راځئ د کویډ-۱۹ ناروغۍ ځنځیر مات کړو! 

د ۲۰۱۹ دسمبر راهیسې د کرونا په نامه وایروس (کویډ-۱۹) چې د وهان په ښار کې راپیدا شو، د ډېرو خلکو ژوند یې په تدریجي ډول بدل کړی. ډېر خلک حیران پاتې دي او پوښتنې ورته پیدا کېږي چې څه وکړي تر څو په دغه ناروغۍ د اخته کېدو او خپرېدو مخنیوی وکړي. 
 
په دې متن کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ د ځنځير ماتېدل او له پرې د اخته کېدو د مخنیوي په اړه بحث کېږي

  • ۱.انتاني ناروغي څنګه انتقالېږي؟
  •  شپږ مهمې برخې چې د ناروغۍ ځنځير پرې ماتیدای شي
  • هغه کړنلارې چې تاسې او ستاسې نږدې کسان یې باید عملي کړي او په ویروس د اخته کېدو مخنیوی وکړي. 
  •  
دا وایروس یو ډېر کوچنی د انتاني ناروغۍ اجنټ دی کوم چې د انسان په سترګو او د عادي مایکروسکوپ پوسیله د لیدو وړ نه دی. دا د ژوندیو موجوداتو په داخل کې تبیدلیږي او ډېرېږي لکه انسان، حیوان یا نبات کوم چې کوربه دي.
 
 دا وایروس د دریولارو انتقالېږي چې عبارت دي له څڅېدونکی انتقال، تماسي انتقال او په هواپیدا انتقال. 
 
لومړی: څڅېدونکی انتقال هغه وخت صورت نیسي کله چې په وایروس اخته کس ټوخی وکړي، پرنجی وکړي او یا خبرې کوي او کوچني څاڅکي یې د بل نفر په سترګو، خوله او یا پزه ولګېږي. په دې صورت کویډ-۱۹ انتقال د پریوتي څاڅکي له لاري صورت نیسي. 
 
دویم: تماس یا په فزیکي ډول له وایروس لرونکي شخص سره لږېدل/ اړیکې لرل. دا په یو له دوو حالاتو کې صورت نیسي. 
 
  • مستقیم تماس: چېرته چې مرض د مستقیم تماس یا لږېدو له لارې صورت ونیسي لکه د وایروس لرونکي شخص سره لاس لږېدل، روغبړ او بیا لاس سترګو، پزې یا خولې ته وړل. 
  • غیر مستقیمې تماس: کله چې وایروس لرونکی شخص یو جسم سره تماس وکړي لکه لوښی، مبایل، قلم او یا نور شیان... او بیا یو بل شخص همدا لوښی، مبایل او یا قلم په لاس کې واخلي. په دې صورت د غیر مستقیمې لارې یعنې وایروس له ناروغ شخص څخه هغه جسم او له هغه جسم سره د اړیکې له وجې د بل شخص لاس او که لاس سترګو، خولې او یا پزې ته یوړل شي نو د وایروس انتقال صورت نیسي. 
  •  
    درېیم: هواپیدا انتقال هغه وخت صورت نیسي کله چې د وایروس لرونکي د تنفس، پرنجي او ټوخي له لارې د وایروس ډېرې کوچنۍ برخې په هوا کې پاتې او یو بل شخص همدغه ساحه کې تنفس وکړي. دلته په هوا کې پیدا شوې د وایروس وړې برخې د شخص وجود ته داخلېږي او په دې صورت د وایروس انتقال صورت نیسي. 
     
    سره د دې چې ځینو څېړونکو ښودلې چې دا وایروس په هوا کې نه شي پاتې کېدلی، خو ځینو یې تر درې ساعتو پورې پاتې کېدل تائید کړي. 
     
    د ناروغۍ ځنځیر څه شی دی؟ 
    د ناروغۍ ځنځیر هغه لاره ده چې وایروس یې طی کوي تر څو بل شخص ته د وایروس انتقال صورت ونیسي. د مرض ځنځیر شپږ مرحلې لري او انتقال یوازې هغه وخت صورت نیولی شي چې دا ۶ واړه مرحلې موجودې وي. یعنې په دې معنی چې موږ کولی شو دا ځنځیر مات کړو. 
     
