره، نا لوستي او ویشل شوي خلک په مسخره خبرو او خرافاتو پسې روان وي چې سل په سلو کې له دین سره په ټکر کې وي، داسې پرګنې نه یوازې په حل لارو کې مرسته نه شي کولی بلکه ستر ستر خنډونه رامنځته کوي او ناورینو ته دوام ورکوي. 
 
دولتونه به اړ شي چې په خپلو پالیسیو، لمړیتوبونو، انکشافي پروګرامونو او بودجو کې بدلون راولي او کېدی شي د انساني او ټولنیزې پانګې اهمیت او ورباندې تمرکز ته زیات پام وشي. دا ځکه چې د عامه پوهاوي اهمیت نړیوالو د کرونا ویروس سره په مبارزه کې ښه درک کړ. داسې ښکاري چې زیات دولتونه او د هغوی د ستراتېژيکو لرلیدونو او پالیسیو جوړونکي به دې ته ځير شي او ورباندې لا زیاته پانګونه به وکړي. باید ووایو چې په بشري انکشاف، ټولنیزه پانګه تمرکز لا پخوا پيل شوی دی او زیات ملتونه یې اهمیت ته ځير شوي او نور به هم زور واخلي.
 
په دولتونو به فشار راشي چې د کرونا وبا سره د مقابلې لپاره ځينې کارونه زر پلان او سرته ورسوي او کېدی شي د کار کولو چټکې، اغیزمنې او ارزانه لارې ومومي او تر کرونا وروسته هم دوام ورکړي. نو دولتونه به اړوي چې خپلو او د نورو ملکونو او نړیوالو موسسو ګټور نوښتونه وارزوي او د خدمتونو د رسولو، د پروژو او پروګرامونو د لا اغیزمن کېدو لپاره درسونه ورنه واخلي.
 
تر کرونا وروسته ملي سیاست او مشري
د ناکاره، ځان غوښتونکو او عوامو غولوونکو مشرانو او سیاسیونو اعتبار به د خلکو په منځ کې لا نور کم شي ځکه دوی به خپلې بې کفایتي نورې هم خلکو ته وښيي چې نه به یې د کوم غریب او یتیم لاس نیولی وي، نه به یې کومه ملي معضله حل کړې وي، نه به یې د سولې او ملي پخلاینې په هکله کومه د خیر خبره کړې وي، بلکه ټول کړه وړه به یې د چوکیو او عامه شتمنیو په ناندریو کې تېر کړی وي او د بېوسه کاغذي زمریانو او زړو ورستو ونو حالت به یې اختیار کړی وي چې ساقې یې خالي او په نړېدو وي. دا به په لنډ مهال کې په ټولنو او سیمو کې د مشرۍ تشې رامنځته کړي خو د تشو طبیعت دادی چې ‌‌‌‌‌‌ډکول غواړي، دا تشې به نوي رښتیني رهبران چې د ټولنې له منځه راټوکېدلي وي د ټولنو له وړتیا سره سم په اړونده وخت کې ‌‌‌‌‌‌ډکې کړي. ښه مثالونه یې د مصر، تونس، او نورو ملکونو بدلونونه دي چې د عرب پسرلي په نامه یاد شول له همدې کبله وو چې سیاستوال یې فاسد وو او عوامو ته یې شا کړې وه. خو د تشو د ډکول څرنګوالی د ټولنو د وړتیا سره سم رامنځته کېږي، په ځینو کې زر او په استبدادي نظامونو کې یې مخه ډب وي یو ظالم به بل پسې راځي او سم مشران په سختي رامنځته کېږي.  
 
د ګ‌‌‌‌‌‌ډو ارمانونو او لرلیدو لرونکي ګروپونه، ډلې او ټولنې په یوه رغنده پروسه کې شکل نیسي او په کرار کرار په سترو سازمانونو او رغنده برنامو لرونکو ګوندونو بدلېږي. د کرونا سره د مبارزې په بهیر کې به یو شمېر نوي استعدادونه وځلېږي ، خلکو ته به امتحان ورکړي، په ځان به ویسا ومومي او نور به ورپسې اقتدا وکړي او د نویو قیادتونو د ظهور لپاره به شرایط برابر کړي چې د زړو په ټپه ولاړو ‌‌‌‌‌‌ډلو او ټپلو او د هغوی د رهبرۍ ځایونو نیولو شرایط به برابر کړي.
 
