پرلیکه (انلاین) زده کړې، ستونزي، مؤقتې حل لاري او د Google Classroom اپلیکیشن پیژندنه

پدې لیکنه کې مو لاندي موضوعات څیړلي دي:
د پر لیکه (انلاین) زده کړو په اړه لنډ معلومات، د انلاین زده کړو پر وړاندې شته ستونزې او ننګوونې، مؤقتي حل لاري او د Google Classroom اپلیکیشن پیژندنه، استعمال او د خصوصیاتو پیژندنه چې په اوسني وخت کی د افغانستان په ډیرو خصوصي او دولتي پوهنتونونوکې د انلاین زده کړو لپاره کارول کیږي.
 
د کرونا وژونکې ویروس په خپریدا سره د افغانانو په شمول د ټولې نړۍ انسانانو ژوند متضرر او د هر ډول فعالیتونو، بوختیاوو او سیستمونو ترڅنګ یې د زده كړو بهير هم له خنډ او ځنډ سره مخ كړى دی. د دې لپاره چې د ښونځیو زده کوونکي او د نیمه لوړو زده کړو او د لوړو زده کړو محصلین له دې وژونکې ویروس نه خوندي پاتې شي؛ په بېلا بېلو هېوادونو کې په تدریجي توګه ښوونځي، پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه تړل شویدي. چې له امله یي په اقغانستان او ټوله نړۍ کې په میلیونونه زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې دي. خو په پرمختللې نړۍ کې د زده کړه یز بهیر د دوام لپاره د ټیکنالوژي او انټرنيټ په وسیله تمرکز شوی دی د انټرنیټ او پرلیکه زده کړو لپاره د شته امکاناتو نه په استفادي هرڅه پر لیکه (انلاین) دي.


بد بختانه چې په افغانستان کې د مهمو او اساسي  امکاناتو لکه (د قوي او داومداره انټرنیټ، برښنا او د انلاین زده کړو لپاره د منطم سیستم (LMS)، او داسې نورو ) د نه شتون له امله د زده کړو بهیر په ټپه دریدلی دی. پر دی سربیره، ډیری محصلین زیرک موبایل یا کمپیوټر نلري، یا یي د انلاین زده کړو لپاره کارولي نشي،  یا یي د انلاین زده کړو لپاره د کمزوري انټرنیټ له ستونزو سره مخامخ دي، او یا یی د غریبۍ له امله د انټرنیټ د بکسو د فعالولو لپاره پیسې نه لري.
 
که څه هم په پدي ورستیو کی د لوړو زده کړو وزارت د انلاین زده کړو لپاره د منظم سیستم د جوړولو او پلي کولو طرحه جوړه کړیده، خو د دي ماډل او طرحی پلي کول (implementation) به ډیر وخت ونیسي. د مؤفت وخت لپاره پکار ده چې بدیلې لاري ولټول شي ترڅو د شته امکاناتو نه په استفادي وکولای شو چې محصلانو ته په کورونو کی په انلاین ډول د زده کړو زمینه برابره کړو.

په دې موږ ټول پوهیږو چې د انلاین زده کړو لپاره د نورو خنډونو ترڅنګ ترټولو ستر خنډ د انټرنیټ نه شتون او یا کمزوری انټرنیټ دی، مؤقت حل یي زما په نظر دا دی چې که چیرې د لوړو زده کړو وزارت په ریښتیا غواړي چې درنو محصلینو ته د انلاین زده کړو موقع برابره کړي، باید د مخابراتو له وزارت سره د یو تفاهم له مخې د ټولوخصوصي او دولتي مخابراتي شبکو د انټرنیټ سرعت زیات کړي،  نوې انټرنیټي بکسې د فعالې او محصلینوته یي وړیا ورکړي او یا د بیي ورته راټیټې کړي. د محصلینو د هویت پیژندلو لپاره د پوهنتونونو نه مرسته غوښتلای شي. همدا شان په هغو سیمو کي چي انټرنیټ کار نکوي یا یې سیګنالونه کمزوري وي باید د امکان ترحده هغه سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
 
بهر صورت، اوس د ځینو ملګرو، په ځانګړي ډول د هغه محصلینو او زده کوونکو لپاره چې د انلاین زده کړو په مفهوم سم نه پوهیږي، غواړم چې د انلاین زده کړو په اړه لنډه رڼا واچوم. 
 
