د کرونا ویروس (COVID 19) پېژندنه او ورسره مبارزه

سریزه
درنو لوستونکو او محترمو هېوادوالو! غواړم د کرونا وایرس په هکله له معتبرو علمي منابعو او ژورنالونو څخه ستاسو لپاره یو څه راټول شوي معلومات شریک کړم. زه کوم ډاکټر نه یم خو د چاپېریال ساتنې کارپوه یم او نن سبا له یوه ټیم سره د خپل مسلک له مخې کار کوم چې له خیره په هېواد کې له دې وبا سره مبارزه وکړو. دا لیکنه زه یوازې د ځان له خوا کوم نه د کوم سازمان او یا کاري ګروپ له خوا. د لیکنې په پای کې به خپل موخذونه له دوستانو سره شریک کړم.  دا لیکنه د ډاکټرانو لپاره نه ده او یوازې د عامه ذهنیت د روښانولو لپاره تیاره شوې ده. 
د کرونا ویروس وبا علمي پېژندنه تر څو په خرافاتو لاسبري شو
د تېر میلادي ۲۰۱۹ کال د دسمبر د میاشتې په ۳۱ نېټه د چین حکومت اعلان وکړ چې د هغه هېواد د هوبې ولایت د ووهان په ښار کې د مرموزې سینه بندۍ زیاتې واقعې رامنځته شوې دي. د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په (۷) اوومه  نېټه چینايي چارواکو وویل چې دوی د (novel human betacornovirus) په نامه یو ویروس معلوم کړی چې د سینه بندۍ یاده ساري ناروغي یې رامنځته کړې ده. سمدلاسه دې ویروس ته د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) له خوا د (2019-nCoV) لنډ نوم ورکړل شو او بیا وروسته (WHO) د (SARS-COV-2) په نامه ونوماوه او اوس یې د (COVID 19) په نامه پېژني. د ۲۰۲۰ کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه د ویروس جینوم (Genome) وښودل شو او زر نورو لابراتوارونو زیات نور جزئییات د دې ویروس په هکله خپاره کړل. 
 
د جنېټیکي ارزونو له مخې د کرونا ویروس په څلورو لاندې برخو ویشل کېږي: 
the Alphacoronavirus, Betacoronavirus, Deltacoronavirus, and Gammacoronavirus او اوسنی ویروس په دوهمه ګروپ کې راځي. د دې ویروس نور ډولونه په مختلفو وختونو کې په چین، منځني ختیځ لکه سعودي او بیا په اماراتو کې زیات خلک وژلي وو. او دوو لمړیو ویروسونو تر اوسه انسان ته سرایت کړی دی او دوه نور یې لا تر اوسه په څارویو کې پیدا شوي دي.
 
لکه چې وویل شول د دې پخوانو ډول ویروسونو لکه د سارس (SARS) په نامه وایرس چې په (2002-2003) کلونو کې خور شوی و اوسني کرونا وایرس ته یې ورته والی درلود او هغه هم په چین کې پیدا شوی و، باور دی چې په «اسمان څکلکي» یا « شب پرک» کې راوټوکېده او انسانانو ته یې له لمړني اوسېدو ځایه چې فکر کېږي هغه  ‘Himalayan palm civet’ (Paguma larvata) او د رکون په نامه سپیو څخه یې و انسان ته سرایت وکړ، په ۲۹ ملکونو کې خور شو،( ۸۰۹۶) کسان ورباندې اخته شول او ۷۷۴ کسان یې ووژل. هغه بیا د نړیوال روغتیايي سازمان په مشرۍ او هڅو سره وپېژندل شو او د ګوښه کولو او قرنطین، تداوي او په څو میاشتو کې کنترول شو. 
 
 د (MERS-CoV) په نامه ویروس له(bat-CoVs (HKU4) and HKU5)  سره تړاو درلود چې بیا هم له اسمان «څکلکي» یا (شب پرک) سره تړاو لري، بیا اوښ ته انتقال شوی و او له هغه انسان ته او بیا له یوه انسان څخه بل انسان ته خور شو. مېرس په ۲۰۱۲ ام کال په په سعودي عربستان کې د یوه زاړه سړي چې په سینه بندۍ سره وفات شوی په بلغم کې وموندل شو، بیا په سعودي عرب کې نورو خلکو او وروسته یې دوبۍ او اماراتو ته سرایت کړی و. د پورته دواړو سارس او مېرس ویروسونو د وژلو سرعت د ۱۰ سلنه په شاو خوا کې و خو د خورېدو سرعت یې دومره نه و لکه د اوسني کرونا ویروس. د اوسني کرونا ویروس د خورېدو سرعت خورا زیات دی او خورا زیاتو خلکو ته په نړۍ کې په ډېره چټکۍ سره خپور شو.
 
