ولې اسمانڅکالۍ د کرونا  او نورو وژونکو ناروغیو لامل دی؟

کله چې مونږ ماشومان وو، مشرانو به ویل: د اسمانڅکالۍ څخه ځان وساتئ ، ورته مه نږدئ کیږئ ځکه د ډیرو ناروغیو د انتقال سبب ګرځي، زمونږ په ټولنه کې له نیکه مرغه ډیری خلک  له اسمانڅکالۍ څخه ځان ساتي،  له بلې خوا اوسنۍ پرمختللې ساینس  ثابتوي  چې  له دې حیوان څخه ځان وساتو او باید دانسانانو ټولنیز ژوند ته داخل نشي! 

اسمانڅکالۍ د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو  وژونکو ناروغیو دمنځته راتګ لامل ګڼل کیږي، نه یوازې د کرونا ویروس  اصلي لامل دی بلکې تر دې وړاندې د نورو وژونکو ناروغیو لکه ایبولا، سارس، لیوني سپي، هاري ، سیپا ، هینیپا او نورو مرګونې ناروغیو لامل  شوې وو. 

هر هغه ژوندی موجود  چې د ژوند ډول یې دانسانانو ټولنیز ژوند سیسټم  سره توپیر ولري ،باید نوموړي  حیوانات  د انسانانو ایکو سیسټم ته داخل نشي ځکه  کولی شي چې د ټول بشریت ژوند له ګواښ سره مخ کړي، د انسانانو د نابودۍ لپاره لوی  ګواښ او د خطر زنګ وي.

له بده مرغه ځینې هیوادونه وحشي حیوانات خپل ټولنیز ژوند ته داخل کړي چې د بشر له ایکو سیسټم سره کاملا په ټکر کې دي او د ډیرو ناروغیو لامل شوي دي  ښه بیلګه یې د سارس یا کرونا ویروسونو منځته راتګ  د اسمانڅکالۍ  په وسیله یادولی شو؛ چې د ځینو انسانانو په وسیله په  مستقیم ډول  ځینې  وحشي ځناوران  دانسانانو ایکو سیسټم ته داخل شوي وو او دهغوی له غوښو څخه ان تر نن ورځې پورې دورځنیو خوړو په توګه کار اخلي! 

اسمانڅکالۍ یوازینی پستانداردی چې الوځي، خوراک یې حشرې او ځینې ډولونه یې ان  دلوی حیواناتو وینه څښي، کله چې کوم نوي ویروس ددوی د دبدن جنټیکي جوړښت (ډي ان ای) ته راشي نو بدن یې د الفا انټرفرون په نوم ځانګړي ساتونکي سیسټم لري او له هغه څخه یې په امن کوي مګر له  بده مرغه  ویروسونه ددوی په بدن کې د ډیر وخت لپاره پاتې کیږي او نورو حیواناتو ته یې انتقالوي.

که څه هم یو څه مودې وړاندې  چینایي  ساینسپوهانو اسمانڅکالۍ د سارس ناروغۍ (هغه ناروغۍ چې له اسمانڅکالۍ څخه اوښ او بیا انسانانو ته انتقال شوې وو اود منځنۍ ختیځ د تنفسي ناروغۍ په نوم  مشهور دی)  اصلي لامل ګڼلي وو،  دوی وړاندوینه کړې وو چې نږدې وختونو کې به نړۍ  د کرونا ویروس له یوې نوي ډول ناورین سره مخ شي چې له بده مرغه همداسې وشو!

د کرونا ویروس د جنټیکې جوړښت له مخې د (ار ان ای) یوه ریښه اي جوړښت او  ۲۶-۳۲ کیلو بایسه وزن لري چې د اسمانڅکالۍ په وسیله میږي خوړونکې او بیا انسانانو ته انتقال شوې وو. 

 یوسي بیرکلي پوهنتون څیړنې ښیې چې د اسمانڅکالۍ دبدن  ځانګړې معافیتي سیسټم داسې جوړ شوې چې د ډیرو ناروغیو دمنځته راتګ سبب ګرځي، دوی اسمانڅکالۍ او شامپازا (هغه بیزو چې جوړښت یې انسانانو ته نږدیوالۍ لري)  ته د وینه لرونکې تبې ویروس انتقال کړ، دغه ویروس د بیزو په بدن کې په ډیر سرعت سره زیاتیده او دهغه معافیت سیسټم یې کمزوري کول مګر په اسمانڅکالۍ یې  هیڅ اغیزه نه درلوده ، اسمانڅکالۍ د کرونا ویروس ته پخپل ځان کې نمو ورکوي او تکثیروي  یې.

اوس پوښتنه دا رامنځته کیږې چې ایا انسانان له ټولو حیواناتو څخه ځان وساتي؟ 
نه، د ځینو حیواناتو شتون دانسانانو لپاره زیانمن نه دي یا کم څه کم  بشر له ډیر وخت راهیسې ورسره په اړیکه  کې دی لکه غوا، پسه ، سپی، پیشو او نور.

د ځینې اهلي  حیواناتو غوښې هم ځینې حیواني  ناروغۍ رامنځته کوي  چې له نیکه مرغه په اسانۍ ددرملنې وړ دي چې دهغوي له جملې څخه بروسیلوزس (هغه ناروغۍ چې له لبنیاتو څخه انسانانو ته انتقالیږي)، دچرګانو انفلوانزا، د کدودانۍ چینجنۍ ، د پیشو ناروغۍ (ټوکسوپلازموسس) ...نور.

د نړۍ مشهور فزیک پوه سټیفن هاوکنګ څخه پوښتل شوې وو چې څه شی به د نړۍ د نابودۍ لامل شي؟ هغه ویلې وو: تر ټولو مهم او خطرناک عامل یې هغه نوي  ویروسونه دي چې مخنیوي یې دانسانانو په وسه کې نه وي  او بشر به  له  نوي ناورین سره مخ کوي.

 نړیوال باید په هغو هیوادونو باندې فشار وارد کړي  چې دوحشي حیواناتو ښکار پکې قانوني دي او خلک  یې د وحشي ځناورانو غوښې خوري ؛ تر څو د وحشي حیواناتو ښکار او خوراک  څخه منع شي!

 ځکه ځینې هیوادونه  اوس دنړۍ پرمخ دبشر ژوند تهدیدوي ، دوی  دمارانو سوپ ، د لړمانو خوراکونه، د اسمانڅکالۍ خواړه او ان اوس په دې لګیاه دي  چې مصنوعۍ هګۍ ، وریجي او نور برابر کړي چې له بده مرغه  په مستقیم ډول د بشر ژوند  په لوی لاس له ستر  ګواښ سره مخ کوي  او که یې مخه ونه نیول شي  د کرونا په څیر د ورته ناورینونه د بیا ځلې تکرار شاهدان به یو!  


اخذلیکونه:
1. Three zoonotic coronaviruses have been identified as the cause of large-scale disease outbreaks–Severe Acute Respiratory Syndrome (SARS) by CAS Key Laboratory of Special Pathogens and Biosafety (Bat coronaviruses in china), Wuhan Institute of Virology, Chinese Academy of Sciences, Wuhan 430071, and China 


2. "Chinese market at center of coronavirus outbreak sold bats to eat". The New Zealand Herald. 24 January 2020. Retrieved 24 January 2020


3. Adaptive evolution of bat dipeptidyl peptidase 4 (dpp4): implications for the origin and emergence of Middle East respiratory syndrome coronavirus
Jie Cui, 1 John-Sebastian Eden,1 Edward C Holmes,1 and Lin-Fa Wang2,3