انلاین زده کړي څه شي ده؟ 
د معلوماتۍ او مخابراتو ټیکنالوژیو (ICT) په راتګ سره د انسانانو په ژوند کې د زده کړو په شمول هر اړخیز بدلون راغلي.  همدا شان د انټرنیټ د ګړندۍ سرعت، کمپیوټر ته لاسرسۍ، او د کافي او مناسبو بریښنایی خدماتو شتون او پرمختګ سره د انلاین زده کړو په چاپیریال کې هم دوامداره بدلون راغلی ده. 
 
د برښنایي یا انلاین زده کړو ته په انګلیسي کې بېلابېلې کلمې کارول کېږي لکه E-learning, Online learning, and Distance learning  او داسې نور ... چي په عموم کې دې ټولو کلمو مفهوم یو دی، خو په اوسني وخت کې برښنایي او د انلاین کلمې ډیرې کارول کېږی.
 
د آنلاین زده کړو لپاره  څېړونکي بېلا بېل تعریفونه لري، خو که په ساده ډول یي تعریف کړو؛ انلاین زده کړې هغه زده کړو ته ویل کېږي چې د انټرنیټ په وسیله صورت نیسي، او زده کووونکې کولای شي چې په هروخت او د نړۍ په هرګوټ کې لاس رسی ورته ولري.
همدا شان یو عالم Al‐Qahtani آنلاین زده کړې داسې تعریفوي: انلاین زده کړي هغه زده کړو ته ویل کیږی چې په ښه ډول ډیزاین شوي وی ، د زده کوونکو په د لچسپۍ متمرکزې وي، د زده کړو اسانه چاپیریال ولري، او د بیلا بیلو ډیجیټل ټیکنالوژیو په کارولو سره په هرځاي او هروخت کې د لاس رسۍ وړ وي. دلته له دې ډول جزیاتو تېریږو، چې د انلاین زده کړو سیستمونه باید څنګه ډیزاین او جوړ شي، کوم معیارونه باید په پام کي ونیول شي، کوم ډولونه لري او کوم یې ډیر اغېزمن او ګټور دي.


په انلاین زده کړو کې  څه دي؟
زما په فکر په انلاین زده کړو د ډیرو تر اوسه هم پوره سر نه دی خلاص؛ ډیری فکر کوي چی محصل ته د مضمون اړوند درسي موادو لکه سلایډونو، کتابونو، څېړنیزو مقالو او ویډیو لینکونو په لیږلوسره کیسه ختمه ده، خو په اصل کې دا یې برخې دي او پوره انلاین زده کړې ورته نشو ویلی. دا ډول زده کړې د اړتیا په اساس ښې، خو  دومره اغېزمنې نه تمامیږي ځکه چې په انلاین زده کړو کې د انلاین کلاسونو اخیستل، د محصلینو مصروف او فعال ساتل (Engagement)، د استاد او محصلینوترمنځ اړیکه ( (Interactionاو داسې نور ډیر مهم او اړین دي ترڅو محصلین تشویق شي چې د مضمون اړوند ټولي برخي(Sessions) وګوري او زده کړي.
 
د پورته ذکر شویو مواردو ترڅنګ، په انلاین زده کړو کې څو ټکي ډیر مهم دي چې باید په پام کې ونیول شي. د انلاین زده کړو منظم سیستم درلودل لکه (LMS)، د انلاین کلاسونو اخیستل او سیستم ته د ویډیو کلیپونو اپلوډ کول، د محصل او استاد ترمنځ اړیکه همدا شان د محصلانو (همصنفیانو) ترمنځ اړیکه (interaction)، محصلینو ته د کورنیو دندو سپارل او تنظیمول، د استاد لخوا محصلانو ته فیډ بک ورکول، د محصلانو ارزیابي (assessment)، د انلاین ازموینو اخیستل او درجه بندي،  د محصلانو ترمنځ په ډیسکشن فورمونو کی د موضوعاتوپه هکله بحث کول، د مختلفو ګروپونو له لارې د محصلانو ترمنځ مرسته او همکاري، په دقیق ډول د مضمون اړوند موادو (contents) ټاکل او داسې نور ...چې دي ته په اصل کې انلاین زده کړې ویل کیږي.


