د غني قاطعیت  او د قطر سناریو 

په اوسني حساس حالت کې اړینه  وه او ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو او بهرنیو ستونزو او مسایلو (د هغه له جملې د قطر موافقو، بین الافغانی خبرو) په وړاندې د اساسي قانون سره سم غوڅ چلند غوره او په دې ډول د هیواد د دفاع په مورچل کې و دریږي.
 
په لومړیو کې دا اړینه وه چې د قطر د مذاکراتو ته یې ژور پام کړی او دا حالت یې په دقیقه توګه څارلی او په دې هکله یې د یو مستقل هیواد په توګه چلند کړی وای.
 
دا چې په قطر کې د افغانستان د پاره یوه سناریو د کابل په نشتون کې رامنځته شوه او اوس ددې سناریو  دوهم پړاو پیل کیږی نو د کابل ارګ ته اړتیا ده چې ددې مذاکراتو نوښت په خپل لاس کې واخلي او پرینږدي چې پنجاپستان او یا کوم بل څوک (د بین الافغانی خبرو) په بهیر اغیزه وکړي او دا بهیر په خپله ګټه  وڅرخوي.
 
د سناریو دويم پړاو:
دا چې اوس دا سناریو یو څه مخته ته تللي او اړینه بریښي چې دا ډرامه د افغانستان په ګټه پای ته ورسول شي نو دا ډیره ضروري ده چې د قطر د موافقو سره ساده چلند ونشي او په  دې اړوند اولسمشر خپل واک او اختیار د فاسدو کړیو او بدنامو تنظیمونو لاسته ورکړي.
 
خو داسې ښکاري چې د هغه شاوخوا فاسد، غوړه مال او ډارن کسان (د مختلفو فاسدو کړیو سره پټې او ښکاره اړیکي لري)، او د هیواد په خلکو په  توانایی باندې باور نلري نه پریږدي چې د هیواد اولسمشر د وطن په ګټه غوڅ ګامونه پورته کړي.
 
اوس په رسنیو کې د پلاوي د ترکیب په هکله د ځینو کسانو نومونه راځي چې ددې نومونو په  لیدلو سره د افغانستان بشپړ اکثریت خلک ناهیلي شوي دي او د قطر بهیر ورته هسې ډرامه ښکاره  کیږي.
 
د خلکو په باور دې پلاوي مشرتوب دا وړتیا نلري  چې د سولې بین الافغاني مذاکرت د هیواد په ګټه او په مثبت لوري سره مخته بوزي . د خلکو وايی چې دوی ځیني پخواني تنظیمي اړیکي ددې بهیر ستر خنډ دی. 
 
که څه هم د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي دي چې مقابل لورۍ نه غواړي ددې پلاوي سره خبرې وکړي . خو دا ډول ادعا ددې له پاره ندی چې دا پلاوی د دوي په طبعیت برابر ندی بلکې دا ډول ادعا ددې له پاره  تر سره کیږي چې غواړي د کابل حکومت تر فشار لاندې راولي او هم نړیوالو ته په ډاګه کړي چې همدوی دي چې د افغانستان په هکله خبرې کوي.
 
د ولسمشر قانوني صلاحیت:
د اساسي قانون سره سم د هیواد اولسمشر بشپړ اختیار او صلاحیت لري چې د هیواد داخلي او بهرني چارې د هیواد د ملي ګټو په بنسټ سره تظیم او خوندي کړي. هغه اړ نه دي چې د بهرنیانو او یا د داخلي  فاسدو، لوټمارو او جګړه مارو کړیو او ملیشايی ډلو سره مشوره وکړي او یا د هغوی فرمایشونه ومني. 
 
 د افغانستان اولسمشر د پاره اړینه وه  چې دې مذاکراتو ته قوي سیاستوالان چې ملي ګټو ته ژمن او په دې برخه کې یې پراخې تجربې او زده کړې درلودې غوره شوي وای. ددې پلاوي غړي باید بې پرې او په افغاني ټولنه کې د نیک نوم څښتنان واوسي او خلک د هغوی څخه ملاتړ وکړي.
 
لدې امله ددې پلاوي  په تشکیل کې باید وړتیا او وطندوستی معیار ګرځيدلي وای.
داسې ښکاري چې دا ټاکل شوی پلاوی به د مخامخ لوري په وړاندې به د ملي ګټو هیڅکله دفاع ونکړي او نه به ملي سرو کرښو ته کوم اهمیت ورکړي. دا ځکه چې ددې پلاوي اکثریت غړي په ملي یووالي، خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت او د خاورې په بشپړتیا باندې باور نلري او حتی ځینې یې د خلکو له خوا د ګاونډیانو سره په پټو اړیکو باندې تورنیږي.
 