دا ویروسونه د چاپېریال او نورو راز راز لاملونو له کبله خپل شکل بدلوي، په یوه حالت کې انسان ته نه انتقالېږي خو کله چې د مثال په توګه له اسمان «څکلکي» (شب پرک) څخه و سپي او یا اوښ ته انتقال شي بیا انسان ته انتقالېږي او له یوه انسانه بل ته نقلېږي. پوهېږو چې د انسانانو او حېواناتو تر منځ ګډ مرضونه شته او ورته (Zoonatic Diseases) یا د انسان او حیوان ګډې ناروغۍ وايي. 
 
همدارنګه، د اېبولا ویروسي ناروغي (Ebola Virus Disease, EVD) یوه بله ویروسي ناروغي  څو ډولونه ویروسونه لري او څو کاله مخکې د افریقا په زیاتو ملکونو کې خوره شوه او زیات خلک یې مړه کړل زیات وخت یې هم دوام وکړ. همدارنګه، په نېپال کې د ربیز په نامه یوه بله ویروسي ناروغي هر کال د سلو په شاو خوا کې کسان وژني او دا هم له څارویو و انسانانو ته نقلیېږي. 
 
په تاریخ کې د وبا راز راز ډولونه تېر شوي چې تر مشهور یې د تور مرګ په نامه مشهوره شوې وه او په ملیونو خلک یې د مرګ له کومی تېر کړل. دا هغه وبا وه چې ابن خلدون ورته په تاریخ کې د عطف نقطه ویلې وه. د عطف نقطه هغه وخت رامنځته کېږي چې بشري وجدان ته کوم ناورین ټکان ورکړی وي او بدلون غواړي، همدارنګه، دوهم نړیوال جنګ چې اروپا یې کنډواله کړه او په ملیونو انسانان په کې قتل شول هم د اوښتون نقطه وه چې په نړۍ کې زیات بدلونونه راغلل لکه ملګري ملتونه او منشور یې، بشري حقونه، د جنګ قوانین، د بیان ازادی او نور رامنځته شول.
 
د کرونا ویروس د چټک خورېدو لاملونه
د کرونا ویروس دا خاصیت چې زر او لږ تر لږه تر دوو اونیو پورې په ناروغ کې اعراض او علایم نه ښکاروي د زیاتو خورېدو لامل شوی دی. ځکه دا مسله د دې لامل کېږي چې ورباندې زیات اخته کسان نه خپله او نه نور  ورباندې پوهېږي، له فامیل، ملګرو، د کار په ساحه او سفر او نورو ځایونو کې له خلکو سره راشه درشه لري او زیات نور خلک هم په کرونا ویروسي وبا اخته کوي. د همدې خاصیت له کبله دي چې ایران په لمړي سرکې جدي ونه نیوله او ډکې ډکې مسافر وړونکې الوتکې له چینه ورته راتلې، په نوروز کې د ایران ۴۰ سلنه نفوس په میلو وتلی و او په مېلمستیاوو بوخت و. د اېټالیا صدر اعظم هم په ژړغوني غږ وویل چې په لمړي سر کې چې خلک خبر نه وو د دولت توصیه یې ونه منله، قرنطین، او ټولنیزه فاصله مراعاتول خلکو ته مسخره ښکاره کېدل او اوس په ناورین اخته دي، په ځمکه کوم وسیله ورته پاته نه ده یوازې له اسمانه د مرستې تمه لري. 
 
یو ايټالوی ژورنالیست چې مور او پلار یې دواړه د بېړنیو ناروغیو ډاکټران دي وایي: چې د اېټالیا حکومت بله اشتباه دا وه چې د کرونا ویروس وبا سره د مبارزې روغتیايي سیستم یې له نور عامه روغتیايي سیستم سره جلا نه کړ لکه څنګه چې چین دا کار وکړ. نو اوس ګورو چې د چین تجربه د SARS څخه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کالونو کې ترلاسه کړې وه او خپل عامه روغتیايي سیستم یې له نوي کرونا ویروسی سیستم څه بیل کړ او بریا یې تر لاسه کړه. 
 
