
روهي (نۍ/۹ د وري)، د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې څلور د خاله ځامن د ښکار پر مهال سره وسله واله نښته کړې او څلور کسان په کې وژل شوي دي.
د پروان ولايتي ادارې د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې يادو ځوانانو د مرغيو ښکار کولو چې وروسته د يو مرغۍ پر سر يې سره وسله وال شخړه کړې او څلور کسان په کې وژل شوي.
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد فاروق په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي، "یوه مرغۍ یې ښکار کړه او د هغې پر سر یې اختلاف رامنځته شو، وروسته یې وسله وال نښته پيل کړه، ټول کسان چې وژل شوي دي ځوانان دي."