داسې مهمو مذاکراتو ته د داسې یوه ټیم لیږل ددې په ځای چې  هیواد ته ګټور تمام شي د افغانستان په زیان تمامیږی او دا ټیم به هغه څه تر سره کړي چې په راتلونکي کې به د هیواد خلکو د پاره د سر دړد تمام شي.
 
د وسله والو بریدونو زیاتیدل:
د تش په نامه بین الافغانی مذاکراتو ته په داسې حال کې تیاري نیول کیږي چې په زابل ، بدخشان ، کابل ، کندز ، بادغیس او نورو سیمو کې د مختلفو بریدونو او چاودنو راپورونه ورکول کیږي . ددې بریدونو په پایله کې په سلګونو د پوځ سرتیري او عادي خلک وژل شوي دی. 
 
 تر ډیره بریده ددې ټولو بریدونو پړه د پنجاپ په پوځي سرچینو ور اچول کیږي. ددې بریدونو څخه موخه په کابل فشار راوړل دي تر څو د پنجاپستان غوښتنو ته تسلیم شي.
 
که څه د قطر په مذاکراتو کې په بشپړ اور بند باندې موافقه نه ده شوي خو د اورکم ژمنه شوي ده. مګر ددې بریدونو څخه ښکاري چې دا اورکم نه دی بلکې د پخوا څخه اور زیات دی.
 
د قطر د موافقو له مخې ددې مذاکراتو دوهم پړاو د بین  الافغاني خبر و دی. دا ځکه چې پنجاپستان هیڅکله نه غواړي د قطر په مذاکراتو کې د کابل حکومت د خبرو اصلي اړخ وي.
 
د کابل  بې اهمیته کول:
د  سناریو د بهیر څخه داسې ښکاره شوه چې د پنجاپستان هڅه کوي چې د افغانستان حکومت بې  اهمیته کړي تر څو چې پنجاپ وکولی شي خپلو موخو ته په افغانستان کې ورسیږی.
 
د پورتنیو فشارونو او داخلي مزدورو کړیو د بغارو  له امله کابل په غیر مستقیمه توګه اړ شو داسې یو بیکاره پلاوی د بین ا لافغانی  مذاکراتو د پاره وټاکي.
 
پنجاپستان د خپل بهرني دقیق سنجول شوي پلان له مخې ، د امریکا متحده ایالات دې ته اړ کړل چې په قطر کې ، د پنجاپستان د اجندا سره مذاکرات مخته لاړ او موافقې تر سره شي.
 
دا اړینه وه چې که چیرې د امریکا  متحده ایالاتو غوښتل ددې هیواد څخه ووځي دا خبرې یې باید د کابل حکومت سره کړي وای دا ځخکه چې دا حکومت د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون لري او ددې تړون له مخې هغوی باید تصمیم نیولی وای چې امریکانان د افغانستان څخه ووځي.
 
دا ځکه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د جمهوري دولت په وړاندې د پورتني تړون له مخې خينې مکلفیتونه  لري چې باید په هغه باندې ولاړ واوسي.
 
د افغانستان څخه د امریکايی پوځیانو په  وتلو سره د امریکا او کابل ستراتیژیک تړون خپل اهمیت د لاسه ورکوي او ددې وروسته کابل هم دا مکلفیت نلري چې هغه  عملي کړي. 
 
د جګړې په سرچینې د پړدې اچول:
د قطر مذاکراتو د جګړې په اصلي اړخونو باندې پړده واچوله  او د نړیوالو پام یې فرعي پیښو ته واړوه. په دې کې شک نه شته چې نیږدې ۴۰ کاله پنجاپی کلونیالیزم د خپلو بهرنیو او کورنیو موخو ته د رسیدو له پاره د تروریزم د وسلې څخه کار اخیستی او تر هغه چې پنجاپی استعماري – تروریستی اداره موجوده وي دا اداره به تروریزم را پالي او د خپلو ناوړو موخو د تر لاسه کولو د پاره به یې استعمالوي.
 
د افغانستان په ضد به د پنجاپستان جګړه او مداخله (تروریزم) به هیڅکله پای ته ونه رسیږي بلکې یوازې بڼه به یې بدله شي  او دا مداخله به په نوي بڼه او نوم سره بیا هم دوام ومومي.
 
