خوست کې يو ماشوم د انسان تښتونکو وژغورل شو 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د خوست امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په عليشرو ولسوالۍ کې يې يو ماشوم د انسان تښتونکو له منګلو ژغورلی دی. 

د ملي راډيو تلويزيون د خبر پر اساس، د خوست ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نن د وري په ۱۹ د علیشېرو ولسوالۍ په مومندۍ سیمه کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو څخه ژغورلی دی. یاد ماشوم ۲ ورځې وړاندې تښتول شوی و. پولیسو د پېښې په تړاو یو تن تورن هم نیول شوی دی.

خوست د هېواد په سويل ختيځ کې د امنيتي مسايلو پر اساس امن ولايت دی خو ښار سره نېږدې او په لېرو پرتو سيمو او کليو کې يې وسله والې غلاوې، لار نېونې او د موټر سايکلونو غلاوې هغه څه دي چې  د خوست مېشتو ورځنی ژوند ګواښي.