په ایران کې بله ستونزه دا وه چې زیاتو بې علمه اخوندانو د خپل دولت خبره زر ونه منله، په امام رضا زیارت او دم دوا یې مسئله حل کوله، مدرسې یې د دولت په امر ونه تړلې، له معاصر طبابت او ساینس سره یې په دودیزو لارو چارو مقابله پیل کړه. د رهبرۍ او په سیاست په کچه یې هم رهبر وویل چې دښمن یعنی امریکا کرونا ورته رالېږلې ده. دا ټولې هغه تېروتې وې چې اېټالیا او ایران او نورو ملکون او عوامو یې کړې دي او اوس یې سزا ګوري. 
 
د کرونا ویروس وبا نور خطرناک اړخونه
کرونا ویروس په کمزورو کسانو چې د وجود دفاعي سیستم یې کاواکه وي ښه بریالی کېږي. د سیستم دا کمزوري که د زیات عمر، خوارځواکۍ او یا د نورو ناروغیو د شتون لکه شکرې او نورو له کبله وي نو د کرونا ویروس ته د ناروغ د پښو غورځول اسانېږي. د کرونا چټک سرایت د ټولنې اکثریت خلکو ته یو بل ناورین دادی چې د ملک روغتیايي سیستم په لنډ وخت کې د زیاتو ناروغانو ورتګ دی چې له کبله یې ټول روغتیايي سیستم تر خپل ظرفیت لوړ بار د زیات وخت لپاره نه شي وړلی، نو فلج او له کاره ولوېږي. هېڅ ملک دومره طبی وسایل، لکه وېنتلتر، ماسکونه، ډاکټران، نرسان، شفاخانې، امبولانسونه او یا نورې اسانتیاوې نه لري چې په دومره زیات لنډ وخت کې په دومره زیاتو ناروغانو پسې ورسېږي. 
 
له همدې کبله په امریکا کې د ټرمپ ادارې زیاتو فابریکو ته خواست وکړ چې طبی سامان الات، وسایل او نور د ضرورت وړ شیان جوړ کړي. خو سوال دادی چې خوار ملکونه به څه کوي. په هغو غریبو ملکونو به زیات فشار راځي چې خلک یې له روغتیايي پلوه کمزوري، بېوزله او بې علمه وي او په خرافاتو کې لګیا وي. حکومتونه او دولتونه یې ښه کادرنه، روغتیايي اسانتیاوې او کافي بودجه نه لري.
 
دیني ارشادات، خرافات او کرونا
 پرون بېګا مې د هېواد جید عالم مولوي صاحب عبدالسلام عابد په یوه تلویزیوني بحث کې لیده چې ویل یې: هغه ورځ خلکو غوښتل چې د ده له تاکید سره سره بیا هم په لاس ستړي مشي وکړي او ان غېږ ورکړي او دې خلکو ویل راځئ په خدای توکل وکړو او د کرونا پروا ونه کړو. مولوي صاحب ورته  وویلي و چې د توکل په معنی سم پوه شوي نه یئ. که تاسو په عالم اسباب کې خپله دنده نه وي تر سره کړې توکل کوې دا توکل نه دی. بیا یې هغو خلکو ته ویلي وو چې پیامبر علیه السلام یوه کس ته وویل چې اوښ لمړي وتړه بیا توکل په خدای ج وکړه، یعنې که ته اوښ ونه تړې او توکل وکړې سمه کار نه کوې. موخه یې داوه چې توکل، دعا او وسیلې کارول ټول مسلمان ته اړتیا ده. همدارنګه، یې د روغتیا کار کوونکو ته په غوږ نیولو او اطاعت توصیه وکړه چې دا د خلکو فرض ده چې د ځان او نورو مسلمانانو اوهېوادوالو د ساتلو لپاره باید د هېواد د روغتیايي کارکوونکو خبرې ومني او له اړندو چارواکو سره په اړوندو مسلو کې مرسته وکړی. 
 