دا ځکه چې د پنجاپستان (پاکستان) ستراتيژیک هدف، په بشپړه توګه د افغانستان له منځه وړل او د پښتنو غلام کول دي.
 
په دې کې شک نه شته چې د افغانستان جګړه بهرنی اړخ لري، خو د (بین الافغاني مذاکراتو) پیل به دې مسلې ته داخلي اړخ ورکړي چې دلته په خپله افغانان په خپلو منځونو کې جګړه کوي او بې ثباتي رامنځته کوي.
 
د قطر مذاکرات د پنجاپي استعماري – تروریستي پوځ له خوا په کلکه څارل کیدل او ډیر امکان لري چې تش په نامه (بین  الافغاني مذاکرات) هم د پنجاپي استعمار له خوا وڅارل شي او که دا مذاکرات د پنجاپستان د غوښتنو سره سم په مخ ولاړ نشي په هغه صورت کې امکان لري چې په ټپه ودریږي.
 
د قطر د سناریو بله برخه د بین الافغانی مذاکراتو ( بین الافغانی اوتو بوتو) برخه ده چې د کابل له خوا د و بیکاره پلاوي په جوړولو سره پیلیږي. داسې ښکاري چې د قطر د توطیې دوهمه برخه به هم د پنجاپستان د اجندا سره سم تر سره شي.
 
فعاله او ځواکمنه دیپلوماسي:
د قطر په مذاکراتو کې د افغانستان رول او اغیزه تر  ډیره بریده په نشت حساب و، او دا مذاکراتو مخته بیونکی یوازې کابل ته نمایشي سفرونه کول. خو کابل یې پېلمې ته کړ. په داسې حال کې چې په دې مذاکراتو کې د کابل رول باید ټاکونکي وای.
 
خو اوس دا پوښتنه را منځته کیږي چې د کابل په ارګ کې دا توان شته چې افغانستان ته د تباهۍ څخه  نجات ورکړي او د قطر توطیه، هملته په قطر کې شنډه کړي؟
 
حالاتو ته په کتو سره افغانستان دا توان نلري چې د پنجاپستان د ځواکمنې دیپلوماسۍ په وړاندې مقاومت وکړي دا ځکه چې په افغانستان کې  تر اوسه ددې سکتور کارکونکي د افغانستان ملي ګټې نه پیژني . د پنجاپستان د توطیو او پلانونو په هکله معلومات نلري او یا دا استعدادونه پکې نه شته چې د ځواکمنې دیپلوماسی له لارې وکولی شي افغانستان ته د سیاسی مذاکراتو  په میز نجات ورکړي.
 
په کابل کې اکثریت چارواکي بیکاره ، لوټمار او د خپلو جیبونو د پاره ژمن کسان و او دي. د کابل بهرني سیاست هم د داسې بیکاره کسانو لاسته لویدلی و او یا لویدلی دی چې د سیمې او نړۍ د حالاتو څخه بې خبر او د افغانستان ملي ګټې ورته جوتې ندي او یا په ملي ګټو باندې سوداګري کوي.
 
په  دې ټول پوهیږي  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې تنظیمی میراثي وزارت و ، ټول فعالیت یې په قومي تعصبونو او افغانستان ضد فعالیتونو باندې ولاړ و. همدارنګه په دولت کې هغو کسانو چې په بهرنی سیاست کې رول درلودل هغوی هم د افغانستان د خلکو په نزد وړ کسان نه و.
 
همدا خبره ده چې د افغانستان بهرنی سیاست د پیکاره کسانو ، په سیاست او دیپلوماسی کې بیسواده  لاسته لویدلی او دوی د افغانستان ملي ګټې نه شي درک کولی. دوی یوازې سیاست او دیپلوماسي په نیکټایی او سرمه ایی دریشي ګانو کې خلاصه کوي.
 
اشرف غني هم په خپله په دې سکتور کې  بیکاره او وطن نه ژمن کسان مقرروي همدا خبره ده چې اشرف غني په بهرنی سیاست او پالیسی کې ناکام پاتې کیږی. 
 
د بین الافغانی مذاکراتو د پاره د افغانی هیات غړي هم یی ښه مثال کیدای شي . دا غړي (چې په سیاست کې ماشومان او بیکاره کسان دي)  هیڅکله ددې توانايی نلري چې د مذاکراتو په بهیر کې د افغانستان د ملي ګټو ساتنه وکړي.
 