اوس د دې لپاره چې څنګه وکولای شو چې په انلاین ډول د شته امکاناتو نه په ګټه اخیستې سره د ګرانو محصلانو لپاره د مضمونونو اړوند درسې مواد چمتو او دوي ته یي په وخت ورورسو. د امکان ترحده هڅه وکړو چې محصلینو ته انلاین کلاسونه واخلو او د مربوطه مضمون ویډیو ګاني ورسره شریکي کړو، فیډ بک ورکړو، کورني دندي ورته وسپارو او د محصلینو سره په اړیکه کې او همکار واوسو.
 
په اوسنۍ وخت کې بعضي خلک د انلاین زده کړو په پار د واټساپ، فسبوک او ایمو له ګرپونو استفاده کوي. دغه  داسې ډول اپلیکشنونو دي چې ډیری محصلین ورسره بلد او کارول یې ډیر ساده او اسانه دي. ددغو په وسیله یوازی کولی شوی چی محدود کارونه تر سره کړو لکه د درسې موادو شریک کول، تبصري کول او داسې نور. دغه اپلیکشنونو د انلاین زده کړو لپاره  کوم منظم سیستم نلري او نه یې کارول دومره اغیزمن او ګټور کیدلی شي. دا باید یوازي په هغه وخت کې وکارول شي چې انټرنیټ ډیر کمزوری، محصلین د نورو سافټ ویرونو په پیدا کولو یا کارولو کې بیخي ستونزه ولري او د انلاین کلاسونود اخیستلو هیڅ امکان نه وي. د امکان په صورت کې باید تر ډیره د دغو اپلیکشنونو د کارولو څخه ډډه وشي او پرځاي یې نور بهتر سافټویرونه وکارول شي.
 
په واټساپ، فسبوک او ایمو سربیره داسې نور ډیر ښه اپلیکشنونه هم شته چی په انلاین زده کړو کې ترې ګټه اخیستل کیږي، لدوي ډیر ګټور او هم تجربه شویدي. په اوسني وخت کې د انلاین زده کړو لپاره په لسګونو اپلیکیشنونه کارول کیږي، خوموږ د انټرنیټ د سرعت، اسانه استعمال، شهرت، او موجوده وضعیت ته په کتو دا لاندي څلورو سافټ ویرونو(اپلیکیشنونو) انتخاب کړيدی، چې ترډیره تجربه شوي او ښه ثابت شوي دي. Google Classroom, Edmodo, Zoom, and Microsoft Team دا اپلیکشنونه در پیژنو او د هغوی په خصوصیاتو باندې رڼا اچوو.
 
موږ دا پورته څلور اپلیکشنونه په دوه برخو ویشو.

لومړي: ګوګل کلاس روم (Google Classroom) او ایډ موډو (Edmodo) دغو دواړو اپلیکشنونو د انلاین کلاسونو اخیستلو یا میټنګونو پرځاي د نورو مواردو لپاره ډیر کارول کیږي. لکه د درسي موادو پوسټ کول، محصلینو ته کورني دندۍ سپارل او د کمنټونو په واسطه د خپلو نظریو شریک کول او له یو بل سره مرسته کول او داسې نور. 


دوهم: Zoom and Microsoft Team دغه دواړه اپلیکشنونه د نورو هدفونو سره سره په عموم کې د انلاین کلاسونو، دفاع ګانو او انلان میټنګونو لپاره ډیر کارول کیږي.


څرنګه چې د افغانستان په ډیرو خصوصي او دولتي پوهنتونو کې د انلاین زده کړو په پار ګوګل کلاس روم Google Classroom  اپلیکیشن کارول کیږي، نو په همدۍ اساس د اوس لپاره یوازي په ګوګل کلاس روم تمرکز کوو.
 
 
د ګوګل ټولګۍ یا Google Classroom پیژندنه:
ګوګل ټولګي یو وړیا اپلیکیشن دی چې د ګوګل کمپنۍ لخوا ډیزاین شو، او د (Google for Education) پیکیچ یوه برخه ده. دغه اپلیکیشن د انلاین زده کړو لپاره یو فلټ فارم ده، چې په ذریغه یی  استادان او محصلین کولي شي چې درسي مواد لکه (کتابونه، سلایډونه، ویډیوي لینکونه او داسې نور ...) پوسټ کړي، محصلینوته کورني دندي وسپاري او تنظم یي کړي، د کمنټونو په واسطه استادان او محصلین یو له بل سره اړیکه ونیسي او مرسته وکړي، همدا شان استاد کولي شي چی محصلین کنترول کړی ترڅو چا ته اجازه ورکړي یا یي ورنکړي چې پوسټ او یا کمینټ وکړي. علاوه پردي د ګوګل ټولګۍ تنظیم کول، سیټینک، استعمال او کارول اسانه دي. ټول سیټینګ یي په څو دقیقې کې کیږي، خو Gmail ادرس ته اړتیا لري ترڅو موږ ګوګل ټولګي ته پری داخل شو.   
 