    د مرض د ټولو ۶ برخو د شتون په صورت کې وایروس انتقالېږي او دا پروسه د ناروغۍ د ځنځیر په نوم یاديږي. 
     
    لومړی یې د انتاني ناروغۍ اجنټ دی؛ کوم چې د مرض سبب کېږي. دا ښایي وایروس، باکتریا او فونګسي اوسي. 
     
    دویم یې زیرمتون دی؛ یا هغه ځای چې د انتاني ناروغۍ اجنټ پکې ژوند کوي/ پاتې کېږي. دا کېدلی شي انسان، حیوان، نبات، خاوره او یا اوبه اوسي.
     
    درېیم یې د وتلو درشل دی؛ یا هغه لار چې د انتاني ناروغۍ اجنټ پرې له بدن/ جسم څخه وځي. دا کېدای شي خوله اوسي لکه کله چې څوک ټوخی او پرنجی کوي. دا کېداشي یو زخم اوسي لکه کله چې نفر زخمي شوی اوسي او وینه تري وبهیږي او یا د رفع حاجت په صورت کې وځي. 
     
    څلورم یې د انتقال حالت دی؛ یا د کوم په وسیله چې د انتاني ناروغۍ اجنټ د یو شخص نه بل شخص ته انتقالېږي. دا ښايي د څاڅکو له لارې وي، د مستقیم یا غیر مستقیم تماس له لارې وي او یا هم د هوا له لارې وي. 
     
    په ځنځیر کې پنځم یې د داخلېدو حالت دی؛ هغه لار یا ځای چې د انتاني ناروغۍ اجنټ پرې د بل شخص بدن ته ننوځي. دا د وتلو له حالت سره یو شان دی، ښايي د خولې له لارې، د پزې له لارې، د سترګو له لارې او یا هم د ښکاره زخم له لارې وي. 
     
    شپږم یې حساس کوربه دی؛ دا ښايي ماشوم اوسي، د ډېر عمر شخص اوسي او یا د کمزوري معافیتي سیستم والا اوسي. د دې لپاره چې د دې وایروس د انتقال او انتشار مخه ونیسو؛ یوه کړۍ د دې ځنځیر باید ماته کړو.  
     
    اوس پوښتنه دا ده؛ ایا موږ د ناروغۍ ځنځیر ماتولی شو؟ 
    هو، موږ کولی شو. هر یو له موږ کولی شو د کویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدل کم او مخنیوی یې وکړو. 
    څنګه ځان وساتو او مخه یې ونیسو؟ 
    • لاسونه ډېر ځله او د ډېر وخت لپاره پر صابون ومینځو او یا لاسونه ژر، ژر د ضد عفونې مایع په کارونې سره پاک کړو.
    • د توخي او پرنجي پر وخت خولې ته کاغذي دسمال ونیسو او هغه نه وي نو پر خپل د ټوخي یا پرنجي پر وخت خپله خوله پر خپل مټ کېږو. تر څو نږدې کسان د هر ډول تماس څخه وساتو. 
    • خپل کاري/ ورځنی محیط پاک او د مرض ضد دوا (ضد عفوني) وکاروو. 
    • فاصله مراعت کړو. له ځان لرې وساتو. د لاسونو ورکول، روغبړ او نږدیوالي څخه ځان وساتو. لږ تر لږه د یو نیم متر څخه تر دوه مترو لرې والی په نظر کې ونیسو. 
     
    په دې متن کې عامو خلک لپاره د ماسک کارولو او دستکشو په کارولو ټینګار نه دی شوی. د دې لپاره د صحي کارکوونکو او هغه څوک چې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو خدمت کوي د هغوی لپاره یې په کارونه تآکید شوی دی. دا چې اوس د ماسکونو جوړونکي ډېر شوي دي او موږ ټول یې د پیرلو توان لرو، نو غوره ده چې ماسک وکارول شي. 
     
    کرونا به جدي ګڼو. د خپل ځان او خپلو کورنیو لپاره باید ټولې صحي او وقایوي لارښوونې عملي کړو.