کرونا سره د مبارزې لپاره نړيوال بانک افغانستان سره سل مېلېونه ډالر مرسته وکړه 

روهي  (جمعه/۱۵ د وري)، نړيوال بانک په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې افغانستان کې د کوېډ-۱۰ د اخته کسانو درملنې او د دغه ويروس مخنيوي او پر وړاندې مبارزې لپاره يې افغانستان سره سل مېلېونه امريکايي ډالر مرسته منظوره کړې ده. 

ټاکل شوې ده چې دغه پيسې به په نېږدې وختونو کې افغانستان ته ورسيږي چې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې به د کرونا ويروس سره د مبارزې او روغتيا په برخو کې په مصرف ورسيږي. 
کابل کې د نړيوال بانک استازې هنري کرالي ويلي دي چې نړيوال بانک ژمنتيا لري چې په دې بحراني وضعيت کې د افغانستان دولت او ولس ترڅنګ ودريږي. 

د يادونې ده چې تېره ورځ له چينه د روغتيايي وسايلو لومړۍ چوپه افغانستان ته را ورسېده.