د روغتیا نړیوال سازمان مشر: د کورونا وېروس سره د مبارزې په لار کې د یووالي غوښتنه کړې ده

روهي(جمعه/۲۲ د وري)، د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګېبرېسوس له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې په برخه کې د دې سازمان له کړنو دفاع وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دې وېروس ته دې سیاسي بڼه نه ورکول کیږي. ښاغلي ټرمپ پر ټویټر یوه بیان کې ویلي وو چې له دې سازمان سره خپلو مالي مرستو ته جدي بیا کتنه کوي. نوموړي دغه راز د روغتیا سازمان د ځینو سپارښتنو په اړه هم شک څرګند کړی.
 
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش هم پر دې سازمانه د نیوکو پر وړاندې درېدلی او غوښتنه یې کړې چې د کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د نړیوال روغتیايي سازمان کړنې باید په راتلونکي کې وارزول شي. ښاغلي ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړی و چې د دې ټولنې ډېر تمرکز پر چین دی او له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې په برخه کې یې غوڅ چلن نه دی کړی.
 
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پرون چارشنبه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل امریکا له روغتیا نړیوال سازمان سره خپلو مرستو ته "بیا کتنه کوي".ښاغلي پمپیو وویل "سازمانونه باید کار وکړي او له تمې سره سم لاسته راوړنې ولري."د روغتیا نړیوال سازمان یوه سلاکار ویلي، له چین سره له نږدې د دوی ګډ کار ځکه اړین وو چې دا ناروغي په لومړیو پړاوونو کې وپېژني.