نړیوالې مرستې، اړیکې او سیاست
په نړیوال سیاست کې به هم ټکانونه اوبدلونه راشي. داسې چې ځينې لنډه ځمکه لیدونکي پاپولیست نړیوال مشران به په کور د ننه د بېړنیو ننګونو سره د مقابلې، داخلي ستونزو او زیاتو رایو ګټلو او بیا ټاکل کېدو لپاره نړیوالو مرستو، دېپلوماسۍ او چارو ته شا کړي او کېدی شي دا به اوږدمهاله نه وي. خو یو شمېر نور بادرایته سیاسي رهبران به هڅې پيل کړي چې له نوروړملکونو سره اړیکې ټينګې کړي او د پخوانیو نړیوالو لوبغاړو ځای ونیسي او خپل سیمه ایز او نړیوال ستراتېژيک نفوذ زیات کړي. نو د وروسته ساتل شوو ملکونو مشرانو ته به فعاله بهرنۍ دېپلوماسي زیاته مهمه وي چې څنګه ځانته ستراتېژيک انډیوالان ومومي او خپلې ګټې وساتي. 
 
د نویو ننګونو، لمړیتوبونو او مالي کمښتونو له کبله لکه د فرانسې جمهور رئیس ډېوېډ مکرون چې وویل دولتونه به اړوي چې په خپلو پالیسیو کې په عوامو تمرکز ته لمړیتوب ورکړي او اغیزمنې پالیسۍ به رامنځته کړي. دا به د عامه نظریاتو غوښتنه وي او دولتونه به هم اړ وي چې په غوره وړتیا لرونکو کادرونو پسې لټون وکړي، د فساد او خپل پرستۍ په وړاندې به مبارزه وکړي او که نه دوام به نه شي کولی. په دې کې به هغه ملتونه یو څه بریالي وي چې د ولسواکۍ ښې تجربې، ښه رهبران، په ملي ګټو مین کادرونه او ویښ خلک ولري. په خواشینۍ سره د هردم خیاله، بې لرلیده، بې سیاسي شعوره مذبذبو کادرونو او په خپلو ګټو مینو مشرانو او د غفلت په خوب ویدو عوامو لرونکي ملتونه به لا نورې زیاتې ستونزې لري او ناورینونه به ورباندې تکرارېږي. 
 
تر کرونا وروسته نړیوال انکشافي پروګرامونه
نړیوال مرسته کوونکي به هم له کرونا سره د مبارزې له بېړنیو پلان کولو او پرړژو جوړولو نوي درسونه واخلي او د بېړنیو پروګرامونو اغیزمنتوب او په ټولیزه توګه د مرستو رسولو بهیر به موثر کړي. لکه په نړیوالو مرسته رسوونکو موسسو کې په دودیزه توګه د سترو ملي پروژو جوړولو تر 6 میاشتو زیات وخت نیوه خو د کرونا ویروس وبا په وړاندې د مبارزې پروژو په یوه اونۍ کې جوړې او منظورې شوې او له دولتونو سره ورباندې هوکړې هم وشوې او یوه دوې اونۍ نور وخت یې واخیسته چې د بانک بورد یې منظورې کړي.
 
تر کرونا ویروس وبا وروسته به ملتونه او دولتونه یې د خپل لرلید، پوهې، قوانینو او نورو په رڼا کې په لمړي سر کې یو شمېر مختلفې لارې غوره کړي. لکه ځينې ملکونه به له اقتصادي رکوده د راوتو لپاره د چاپېریال ساتنې او ټولنییزو تشویشونو ته پاملرنه کمه کړي او دا به د ژوند په تنوع، ایکوسیستمونو او د ګلخانه ای ګازونو په لازیاتوالي او د اقلیم په لا ګرموالي تمام شي او په نړۍ کې به اوسني تمدن ته د اقلیم د بدلون تهدید لا نور زیات کړي. خو ملګري ملتونه، نړیوال انکشافي سازمانونه، رسنۍ، مدني ټولنې او علمي ټولنې او نور به د دې ملتونو سره مرستې وکړي چې خپلې پالیسۍ او پروګرامونه د دوام لرونکي انکشاف په لاره برار کړي او کېدی شي په نړیواله کچه به تلپاتې هر اړخیزه انکشاف ته په هره ساحه او هر سکتور کې د زمانې په تېرېدو سره د تلپاتې انکشاف لاره په پای کې اواره شي. 
 
په نړیواله کچه به په انکشافي پروګرامونو جوړولو کې د اوسني سکتوري پروګرامونو ځای به هراړخیزه ګڼ سکتوري او زیات ټول شموله پروګرامونه ونیسي. دا کار به د انساني، حیواني او چاپېریالي روغتیا په یو ځای کولو سره د «یوه صحت» یا (One Health) تر چتر لاندې راشي. دا ځکه چې د بشري نفوسو او څارویو د زیاتوالي او یو بل ته نېږدې اوسېدلو له کبله، د زیاتو خوراکي موادو د تولید او نور به د ژوند په چاپېریال فشار زیات او چاپېریالي ستونزې به زیاتې او د انسان او څارویو ګډې ناروغۍ (Zoonosis) لا نورې زیاتې پېښې به رامنځته او ورنه به  د (Ivian Flu, SARS, MERS, Ebola, Coronavirus) او نورو په څېر ناروغۍ به لا نورې زر زر رامنځته شي. 
 