د حیرانتیا ځای دادی چې زموږ په ملک کې داسې خلک شته چې هم ځان پوه، لوستی او عالم بولي، خو د پیامبر علیه السلام د صرح احادیثو او نورو دیني نصوصو سره په ټکر کې خرافاتو ته پناه وړي، ځان او نور خلک په ستونزو اخته کوي. د مثال په توګه نن سبا د نړۍ زیات پوهان زموږ د اسلام د پیامبر په دې حدیث استناد کوي: چې چېرې اوسئ او هلته وبا وه ورنه بل ځای ته مه ځئ او که بل ځای وبا وه تاسو هلته مه ورځئ. دا حدیث شریف او د نن ورځې د روغتیايي کارپوهانو د څېړنو په پای کې د قرنطین تر منځ څه تفاوت نشته او عین مفهوم لري. د الله رسول د جذام او نورو مرضو څخه د خدای تعالی په دربار کې پناه غوښتې ده. همدرانګه، کله چې یو کس راغی او د جذام په مرض اخته و او غوښتل یې ورسره بیعت وکړی نو یې ورته وویل چې له همغه ځایه یې بیعت مني او اړتیا نشته چې نېږدې ورشي. داسې نور زیات روایتونه شته چې د خدای پیغمبر د توکل او دعا تر څنګ د وسیلو کارولو توصیه کړې ده. په بل حدیث کې فرمايي: الله تعالی چې هر مرض استوي نو ورسره دوا یې هم استوي. د دې معنی داده چې هر مرض دوا لري او دوا پخپله وسیله او دنیايي اسباب دی. 
 
همدارنګه، لکه چې د اسلام ستر مدبر شخصیت حضرت عمر فاروق رض له شامه چېرې چې وبا خوره شوې وه بېرته راوګرزېده، نو نورو صحابه وو ورته وویل چې ایا د الله له تقدیره تښتي، ده ورته وویل چې هو د الله تعال له تقدیره د الله تعالی تقدیر ته پناه وړي. که په اوس زمانه کې وګورو چې خلک به سرطان، کلرا، د زړه په ناروغۍ او نورو مرضو اخته او مړه کېږي خو له دې کبله چې اوس عام شوي دي څوک خرافاتو ته پناه نه وړي. خو د کرونا غوندې ناروغي چې نا اشنا ده خلک و خرافاتو ته لاس اچوي.
 
زیاتو خلکو به اوریدلي وي چې څه وخت مخکې یوه اوازه شوه چې په کوم ځای کې دوه ماشومان پیدا شوي و، یوه زر خبرې وکړې او ویی ویل: په هغو قرآني کریمونو کې چې تلاوت کېږي دوه ویښتان چې یو سپین او بل تور دی پیدا شوي چې که څوک یې په اوبو کې واچوی او هغه اوبه وڅښي کرونا ورباندې اغیزه نه کوي. که به دې چاته ویل چې دا حقیقت نه لري او خرافات دي داسې ورته ښکارېده چې عقیده دې خرابه شوې ده. همدارنګه، د خپل تور چای د خرڅلاو لپاره داسې ښکاري چې کوم خدای ناترسه بیا ویلي دي چې بل ماشوم پیدا شوی دی، ویلی دي چې هلی تور چای وڅښئ چې د کرونا ټک او پتری دی او بیا مړ شوی دی. که زموږ زیاتو خلکو په دین کې پوهه درلودی، نو له ځانه به یې پوښتنه کړې وه چې ولې د پیامبر علیه السلام په ژوند کې د هغه صحابه ستر ستر یاران او د لښکرو سرقوماندانان په وبا شهیدان کېدل خو ده یې مخه نه شوی نیولی، نو نن دا ماشوم ته چا دا معجوزه غوندې قدرت ورکړي چې د پیدایښت نه سمدلاسه خبرې وکړي او بیا غیب ووايي. 
 
ځینې کم علمه خلک شاید داسې فکر وکړي چې خیر دی د خلکو عقیده به ټینګه شي خو خبر نه دي چې همدا خرافات دي چې تر څه وخت وروسته د دین نوم هم بدوي او یو شمېر خلک داسې فکر کوي چې دین همداسې د خرافاتو یوه مجموعه ده او ورباندې یقین یې کم او ورنه مخ اړوي. 
 
