د کورونا ويروس له پیدا کېدو سره سم زموږ په معشره کې د خلکو تر منځ پدې هکله مختلف نظريات پیدا شو ، نو اړينه مو وګڼله چې په دې اړه د شريعت له حکم څخه پوه او خلک ورڅخه خبر کړو ، نو تحقيق مو شروع کړ او له لږې هڅې وروسته په دې اړه د دکتورمصطفی البعزاو تياره ليکنه په عربي ژبه مخ ته راغله نو کوښښ مو وکړ چې اکثر موضوعات له هغې څخه يواځې پښتو ژبې ته وژباړم او له تاسو سره يي شريک کړم ، هيله ده مفيد به درته تمام شي.
الحمد لله والصلاة علی رسول الله وبعد.
د نفس نسل او مال د ساتنې په هکله د شريعت مقاصد څرګند دي نو په همدې سبب شريعت له داسې شخص سره له مخالطې څخه منع کړېده چې هغه په ساري ناروغۍ اخته وي او په شرعي نصوصو کې له پلټنې څخه دا خبره په وضاحت سره معلومېدای شي.
په همدې اساس نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي : ( انّ من القرف التلف ) (۱)
ژباړه : بېشکه په ملامست ( يوځای والي ) کې هلاکت د نفس دی.
او د صحي حجر په اړه د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) تګلاره واضحه ده او هغه دا چې هغه مريض بايد لرې کړی شي چې د هغه د ښه کېدو طمع نه وي ، لکه مجذوم .په دې اړه مبارک (صلی الله عليه وسلم ) فرمايي: (اجعل بينک وبين المجذوم قدر رمح او رمحين)(۲)
ژباړه : ستا او د مجذوم تر منځ د يوې يا دوو نېزو په اندازه فاصله وګرځوه ، يعنې له مجذوم څخه په دومره فاصله کې لرې وسه .
او صحي حجر مفهوم دا دی چې د هغو خلکو کارونه ( ټول فعاليتونه) او راشه درشه محدوده کړی شي چې هغوي روغ صحت لري او همدارنګه هغه حيوانات چې روغ دي او د ساري مرض د خپرېدو په وخت کې په دې ناروغۍ باندې د اخته کېدو له خطر سره مخ دي .(۳)
او د نفس د صحت د حفاظت په اړه د شريعت امر د ساري ناروغۍ لرونکي کس لرې ساتل دي له روغو کسانو څخه ، پدې اړه نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) فرمايي : ( لايورد ممرض علی مصح )(۴)
ژباړه : ناروغ به په صحت مندو باندې نه وارديږي.
او پدې مبارک حديث کې له هغو ساري ناروغيو څخه وقايوي تدابير ذکر شوي دي کوم چې له يو انسان څخه بل ته انعکاس کوي لکه ، کوليرا، ټايفايډ، تور زيړی او يا په اوسني وخت کې کورونا او داسې نور.
او ددې موضوع په اړه د احاديثو له جملې څخه د نبي کریم ( صلی الله عليه وسلم ) دا قول دی چې : ( لا يحل الممرض بالمصح وليحل المصح حيث شاء ) (۵)
ژباړه : ناروغان به صحت مندو سره او صحت مند به له ناروغانو سره نه ګډيږي ، او روغ به سره ګډېدای شي څنګه چې مو خوښه وي.
او هر کله چې دا حديث د اجرب اوښانو په حق کې نازل شوی دی ، نو د انسان په حق کې مو څه خيال دی ، او لفظ هم عام ذکر شوی دی.
او له هغو حديثونو څخه پرته کوم چې پورته ذکر شو ، پدې موضوع کې نور احاديث هم ذکر شوي دي ، دهغوي له جملې څخه:
ــــــــ د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) دا قول :( فر من المجذوم کما تفر من الاسد ) (۶)
ژباړه : په جذام ناروغۍ باندې له اخته کس څخه داسې وتخته لکه څنګه چې ته له زمري څخه تختې.
ــــــــ روی مسلم انه کان في وفد ثقيف رجل مجذوم ، فارسل اليه النبي ( صلی الله عليه وسلم ) ( انا قد بايعناک فارجع ) (۷)،
يعنې کله چې د ثقيف قبيلې يوه ډله نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ته د بيعت لپاره راتلله ، نو په هغوي کې يو کس د جذام په ناروغۍ اخته وو، نو مبارک ( صلی الله عليه وسلم ) هغه ته يو نفر ولېږل او ورته وه يي ويل ستا بيعت له موږ سره شوی دی او ته بېرته وګرځه.
نو موږ استنباط کولی شو د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) له دې قو ل څخه چې ( انا قد بايعناک فارجع ) دا چې رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) ټینګار کړی دی پدې باندې چې مجذوم سخص بايد د خلکو څخه جدا، او لرې وي تر څو نورو ته دا ناروغي انتقال نشي ، او پدې حديث کې له ساري ناروغيو څخه په وقايه باندې حرص په ډاګه معلوميږي.
او نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم) جذام له هغو خطرناکو ناروغيو څخه ګڼلی دی چې نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم) له هغو څخه پناه غوښتې ده ، مبارک ( صلی الله عليه وسلم) فرمايي : ( اللهم اني اعوذبک من البرص والجنون والجذام ، ومن سيئ الاسقام ) (۸)
ژباړه : ای پروردګاره زه په تاسره له ، برګي مرض ، ليونتوب، خوړونکي ( جذام ) او نورو بدو ناروغيو څخه پناه غواړم.
او پرته لدې چې ذکر شو، اسلامي فقهاوو په خپل وخت کې له ساري ناروغيو څخه د ژغورنې په موخه په يو لړ وقايوي تدابيرو کې پراخه ونډه اخيستې ده.
