روهي (جمعه/۱۵ د وري)، د بشري حقونو ملاتړو د سرېلانکا حکومت د هغه کړنو په اړه اندېښنه ښوودلې ده چې ياد هېواد کې د کرونا ويروس له امله د مړه شوي مسلمانانو ښخولو، جنازې او غسل ورکولو اجازه نه ورکوي.
بشير الحفي محمد هغه ۷۱ کلن مسلمان د سرېلانکا وګړی وو چې څو ورځې وړاندې د کوېډ-۱۹ له امله ومړ؛ پوليسو يې جسد کورنۍ ته وانه سپاره، ويې سوځولو او بيا يې ايرې د هند په بحر کې واچولې.
د بشير الحفي محمد زوی رسنيو ته ويلي دي چې د سرېلانکا پوليسو دوی ته د بشير الحفي محمد جسد ورښکاره نه کړ او اجازه يې ورنه کړه چې دفن يې کړي، بلکې هغه يې په اور کې وسوځولو.
د بشري حقونو ملاتړي وايي چې داسې کړنې په سرېلانکا کې د لږکيو مسلمانانو د ديني سپيڅلتياوو او اصولو پر وړاندې سپکاوی دی. له بشير الحفي محمد وړاندې د سرېلانکا حکومت يو بل مسلمان چې کرونا يې ژوند اخېستی وو، په اور کې وسوځولو.
د سرېلانکا حکومت روغتيا وزارت يو اعلاميه خپره کړې ده چې د کرونا ويروس له امله د مړو جسدونه بايد ونه مېنځل شي او همدا ډول ياد جسدونه بايد د پوليسو له خوا وسوځول شي.
هلته لږکي مسلمانان شکايت کوي چې دا ډول کړنې د مسلمانانو پر وړاندې سپکاوی دی او حکومت په لوی لاس هلته په شته لږکيو ظلم کوي.
وروستي