د کرونا ویروس وبا او نورو ورته ناروغیو سره مقابله 
دا سمه ده چې د کرونا ویروس وبا سره د مقابلې په لمړي قطار کې زموږ اتل روغتیايي کارکوونکي ولاړ دي او لاسونه یې په سرو کې نیولي دي. الله تعالی د ورسره مرسته وکړي او په خپل امان کې یې د وساتي. تر اوسه په نړۍ کې په زیاتو ملکونو کې انساني طبابت، وترنري او د چاپېریال روغتیا، د چاپېریال ساتنه او نور مسلکونه هر یو ځان ځان ته مسلکونه دي، خو د انسانانو او څارویو ناروغی او چاپېریالي صحت سره زیات ګډ بریدونه او مشترکې نقطې لري، ګډو ارزونو، ګډ پلانونو، ستراتېژیو او د هغوی پلي کول غواړي. خو نن سبا د «یوه صحت» تر مفهوم لاندې د انساني طبات تر څنګ د وترنرۍ، د چاپېریالي صحت او چاپېریال ساتنې، د اوبو، کرنې، ټولنیزو علومو، اقتصادي کارپوهانو، قانون پوهانو او زیاتو نورو متخصیصونو هر اړخیزه ګډ کار ته اړتیا ده تر څو پېچلو هر اړخیزو ستونزو او ننګونو ته هر اړخیزه حل لارې ومومي. 
 
یو څوک به ووایي چې د مثال په توګه د ټولنپوهانو دنده به نو څه وي؟ خو موږ ګورو چې همدا ټولنیز عادتونه دي چې د یوې داسې چټکې خورېدونکې وبا سره د بریا او یا ناکامۍ لاملونه په ځان کې لري، لکه موږ چې د اېټالویانو، ایرانیانو او نورو ملتونو ځینو هغو ټولنیزو عادتونو ته ګوته ونیوله چې کرونا یې ورته په ناورین بدله کړې. زموږ ګران هېواد ته د هم الله تعالی خیر پېښ کړی ځکه موږ هم زیاتې ستونزې لرو. نو باید ووایو چې ټولنپوهان دنده لري چې د خلکو کلتور او ټولنیز ذهنیت مطالعه کړي، د عامه پوهاوي او ذهنیت بدلولو لارې چارې او کړنلاړې په کار واچوي او دولت ته د عامه اړیکو نیولو مشورې ورکړي. 
 
د مثال په ډول د یوه بل علم یادونه هم کوو چې د احتمالاتو سنجش دی. دې ته به هغه څوک وخاندي چې نه پوهېږي، خو دا هغه روښ دی چې د شته واقعیتونو، او د خلکو د عاداتو، کلتور، ټولنیزو باورونو په هکله داتا او معلومات په کمپیرتري پروګرامونو کې داخلوي او په زیاته حساسه توګه معلوموي چې د مثال په توګه به د کرونا وبا په هغه او دې ملک کې څومره خلک په څومره وخت کې ونیسي او تخمینا څومره سلنه به ووژنی؟ دا خو شونې نه ده چې داسې تخمین دې زیات حساس واوسی خو لږ تر لږه دولتونو ته موکه ورکوي چې په علمي توګه پلانونه جوړ او پلي کړي. 
 
له کرونا ویروس وبا سره نور تړلې ستونزې 
د قانون څخه سر غړونه بله هغه ستونزه ده چې زیات خلک یې په مختلفو ډولونو سرته رسوي. یو شمېر فرصت طلبه کسانو ته موکه برابره شوې ده چې احتکار وکړي او د خوراکي او نورو توکو نرخونه یې اسمان ته خېژولي. نور یو شمېر خلک بیا  د ځینو راپورونو له مخې د خلکو کورونو ته روغتیايي کارکوونکو په نامه په سپینو جامو کې د لوټلو لپاره ورځي. همدارنګه، نورې هغه ډلې خلک دي چې له غفلته کار اخلي، او بې له کومې اړتیا چکرونه وهي، ټولنیزه فاصله او نور مقررات ورته مسخره ښکاري چې په ښکاره توګه د قانون خلاف عمل دی. نو دلته د قانون پلي کوونکو دنده ده چې له ټولو اړوندو کسانو سره قانوني چلند وکړي.