تر دې چې فقهاوو نه يواځې دا چې خلک يي له ساري ناروغانو سره د اوبو له څښلو منع کړي دي او پدې يي بسنه کړې ده بلکې هغه ناروغان يي د شيدو، پنير، د چرګې هګۍ ، سرکې او داسې نورو شيانو له خرڅولو څخه هم منع کړي دي . امام برزلي ( رحمت الله عليه) فرمايي: او ضرر رسوونکي (په جذام مرض اخته کس) به د غوړو، سرکې ، ټولو مايعاتو، شيدو، پنير او د چرګې هګيو له خرڅولو څخه منع کيږي.
(۹)
نو په همدې سبب مخکې له خرڅولو څخه ددې مبيعاتو پاکول پکار دي تر څو مرض پکې نورو ته انتقال نه شي.
او د جامعې له روغ صحت څخه د حمايت په موخه امام نووي قول کړی چې په ساري ناروغۍ مريض کس به له نورو خلکو څخه جلا کيږي، داسې يي ويلي دي: (قاضي وايي : مجذوم به له مسجد او خلکو سره له اختلاط څخه منع کيږي) (۱۰)
او د هغو امراضو له جملې څخه چې فقهاوو ساري ګڼلي دي يوه ناروغي د طاعون ( وبا ) هم ده ، چې له هغې څخه د ځان ساتنې په موخه د وقايوي تدابيرو په برخه کې ډېر احاديث ذکر شوي دي ، دهغوي له جملې څخه.
ــــــــــ د حديث مفهوم ( بخاري او مسلم روايت کړی چې کله په شام کې د طاعون مرض خپور شو ، نو عمر (رضی الله عنه) خبر نه وو چې شام ته يي حرکت وکړ ، کله چې هغه سرغ نومې ځای ته ورسېد ،له دې پيښې څخه خبر شو ، نو عبدالرحمن بن عوف (رضی الله عنه) ورته خبر ورکړ چې رسول الله ( صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : ( کله چې په کوم ځای کې تاسو له دې مرض څخه خبر شوئ ، نوبيا نور مخکې مه ورځئ ( هغې سيمې ته مه ورځئ ) او کله چې تاسو په همدې سيمه کې ياست او دا مرض پکې پیدا شو ، نو بيا له دې سيمې څخه مه تختئ ) نو بيا عمر (رضی الله عنه) له همدې سرغ نومې ځای څخه بېرته راوګرځېد . د حديث متن دلته کتلی شی (۱۱)
او د طاعون په معنی باندې جرب (د پوستکي يو قسم بيماري) او ټولې معاصرې ساري ناروغۍ هم دي ، لکه انفلووينزا ، د ايبولا ويروس او داسې نور لکه کورونا ويروس.
او په مخکې وخت کې د ساري ناروغيو د وقايي په اړه يواځې د فقهاوو جهود او هڅه نه وه ، بلکې يو څه نور چې د فقهاوو جهود او هڅه يي تکميلوله ،هغه د مسلمانو ډاکټرانو زحمت او کوښښ وو، چې له دې ناروغيو څخه د مخنيوي په موخه د وقايې او علاج په اړه يي مختلف تأليفات کړي وو ، لکه ابن سينا ، ابن مروان الاندلسي ، الکندي ، ابن خلدون ، او داسې نور.
نو پورته دلايلو ته په کتو سره دا ويلی شو ، چې شريعت له داسې ناروغيو څخه د وقايي په برخه کې مهم او اړين سبق لري ، کوم چې موږ ته عمومي قواعد راښايي چې موږ يي بايد عملي کړو او له داسې افتونو څخه يي په رڼا کې ځان وژغورو.
د لا زياتو معلوماتو په موخه لاندې مراجع!
[1]– السنن الكبرى، لأبي بكر بن الحسين بن علي البيهقي، إعداد الدكتور: يوسف عبد الرحمن المرعشلي، دار المعرفة، لبنان، 9/347.
[2]– مسند الإمام أحمد بن حنبل (ت241هـ). تحقيق شعيب الأرناؤوط، محمد نعيم العرقسوسي، إبراهيم الزيبق، محمد أنس الحن، مؤسسة الرسالة. الطبعة الأولى. كتاب السلام، باب اجتناب المجذوم ونحوه رقم: 2231.
[3]– جوهر الإعجاز الطبي في الإسلام، لأحمد المريسي حسين جوهر مكتبة الأمان، بالمنصورة، الطبعة الأولى، 1420هـ1999م ص: 35 نقلا عن منظمة الصحة العالمية. مكافحة الأمراض السارية ص: 71.
[4]– صحيح مسلم، كتاب السلام، باب لا عدوى ولا طيرة ولا هامة ولا صفر ولا نوء ولا غول ولا يورد ممرض على مصح رقم: 2221.
[5]– قضايا بيئية وصحية، للدكتور أحمد سعيد الرفاعي، مكتبة الملفوف للطباعة والنشر، صنعاء. ص: 52-53.
[6]– صحيح البخاري، كتاب الطب، باب الجذام، رقم: 5707.
[7]– صحيح مسلم، لأبي الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري (ت 261هـ). إشراف ومراجعة: الشيخ صالح بن عبد العزيز بن محمد آل الشيخ. دار السلام للنشر والتوزيع. الرياض. الطبعة الثالثة1421هـ2000م، كتاب السلام، باب اجتناب المجذوم ونحوه رقم: 2231.
[8]– سنن أبي داود، كتاب الصلاة، باب: في الاستعاذة، رقم 1554.
[9]– فتاوى البرزلي 3/221..
[10]–. صحيح مسلم بشرح النووي 14/188
[11]– صحيح البخاري، كتاب الطب، باب ما يذكر في الطاعون، رقم: 5397
وروستي