نو ګورو چې دا اوسني انساني، حیواني او د صحت محیطي روغتیایي بېل بېل  پروګرامونه له یو بل سره پېچلې هراړخیزه اړېکې لري، خو په عمل کې موږ د سیلوګانو په توګه ورسره سکتوري چلند کوو، پېچلتیاوو ته یې نه ګورو او زښته زیات یې ساده او بسیط کوو. دا پيچلي له یو بل سره تړلي اړخونه زیات ساده کول د سرویلانس، څېړنو، تشخیص، پلان کولو او پلي کولو په وخت موږ له لارې باسي او ښې پایلې نه شو ترلاسه کولئ. لکه چې له پخوا په زیاتو ملکونو کې د انساني، حیواني او چاپېریال د یوه صحت تر چتر لاندې په هر اړخیزه توګه د مدېریت  مفهوم پیل شوی دی. 
 
هیله ده چې د کرونا په بهیر کې اوسنۍ ستونزې او درسونه او تجربې یې د روغتیايي پروګرامونو ماهیت یو مخ بدل شي، د عامې روغتیا، د ځان د حفظ الصحې، د چاپېریال د روغتیا، د وقایې او نورو اهمیت به لا زیات شي، دولتونه به زیاته پانګونه ورباندې وکړي، عوام به یې اهمیت ته ځیر شي، په عامه کلتور، هنر او ادبیاتو به اغیزه وکړي او زیاتې نوې پنځونې به رامنځته کړي. دا ځکه چې دلته موږ تشه وینو او د تشو خاصیت دادی چې ارومرو ډکېږي. 
 
د ټولنپوهنې او مدني فعالیتونو اهمیت
د کرونا ویروس وبا خلکو ته وښوده چې د عامه ذهنیت رهبري او مدیرت څومره زیات مهم دی او زیات ملکونه او مشران که څه هم قوي رسنۍ او روغتیايي سیستمونه یې په چوپړ کې وو خو په وخت یې ناورین درک نه کړ او بیا ونه توانېدل چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي تر څو د مېلو او خرافاتو په ځای د کرونا وبا جدي ونیسي. دې دولتونو او خلکو یې په دې بشري ناورین په وخت تمرکز و نه کړ، د نړیوال روغتیایي سازمان او خپلو روغتیاي مسؤلینو علمي لارښوونې یې په وخت عملي نه کړې او اوس له سترو ناورینو سره مخ دي. نو تر دې وروسته به ټولنپوهنه، ټولنیز او سیاسي علوم، د عامه ذهنیت ارزول، درک، مدیریت او رهبري یې د دولتونو د زیاتې پاملرنې وړ وګرزي که څه هم په نړیوالو موسسو کې دا کار له پخوا پيل شوی دی.
 
په وروسته پاته ملتونو کې زموږ د ملت په ګډون پخوا که څه مدني فعالان وو او ځينې وړتیا لرونکي سیاستوال یې رول ته ځير و خو ځينو بې خبره کسانو ته د مدني فعالیتونو اهمیت نه ښکاره کېده، خو له کرونا سره د مبارزې په وخت د مدني فعالانو رول د خدماتو په رسولو او عامه ویښتیا کې ټولو خلکو ولیده او کېدی شي دې ته نوره زیاته پاملرنه وشي. که څه هم د نړۍ مفکرین، لیکوالان او شنونکي د مدني فعالیتونو په رول خبروو، لکه چې وتلي لیکوال، ژورنالیست او تحلیلګر فرید ذکریا د سي. ان. ان. تحلیلګر او ژورنالیست په خپل نړیوال شهرت لرونکي اثر کې چې: نړۍ د امریکا تر اوسني تسلط وروسته، نومېږي؛ د امرېکې او نورو قدرتونو مشرانو ته وریاده کړې چې اوس د دولتونو تر څنګ د پرېکړو او په عامه ذهنیت اغیز لرونکي مرکزونه زیات شوي چې له هغو څخه مدني ټولنې او رسنۍ دي چې په عامه نظر باندې اغیزه لري او هغه په خپل وار سره په ولسوالکه ټولنو کې د دولت پالیسي ګاڼې ټاکي. همدارنګه ګورو چې اوس په ټوله نړۍ کې مدني ټولنې خپل رول لري خو تر اوسه یې ځينې دودیز مشران او عوام رول ښه نه شي درک کولی او یا یې د ځان په ګټه نه بولي او مخه یې نیسي خو له دې بې خبره دي چې دا د نن زمانې د پېچلو ټولنیزو اړتیاوو غوښتنه ده، یوه نړیواله ښکارنده ده، یو شمېر به یې نه غواړي، خو نور یې چې په اهمیت او زور خبر وي ورنه زیاته ګټه به اخلي او څوک یې مخه نه شي نیوی، زر وي که وروسته راځي به، خو هوښيار ملتونه او مشران به یې د خپلو ملتونو، دولتونو او نظامونو د ټينګښت لپاره کاروي.
نور بیا