د ايران بهرنيو چارو وزير ولسمشر غني ډاډ ورکړی چې ايران کې په کرونا اخته افغان کډوالو به وړيا درملنه کړي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، افغان ولسمشر  محمداشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشر ماڼۍ د خبرپاڼۍ پر اساس، په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي مفصلي خبرې وکړې.

ډاکټر محمدجواد ظریف، جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ هیواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران اسلامي جمهوریت کې میشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر سیاسي اوضاع هم دوستانه بحث او خبرې وکړې.