مونږ چې واړه وو کله

مونږ چې واړه وو او کله به چې د نوروز یا نوي کال ورځ رانېږدې کېده، په دې ورځو کې به په پولو او پټیو کې چا په خپل سر کار نه کاوه، ویل به یې چې لاس نه دی پورې شوی، د لاس پورې کېدل به داسې کېدل، چې په کلي کې به یو تقوادار او دین دار سپین ږيری په نښه کېده، چې د نوروز په ورځ به یې ښه ځان وینځلی و، پاکې جامې به یې اغوستې وې د لمر له راختو وروسته به یې د نفل لمونځ کړی و، کلیوال به ورته د باندې په پټیو کې انتظار وو، چې اوس به پلانی راځي او لاس به پوري کوي، کله به چې ټاکلی کس له کوره راوتو؛ نو د کور میرمنو به د جوارو د ګلو یانې د جوارو پولۍ چې په کور  کې به یې ګل کړې وې هم له نوموړي کس سره د پټیو منځ ته وروړې، یاد کس به لومړی له ټولو کلیوالو سره ستړي مشي وکړل، له هغه وروسته به یې دوعا وکړه، بیا به یې  په یوم  یو څو ګامه ځمکه واړوله او یا به ورته کلیوالو قلبه تړلې وه غوایان به ولاړ وو، ټاکل شوي کس به د سپارې لاستی ونېوه او قلبه به یې پیل کړه. له دې سره به کلیوال خوښحال شول چکچکې به یې وکړې او د جوارو ګل  به یې د میوې یا شرینۍ په شکل کې په حاضرو خلکو ووېشل، دا وو د لاس پورې کېدل.

تر دې وروسته به هر چا په خپلو پولو او پټو کې کار پیل کړ، په دې دود باندې زما د کلیوالو اتفاق راغلی و، دوی یې یو موټی ساتلي وو؛ خو کله چې ملا یانو د دغې ورځې د حرام والي فتواوې ورکړې، زما کلیوالو هم دا دود پرېښود او ورسره اتفاق هم له کلي کډه وکړه. بیا مې دومره خلک په یو ځای راټول شوي ونه لېدل.

بله خبره چې ښه راته یاده ده، هغه د واده خبره ده، کله به چې زمونږ په کلي کې د یو چا واده راروان و؛ نو که بل چا به ترې پوښتنه وکړه چې واده مو کله دی؟  نو ورته وبه یې ویل چې مسافر تللي دي، کله یې چې احوال رامالوم شي، نور نو واده تیار دی. په هغه وخت کې به اکثره مسافر  موټروانان او کلينډران وو، دوی به چې د هیواد په لري پراته ولایت کې هم وو؛ خو چې له دې به خبر شول چې په کلي کې واده دوی ته معطل دی؛ نو په راتګ به یې بېړه کوله، کله به چې کابل ته راورسېدل، له کابل به یې خالي موټر کلي ته د واده له پاره راوستل. د دوی په رارسېدو به واده پیل شو، په واده کې به ډول اتڼ و، د کلي په لویه میدانۍ کې به اتڼ روان و، له واړه راواخله تر زاړه پورې او له ملا راواخله تر حاجي پورې به ټول پکې حاضر وو. هر کس ته به خپله دنده ورسپارل شوې وه او دې کسانو به خپله دنده په ښه شان سر ته رسوله. مازدیګر مهال به ټول د اتڼ ځای ته راټول شول لومړی به یو مست اتڼ تر سره شو، وروسته به د کلي مشران چې همدلته به حاضر وو، کلیوالو ته د اتفاق او اتحاد خبرې وکړې، بیا به یې که په قام او کلیو کې له چاسره کومه خبره یا تړون شوی و، د هغه په اړه به یې کلیوالو ته خبرې وکړې او مالومات به یې ورکړل؛ خو ملایانو بیا هم د ډول او اتڼ د حراموالي قتوا ورکړه او کلیوالو ته یې وویل: که ډول مو وواهه نو پاخه شوي خواړه حرام او نکاح مو هم حرامه ده. په دې دودونو زما د کلیوالو تر منځ یو اتفاق راغلی و او دوی یې یو ځای ساتلي وو؛ خو کله چې دا دودونه له منځه ولاړل؛ نو ورسره زمونږ.د کلي اتفاق هم له منځه ولاړ.

 اوس د کلي په یوه برخه کې واده او د کلي په بله برخه جنازه روانه وي.