د نړۍ لس تاوده هېوادنه


اقلیمي بدلون اوس‌مهال یوه نړیواله موضع ده. د ځمکې کنگلونه هر کال ویلې کېږي او هر کال نړۍ نوره هم گرمېږي. اوس په هغو هېوادونو کې هم د گرمۍ نښې لیدل کېږي، چې څو کاله مخکې یې گرمي نه پېژندله. د ځمکې کُره د اوبو او هوا له نظره جلا ځانگړنې لري. ځینې ځایونه یې معتدل، ځینې یې ډېر تاوده او ځینې ځایونه یې ډېر ساړه دي. په ځینو هېوادونو کې انسانان ټوله ورځ خوله وي، اوبه ترې څاڅي او مجبوره دي چې د ورځې څو ځلې ولامبي. په تودو سیمو کې د ډېرې گرمۍ له امله له انسانانو یو ډول بوی ځي او خلک ورسره واټن نیسي؛ ځکه د خولې د بوی له لاسه ورسره نږدې کېدل سخت وي. د دغو سیمو خلک د کال ډېره برخه کې په سخته گرمۍ کې تېروي او ژمی یې هم دومره سوړ نه وي. خو د ځینو هېوادونو هوا دوه سړه ده چې شپه او ورځ پکې د تودوخې درجه منفي ۱۷ ته رسېږي. انسان له خپل اقلیم سره سم ځان جوړوي. اوسني انسانان نه له ډېرې گرمۍ او نه له ډېرې یخنۍ خپل ځایونه پرېږدي، بلکې د ژوند تر پایه ورسره مقاومت کوي. که د ډېرې گرمۍ خبره شي، کېدای شي ستاسې ذهن ته د جلال اباد، یا د پاکستان د کوم ښار او یا د هندوستان گرمي دریاده شي؛ خو په نړۍ کې له دې ډېرې گرمې سیمې هم شته.

۱: لیبیا: لیببا د نړۍ گرم هېواد دی. په ۱۹۲۲ز کال کې په دغه هېواد کې د تودوخې درجه ۵۷،۸ ته رسېدلې وه او په نړۍ کې یې د لوړې تودوخې لقب خپل کړی و. د لیبیا خلک د ډېرې گرمۍ له امله د پوستکي او لاسونو څخه پېژندل کېږي. په لیبیا کې پراخه دښتې او سختې گرمۍ د خلکو ژوند ډېر سخت کړی او په دغه هېواد کې ژوند کول واقعاً سخت دي.

۲: سعودي عربستان: سعودي عربستان هم د نړۍ له گرمو هېوادونو څخه دی، چې د دوبي په موسم کې یې د تودوخې درجه ۵۴ سانتي گراد ته رسېږي. سعودي د منځني ختیځ له بډایه هېوادونو څخه دی او ډېری خلک یې شتمن دي. سعودي پراخه دښتې لري او حکومت یې تراوسه نه دی توانېدلی چې دغه دښتې ودانې کړي او یا یې زرغونې کړي. په سعودي کې د سپېرو دښتو له امله د تودوخې درجه ډېره لوړه وي.

۳: عراق: عراق نه یوازې له جگړو ځورېږي، بلکې له سختې وچکالۍ او ډېرې گرمۍ سره هم لاس او گرېوان وي. د عراق په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۸ نه تر ۵۴ سانتي گراد پورې رسېږي. د ژمي په موسم کې د عراق په ځینو سیمو کې ډېره کمه واوره ورېږي؛ خو ډېرې سیمې یې گرمه هوا لري.

۴: الجزایر: الجزایر د افریقايي هېوادونو هوا تقریباً یو شان ده او الجزایر ترې هم مستثنی نه دی. دغه هېواد واورین غرونه هم لري؛ خو بیا یې هم هوا ډېره گرمه ده. په دوبي کې د الجزایر هوا له ۵۰درجو نه تر ۵۳سانتي گراد درجو پورې رسېږي. په ساحلي سیمو کې یې ورښتونه هم ورېږي؛ خو مرکزي سیمې یې بیا هم ډېرې گرمې دي.

