د کرونا ويروس يوه ستره ګټه چې پخوا يې نړيوال په تر لاسه کولو پسې سرګردانه وو 

 د کرونا وژونکې ويروس اوس مهال د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته رسېدلی دی چې تر شپږ لکه کسان يې نېولې او تر ۳۰ زره نور يې تر اوسه وژلي دي. 

دغه ویروس له انساني تلفاتو وراېخوا د خلکو پر ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی. په مېلېونه کسان يې بې کاره کړي دي، سوداګري يې ځپلې، د نړۍ د هېوادونو او وګړو ترمنځ يې اړيکې پرې کړې دي او همدا ډول په لويه کې انساني او ټولنيز ژوند ګډوډ کړی دی. 

د پورته ټولو ناخوالو او ستونزو سره - سره کرونا ويروس سبب شوی دی چې د نړۍ د يو شمېر سترو ښارونو د هوا د پاکوالي سبب شي.

 د امريکا متحدو ايالتو فضايي ادارې يا ناسا په خپره شوي انځورونو کې ښوودل شوې ده، چې په فرانسه، امريکا، هسپانيا، ايټاليا او يو شمېر نورو هېوادونو کې د سترو ښارونو هوا پاک شوې ده. 

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د خلکو په تګ - راتګ بنديز لګول شوی دی چې په پايله کې يې د موټرونو ګڼه - ګوڼه کمه شوې ده او د نړيوالې سوداګرۍ د محدويت په ترڅ کې فابريکو او سترو کارخونو خپل توليد کم کړی دی چې  پر هوا اغېز مثبت دی. 

د هوا او چاپيريال ککړ تيار له تېرو څو لسيزو د نړيوالو ستره اندېښنه ده چې  د مخنيوي لپاره په مېلېاردونه ډالر مصرف شوي او د نړيوالو مسايلو د سر مساله شمېرل کيږي.

 خو اوس مهال په دې اساس چې د کرونا ويروس مخه ونېول شي، د ګڼې - ګوڼې، انساني او صعنتي کړنو کموالی سبب شوی دی چې د نړۍ ستر ښارونه او په لويه کې نړيوال اقليم پاک وساتل شي. 

خپره شوي انځورنه چې  له فضا اخېستل شوي دي، په ګوته کوي چې په امريکا،  چين، ايټاليا، فرانسه، هندوستان، هسپانيه، جرمني، ايران او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د روان ۲۰۲۰ کال په فيبروري اومارچ مياشتو کې هوا ډېره پاکه شوې ده. 

د هوا او چاپريال ککړتيا له کالونو د نړيوال د اندېښنې او لومړيو موخو موضوع ده چې په تېر ژمې کې په افغانستان کې هم ککړې هوا د يو شمېر کسانو ژوند واخېست او يو شمېر نور يې د روغتونونو تر بسترونو ورسول.