هغه څه چې د ګوګل ټولګي Google Classroom په کارولو سره یي ترسره کولاي شو.
لومړي: د خبرتیاوو خپرول او کلاس ته د درسي موادو اضافه کول Add announcements and lesson material:
استادان کولای شي چې درسی موادو پوسټ کړي او محصلینو ته د لوست، ازموینو، کورنیو دندو، او داسې نور... په اړه خبرتیاوو خپاري کړي. دا خبرتیاوو به محصلینوته د ګوګل ټولګي په صفحه ښکاره شي او پدی توګه به وکولای شي چې هرڅه ژر پیدا کړي. د هرکلاس لپاره په ګوګل ډریو (google drive) کي یو فولډر جوړیږي، او مستقیما د کلاس سره تړلي وي. استادان کولاي شي چی هغه فولډر ته د مضمون اړوند انځورونه، فایلونه، ویډیوګاني او داسې نور ... اضافه کړي او لینک یي په کلاس کی له محصلینو سره شریک کړي. 
 
دويم: ګوګل ټولګي Google Classroom ته د کورنۍ دندو اضافه کول Add assignments:
د خبرتیاوو د پوسټ کولو په شان استادان کولای شي چې د محصلینو لپاره کورني دندې هم کلاس ته اضافه کړي. پدی برخه کی استاد ته دا اختیارهم شته چې د کورنیو دندو د ترسره کولو لپاره وخت (Deadline) ورته وټاکي. پدې سره به محصلینو ته د کورنیو دندو د ترسره کولو وخت معلوم شي او هم به په کالییزه (Calendar) ټب کې ورته ښکاره شي. محصلین هم کولی شي چې خپلې کورني دندي کلاس روم ته وراضافه کړي.


درېيم: د کورنۍ دندو په اساس محصلینو ته نمري، ګرید ورکول Grade an assignment:
استادان کولی شی چې هغه کورني دندي وګوري او نمري ورکړۍ چې د ګوګل ټولکي کې یي محصلینوته سپارلي وې. سربیره پردي، د ګوګل ټولګي په ښي اړخ کي د استاد لپاره ځانګړي ځاي شتون لري ترڅو د محصل په کورنۍ دنده تبصره وکړي او بیا یي د فیډ بک په ډول محصل ته ولیږي ترڅو محصل پوهه شي چی څه یي غلط کړي. همدا شان د Marks په ټب باندي چی کلیک کړۍ ټولي هغه نمري درته ښایي چی په کلاس کۍ مو د محصلینو کورنیو دندو ته ورکړیدي.

 
څلورم: د محصلانو کنترول  او اداره کول Manage students:
کله چې په ګوګل ټولګې کې استاد یا استادان او محصلین د کلاس غړي وي، نو ټول کولای شي چې پوسټ وکړي او یا د تبصرو په ډول خپل نظرونه شریک کړي. په کلاس کۍ استاد کولۍ شي چی محصل یا محصلینو ته د پوسټ، تبصرو (comments) اجازه ورکړي یا نه. همدا شان استاد کولې شي یوازی بل استاد ته د پوسټ او یا تبصرو ورکولو اجازه ورکړي چي دا هرڅه په هغه استاد پوري تړلي دی دي چي دا کلاس یي جوړ کړیده. 
 

هغه څه چې په انلاین زده کړو کي اړین دی خو په ګوګل کلاس روم Google Classroom کی يی نشو کولی. 
 
لومړی: مستقیمي خبري اتري یا چاټینګ کول  Chat or Chatting: 
د کلاس غړي کولی شی چې په پوسټ شویو درسې موادو، کورنیو دندو او خبرتیاوو یوازي تبصره Comment وکړی. مګر ګوګل کلاس روم د چیټ کولو اسانتیا نلري ترڅو استاد او محصل په مستقیم ډول له یو بل سره همکار او په اړیکه کۍ واوسي. که استاد غواړي له خپلو محصلینو سره په مستقیم ډول تماس ولري، نو کولی شئ دوي ته بریښنالیک  (Email) واستوي.