۵: ایران: ایران هم د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی چې ډېره گرمه هوا لري. ایران د کال څلور فصلونه لري. د ایران شمالي سیمې د غرونو په واسطه پوښل شوي او د تودوخې درجه پکې له ۲۹سانتي گراد څخه نه لوړېږي؛ خو سویلي سیمې یې بیا ډېرې گرمې دي او په دوبي پکې د هوا درجه تر ۵۰سانتي گرادو پورې رسېږي. د ایران د گرمو سیمو اوسېدونکي اړ دي چې له سختې گرمۍ سره مبارزه وکړي او خپل ژوند پکې تېر کړي.

۶: عُمان: عُمان عربي هېواد دی او د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي، چې ډېره گرمه هوا لري. په عُمان کې د کال شپږ میاشتې د هوا د تودوخې درجه له ۵۰ نه تر ۵۳سانتي گراد پورې رسېږي. د عُمان دولت هڅه کړې چې خپلو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې له سختې گرمۍ سره مقابله وکړي. بسونه، بس تم‌ځایونه او نور وسایل یې ورته چمتو کړي دي. د عُمان په غرونو ورښتونه ورېږي؛ خو ډېر محدود دي.

۷: سوډان: سوډان یو له هغو افریقا هېوادونو څخه دی چې د تودوخې درجه پکې ۵۲سانتي گراد ته رسېږي. سوډان لویې، سوځوونکې او وچې دښتې لري، چې خلک یې له سختو ستونزو سره لاس او گرېوان کړي دي. په سوډان کې د وچو دښتو له امله دغه هېواد له سختې قحطۍ سره هم مخامخ کړی دی، چې هم یې د حیواناتو او هم یې د انسانانو ژوند پکې سخت کړی. په دغه هېواد د نشت برابر ورښت ورېږي.

۸: هندوستان: هندوستان څلور فصلونه لري او په ډېرو برخو کې یې د تودوخې درجه تر ۵۰سانتي گراد پورې رسېږي. د دغه هېواد په لوېدیځو، سویلي او مرکزي سیمو کې ډېر ورښتونه کېږي، چې هوا پکې یوازې د څو ساعتونو لپاره ښه کېږي. گوا او کیرالا یې هغه ایالتونه دي چې د ژمي په موسم کې هم ډېر گرم وي. عموما د ژمي په موسم کې هندوستان د چکر لپاره ښه ځای دی او گڼ بهرنیان ترې لیدنه کوي.

۹: سومالیا: سومالیا د افریقا له ناامنو هېوادونو څخه دی. په دغه هېواد کې ورښتونه د نشت برابر دي، چې له امله یې خلک له لوږې، قحطۍ، د خوړو له نشتوالي او د اوبو له کمښت سره مخ دي او ډېری ماشومان یې سمه وده نه‌شي کولی. په سومالیا کې د تودوخې درجه تر ۵۰سانتي ګراد پورې رسېږي او هر کال له سختې وچکالۍ سره هم مخ وي.

۱۰: میکسیکو: میکسیکو د امریکا د لویې وچې هېواد دی. که تاسې په هالیووډ فلمونو کې د دغه هېواد وچې دښتې او خطرناک ځایونه لیدلي، نو دغه هېواد رښتیا همداسې هم دی. په دغه هېواد کې د تودوخې درجه تر ۵۰سانتي گراد پورې رسېږي. د ژمي په ساړه موسم کې ډېری سیلانیان دغه هېواد ته مخه کوي او د میکسیکو له ښکلو ساحلونو، سپینو شگو او پاکو اوبو څخه لیدنه کوي. میکسیکو لرغونی تاریخ، بډایه کلتور او پخوانی میراث لري.