زمونږ د ټولو په بدن کې د ارثي ځانګړنو دانتقال لپاره یوه دوه ریښه اي مالیکولونه شته؛ چې کوږ شوي زینې ته ورته جوړښت لري او د ډي ان اي په نوم سره یادیږي، د حجروي ویش په وخت کې د ډي ان ای دواړه ریښې یو له بل څخه د انزایم په وسیله جلا کیږي، د هرې ریښې څخه یوه نوې نسخه جوړیږي ؛ په دې ډول سره هره نوي حجره د ډي ان ای د دوه ریښه اي حجرو صاحب کیږي.
د ډي ان ای ریښو د جوړښت په وخت کې یوه مالیکول د چیک کونکې په نوم د مالیکول روغتیا او جوړښت کنټرولوي چې؛
ایا د ډي ان ای په جوړښت کې ستونزه شته؟
ایا مالیکول روغ دی یا ستونزې لري؟
که د تولید شوي ډي ان ای په جوړښت کې جینیټیکي اختلاطات یا ستونزې وي نو هغه تشکیل شوې ډي ان ای له کاره لویږي مګر د یو شمیر ویروسونو او د کورونا کورنۍ ویروسونو په جوړښت کې د ډي ان ای په ځای یو بل جوړښت د ار ان ای په نوم چې یوه ریښه ای جوړښت لري او دهمدې جوړښت په وسیله کله چې د غه ویروس د انسان بدن ته د تنفسي سیسټم له لارې سږو ته داخلیږي ، وروسته له هغه په حجرو کې زیاتوالۍ مومي ، ګاونډیو حجرو ته سرایت کوي او میکوس (دانسان په سږو کې لزجي شفافه مایع دی) ته ځان رسوي ، نوي حجرو ته دهمدې ار ان ای جوړښت په وسیله خپل ویروسي ځانګړنې انتقالوي، د ډي ان ای د اصلاح لپاره یوه کنټرولونکې مالیکول شته مګر له بده مرغه د ار ان اي د تکثیر لپاره یوه اصلاح کونکی مالیکول نشته!
په حقیقت کې هغه ار ان ای جوړښت چې ستونزې لري او دوه ریښه ای شوي نه وي د ویروس ار ان ای جوړښت دهغه بله ریښه تشکیلوي او د ناروغۍ یو مکمل مالیکول جوړوي چې نوي ویروسونه هم تشکیلولی شي.
تر دې وړاندې مونږ اوسنۍ پرمختللي ټکنالوجۍ په لاس کې نه درلوده او د یو واکسین جوړونه ډیر وخت په بر کې نیول ، واکسینونه په هغه وخت کې په دې ډول لاسته راوړل کیدل چې ویروس به یې کمزوري کول او بیا به یې واکسین ترې جوړول یا به یې ویروس له منځه وړل ، چې له بده مرغه ډیر وخت به یې په برکې نیول!
له نیکه مرغه اوسمهال واکسین داسي جوړوو چې د ویروس جنټیکي جوړښت پیداکو او دهغې د جوړښت له مخې یوه د (ډی ان ای یا ار ان ای) ساختمان جوړو او هغه چیک کو چې ایا کارونه یې دانسان لپاره بې خطره دی یا نه؟
دغه ډول واکسینونو جوړونه هم یو څه وخت په بر کې نیسي.
په همدې دلیل دی چې د کورونا کورنۍ ویروسونه لکه مرس ، سارس او کرونا یاکویډ ۱۹ لپاره د واکسین جوړول ستونزمن دی ، د کرونا کورنۍ د ویروسونوله ډیرو لویو کورنیو څخه شمیرل کیږي . هغه ویروسونه چې په دې کورنۍ کې شتون لري ، دناروغۍ نښې یې د زکام یا انفلوانزا په څیر دي ځینې یې عادي زکام مګر ځینې یې لکه سارس او مرس شدیده ساه بندي له ځانه سره لري.
په ۲۰۰۳ م کال کې د سارس ناروغۍ ناورین چې دجوړښت له مخې کورونا ویروس سره ورته والۍ لري په چین کې تشخیص شو ، څیړنې ښکاره کړې چې دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله لومړی پلنګ ته ورته پیشوګانو څخه انسان ته او بیا له یو انسان څخه نورو ته انتقال شوي وو.
مرس ویروس چې دکورونا یوه مشهوره او خطرناکه نوعه ده په ۲۰۱۲ کال په سعودي عربستان کې لیدل شوی وو، وروسته دبۍ هیواد ته ورسیده او د لندن کولنډل په لابراتور کې وپیژندل شو، دغه ویروس دمنځنۍ ختیځ د کورونا ویروس په نوم سره نومول شوی دی او د زرګونو کسانو ژوند یې واخیسته! دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله اوښ او له هغه څخه انسان ته انتقال شوې وو.
کورونا ویروس په ۲۰۱۹ م کال د د ډیسمبر په ۱۲ د چین هیواد دووهان په سوداګریز ښار کې د ډاکټر لی وینلینګ لخوا وپیژندل شو چې د چین حکومت لخوا نوموړی په دې خاطر زندان ته واچول شو چې دې د کرونا ویروس په هکله ګونګوسې خپروي، له بده مرغه نوموړي په زندان کې خپل ژوند دلاسه ورکړل!
دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله میږي خوړونکي او له هغه څخه انسان ته انتقال شوي وو ،دمیږي خوړونکې حیواناتو غوښې چین ، شمالي کوریا ، جنوبي کوریا او جاپان کې ډیر خوړل کیږي چې له بده مرغه دا ستر بشري ناورین هم په همدې ډول رامنځته شوي دي.
وروستي