دويم: د ټیسټ یا د ازموینو ټولز A Test or quiz tool:
که څه هم په ګوګل کلاس روم کي د (پوښتنو) د جوړولو لپاره ځینې امکانات شتون لري، خو دا کافي او مؤثر ندۍ. د ګوګل کلاس روم په کارولو سره موږ په منطم او مؤثر ډول انلاین ټیسیټ یا ازموینه نشو اخیستلای. 
 
د دي موضوع د حل لپاره بغضي بدیل اپلیکیشنونه شته، لکه تاسو کولی شئ د ګوګل کلاس روم کې دننه د نورو علمي اپلییکشنونو څخه ازموینې او کورنۍ دندي اضافه کړئ ، د بیلګې په توګه ، BookWidgets quizzes چې په اوتومات ډول درجه بندي کوي، او یا Google Forms  هم استفاده کولي شي. 
 
درېيم: د بحث لپاره د فورم نشتون  No discussion forum: 
 که څه هم په ګوګل کلاس روم کې ستاسو په خبرتیاوو او پوسټونو محصلین یوازي تبصري کولی شي چې دا دومره ګټوراو اغیزمن ندي. خو په موضوعاتو باندې د بحث (discussion) لپاره څه نلري. د دې موضوع د حل لپاره تاسو کولۍ شی چی له Padlet اپلیکیشن نه استفاده وکړي.
 
 
استاد څنګه کولي شي چې ګوګل کلاس روم  ته داخل او کلاس پکي جوړ کړي؟
دا لاندې لارښووني قدم په قدم تعقیب کړي.
لومړي: کله چي تاسو www.googleclassroom.com  لینک باندي کلیک وکړۍ، هلته د بریښنالیک یا ایمیل ادرس په کارولو سره ګوکل کلاس روم ته داخلیږۍ. یا کله چي تاسو ګوکل www.google.com خلاص کړي په ښې طرف کی یو بټن دی په هغه کلیک کړي، بیا په لیسټ کی google classroom پیدا کړی او د ګوګل ایمیل ادرس په کارولو ګوګل کلاس روم ته داخل شي. د استاد لپاره دا کار اسانه ده خو کلاس ته د محصلینو اډ کول خورا سخت کار دي. که چیري تاسو په سلګونه محصلین ولرئ نو باید هر یو کلاس ته اډ کړئ.
 
دوهم: په ګوګل کلاس روم کی لومړي کلاس جوړ کړۍ:
په ښې پورتني کونج کي د + په بټن باندي کلیک کړي، بیا create a class انتخاب کړي، دلته د کلاس په باره کی بعضي معلومات درنه غواړي هغه باید ډک کړي، د کلاس لپاره مناسب نوم وټاکۍ او بیا په Create باندی کلیک وکړي، چې پدې سره به ستاسو کلاس جوړ شي.
 
درېیم: محصلینو ته مو کلاس ته د ګډون لپاره بلنه ورکړئ: 
کله چې تاسو په ګوګل کلاس روم کي خپل ټولګی (کلاس) جوړ کړ، اوس کولی شئ خپلو محصلینو ته په کلاس کي د ګډون بلنه ورکړئ. استاد باید محصلینو ته کلاس ته د ګډون لپاره ځانګړي کوډ ورکړي، استاد کولی شی چی student ټیب ته لاړ شي هلته د خپل جوړ شوي کلاس کوډ ومومئ. محصلین باید لومړي ګوګل ګلاس روم ته د ایمیل ادرس په کارولو سره داخل شي، بیا په Join class باندي کلیک وکړي اود کلاس ځانګړي کوډ په کارولو سره چې استاد ورکړیده داخل شي، چی دا یي اسانه لار ده. 

دوهمه لار یي دا ده چی استاد محصل د ایمیل ادرس له لاري کلاس ته invite کړي. هر محصل باید Gmail ادرس ولري. دغه طریقه خورا سخت ده، که چیري تاسو ډیر محصلین ولرئ نو باید یو په یو کلاس ته اضافه (اډ) کړئ.
 
مبارک اوس ستاسو په ګوګل کلاس روم کی آنلاین ټولګی جوړ او برابر کړ، کولۍ شي لاسرسی ورته ولري.