لومړی باید دا تعریف شي چې بین الافغاني مذاکرات څه ته وايی؟
ایا د جګړې اصلي اړخ افغانان دي او که بل څوک؟
باید وویل شي چې په  افغانستان کې د اوسني ناورین رامنځته کونکي افغانان دي او که ددې ناورین اصلي اړخونه نور څوک دي د افغانستان د ډیرو خلکو په ګومان د جګړې  اصلي اړخونه:
 

  • د امریکا متحده ایالات 
  • د پنجاپستان ( پاکستان) پوځ دی.
  • ایران
 
لدې امله :
  • تر هغه چې دا درې  اړخونه په افغانستان کې د ریښتیني سولې او امنیت په هکله موافقې ته نه وي رسیدلي ، تر هغه دلته د جګړې اور نه شي مړ کیدای.
  • تر هغه چې په افغانستان کې ځواکمن دولت رامنځته  شوی نه وي دا ډول دسیسې به شنډې نه شي.
  •  
    همدا خبره ده چې د بین الافغاني په نوم ډرامې هسې  اوتې بوتې او د وخت تیرول دي. 
     
    خو که چیرې داسې وګڼو چې د پورته اړخونو له خوا افغانان کارول کیږي او ددې له پاره چې افغانان د دوی له منګولو ووځي او مستقلانه د هیواد په برخلیک کې برخه واخلي نو باید  بین الافغانی خبرې اترې تر سره شي . د بین الافغانی خبرو اترو د پاره د کسان د غوراوي بهیر باید دقیق سنجول شوی وای:
     
    • داسې کسان خبرو اترو ته ولیږل شي چې د پورتنیو اړخونو تر اغیزې لاندې نه وي
    • په رښتیني توګه د خلکو استازي توب وکړای شي.
    • په سیاست او ډیپلوماسي کې پوره مهارت ولري
    • ملي ګټې وپیژني او په هغو باور  ولري.
    • افغانان و اوسي.
     
    بیکاره پلاوی:
    په  دې هیات کې وړتیا او وطندوستي په نظر کې نه ده نیول شوي بلکې زیاتره کسان یې په فاسدو او متعصبو کړیو پورې تړلي دي چې ملي ګټو څخه بې خبره  او یا کوم اهمیت ورته نلري. حتی دوی ته تنظیمي ګټې تر ملي یووالي او د خاورې تر تمامیت مهمې دي.
     
    همدا خبره ده چې د قطرد مذاکراتو پایله به منفي او د پنجاپستان په ګټه وي. ډیر امکان لري چې دوی به د پنجاپستان د اجندا سره سم کار وکړي.
     
    که چیرې ووایو چې اوس په دې پلاوي کې د بدلون راوستل ستونزمن دي . نو کیدای شي ددې ستونزې د اوارولو د پاره باید لاندې میکانیزم را منځته شي.
     
    د پلاوي د کنترول میکانیزم:
  • ددې پلاوي د پاره قوي مشاورین وټاکل شي او د پلاوي غړي بې د مشاوروینو د سلا څخه باید کوم ګام پورته نکړي او نه خبره وکړي.
  • د دوي د پاره باید د خبرو چوکاټ ترتیب او د هغه څخه هیڅوک باید بهر نه شي او دا لارښود باید په خپله د اولسمشر تر نظر لاندې تیر شي.
  • اولسمشر باید په ورځنی توګه دا خبرې اترې تر نظر لاندې ولري.
  •  
    د دې پلاوي غړو ته باید په خبرو کې سرې کرښې په ګوته شي چې د په دې ټکو خبرو کولو واک باید ددې پلاوي سره نه وي 
    سرې کرښې:
  • د افغانستان داخلي او بهرنۍ خپلواکي
  • اسلامی جمهوري نظام
  • اساسي قانون
  • بشري حقوق 
  • د ډیورینډ د منحوسې کرښې 
  • د پښتنو او بلوڅو اساسي حقوق 
  • د افغانستان نړیوال او سیمه ایز تړونونه
  •  
    باید په ډاګه  شي چې په سرو کرښو او ملي ګټو باندې معامله کول او یا خبرو تر سره کول ددې پلاوی د صلاحیت څخه بهر دي.
     
    باید د دواړو پلاوو غړي افغانان وي:
  • ټول هغه کسان چې د پلاوو او یا مشاورینو په توګه په خبرو کې برخه اخلي باید خپله او یا پلار یې د افغانستان د ظاهر شاه او یا د محمد داود د وخت  تذکره ولري او د هغه خپلوان ،کلی او کور په افغانستان کې معلوم وي. باید دا تذکرې په اساس کې وکتل شي چې جعلي ونه اوسي دوی باید په افغاني پاسبورټونو سره حرکت وکړي. 
  • د دواړو خواو پلاو کوم غړي چې دوهم تابعیت یې اخیستي وي باید د غړیتوب څخه وایستل شي. دا ځکه چې د افغانستان په قانون کې دوهم تابعیت ته اشاره شوي نه ده . له دې امله  هر هغه افغان چې بهرنی تابعیت اخلي په اتومات ډول یې افغانی تابعیت له منځه ځي.
  • د هیواد د ازادی ، خاورې تمامیت ، ملي  یووالي په ضد یې کوم فعالیت نه وي کړي.
  • په بشري حقوقو باندې په تیرې تورن شوی نه وي.
  • د بهرنیانو ( د هغې جملې د ګاونډیانو ) په استخباراتو کې یې کار کړی نه وي.
  •  
    د  خبرو په بهیر کې باید وغوښتل شي:
  • ټولو  افغانانو د پاره عمومي بښنه 
  • د ټولو افغانانو د ژوند ، شتمنی او ناموس خوندي کول
  • د جګړې د بندیدو تضمین 
  • په هیواد کې د ننه د ټولو تروریستي ګروپونو بې وسلې کول
  • د پنجاپستان او ایران د ټولو ښکاره او پټو مداخلو او لاسوهنو بندیدل
  • د امریکا د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو پوځونو د ستنیدو دپاره د زمینې برابرول
  •  
    رښتیني بین الافغاني مذاکرات باید داسې ځای کې تر سره شي چې هلته د پنجاپستان ، د امریکا متحده ایالاتو او یا د هغوی د متحدینو اغیزه موجوده نه وي. دوی په ازاده فضا کې وکولی شي خپلې ستونزې او امکانات سره شریک کړي او د ښه نیت په توګه د تفاهم ګډې لارې پیدا کړي.
     
    د بین الافغانی خبرو  ځای:
    د قطر هیواد په بشپړه توګه د (بین الافغانی خبرو) د پاره مناسب ندی . قطر هیواد دولت د پنجاپستان تر مستقیمې اغېزې لاندې دی او قطر به زیار وباسي چې  دا خبرې د پنجاپستان تر اغیزې لاندې راولي.
     
    باید ووایو چې د پورتنیو پلاوو تر منځ خبرې د بین الافغاني خبرو اصلي مفهوم نه افاده کوي. دا ځکه چې دا غړي د ملت له خوا غوره شوي نه دي بلکې د متعصبو او فاسدو کړیو له خوا غوره او ارګ ته  ورپیژندل شوي دي.
     
    د قطر د مذاکراتو څخه مختلف اړخونه مختلفې موخې لري . دا موخې د هیواد ټولو خلکو ته ښکاره دي خو په دې کې د پنجاپستان اصلي موخه، یو ځل بیا د افغانستان تباه کول دي. نو ځکه د افغانستان  حکومت باید هڅه وکړي چې دا مذاکرات د پنجاپستان د اغیزې وباسي او د افغانستان د ملي ګټو په محور یې راوڅرخوي.
     
    په پای کې:
    د افغانستان خلک او په  تیره بیا پښتانه باید په بشپړه توګه ډاډه واوسي تر هغه چې پنجاپستان (پاکستان) موجود وي افغانستان خلک به د سولې، ارامۍ او امنیت مخ ونه ويني.
     
    باید د افغانستان اولسمشر د افغانستان اړوند ټولو مذاکراتو ( د قطر په شمول)  نوښت او اداره په خپل لاس کې واخلي. او پرې نږدي چې افغان دښمنه هیوادونه خپله  پلانونه او موخې د افغانستان په خلکو باندې وتپي.
     
    باید ووایو چې د افغانستان ټول خلک د افغان اولسمشر څخه په ټولو سیاسي، اقتصادي ، امنیتي او ملي مسایلو کې د غوڅ چلند غوښتنه کوي او خلک د محمد اشرف غني  څخه غواړي چې په پنجاپستان او ایران کې د جوړو شوو د فاسدو او مزدور ډلګیو د مشرانو سره د سلا او مشورو سلسله ختمه کړي.