(کرونا جدي ونیسئ) خبره څه مانا؟

پوهیږئ چې د کرونا نوی ډول وایروس تر نیمې نړۍ زیاتو هېوادونو ته سرایت کړی دی، چې ځینې هېوادونه یې ان دومره ورخطا کړي دي، چې خپل حکومتونه یې د کرونا څخه دمخنوي په مبازره کې پاتې راغلي بللي دي.

کرونا نوی ډول وایروس دلمړي ځل لپاره دچین جمهوریت د ووهان په ښار کې دسمندري حیوانانو د خرڅلاو په پلورنځي کې وموندل شو او په بیړه یې لمن پراخه شوه چې تر دوو لکو زیات خلک یې مبتلا او زرګونه نور یې مړه کړل، د اخته کیدلو او وژلو دا لړی په چین کې تم نه شوه بلکې نورې نړۍ ته په داسې سرعت چې ګمان یې نه کیده وغځیده.

نن سبا چین د خپلو باتورو خلکو او وسایلو په مټ په خپل هېواد کې کرونا راکابو کړې ده، خو ایټالیا او ایران یې داسې حالت ته رسولي دي چې ان ښایې په ګونډو شي.

په نږدې راتلونکي کې ښایي نور هېوادونه هم دکرونا دبدبخت جنګ سره په داسې انداز کې مخامخ شي چې توقع به یې نه کیږي.

په داسې یو حالت کې باید پوه شو، چې کرونا زمونږ په هېواد افغانستان هم برید کړی او تر ننه(۱۳۹۹/۱/۳) يې ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او یوه تن یې قرباني شوی هم دی.

دا هغه پېښې دي، چې دعامې روغتیا له وزارت سره ثبت او راجسټر دي خو داسې په لسګونو نور کسان دناپوهۍ له وجې معایناتو او قرنطین کیدو ته زړه نه ښه کوي.

افغانستان داسیا په زړه کې تر ټولو وروسته پاتې، جنګ ځپلی ، عریب او بېچاره هېواد دی، چې نن سبا ددې هېواد په بازار کې عادي ماسکونه (پوزبندونه)، لاسمیغو (دستکشې) دلاس دپاکۍ عادي دوا، د ځان دساتنې لباسونه په سختۍ پیدا کیږي.

دجنګ او کرونا په وړاندې دردیدلی هېواد په دغو عادي وسایلو او کمه بودیجه نه شي کولای چې هره ورځ په ورځ کې څو ځله ستاسو تر کورونو درشي، ستاسو دکورونو شیشې، دروازې او کوڅې د وایروس ضد دوا په واسطه ومینځي.

ددې هېواد د وګړو اقتصاد او اعتقاد هم دومره ښه نه دی چې له خپلو هېوادوالو ، خپلوانو او ګاونډیانو سره دکرونا په وړاندې دمبارزې د وسایلو مرسته وکړي.

خو برعکس دوکاندرانو دلارو دبندیدو وروسته د خوارکي توکو بيې لوړې کړې، یو عادي ماسک په څو چنده قیمت وپلورل شو.

تجارانو مو احتکار وکړ، مالونه یې د مجبورې ورځې لپاره چې ډېره ګټه په کې وکړي په ګودامونو کې بند کړل.

ځینو اخندانو دکرونا نه دنه ویرې تبلیغات وکړل او پرالله ج توکل یې د پاڼ له سره له ټوپ اچولو سره برابر کړ، هغه ډاکټرانو چې دکرونا نه دمخنیوي په اړه یې لیکنې وکړې ډېرو دخلکو په ډار او په ولس کې په ویره اچونه ملامت کړل او ان ځینو ډاکټرانو هم ورسره موافق نظر ورکړ.

خو یو څوک چې له چا نه ډاریږي نو که پیاوړی او برلاس وي په وړاندې یې جګړه کوی او کنه پر خوا یې نه ورځي.

زمونږ خلکو دنوروز او دبزګر دورځې رخصتۍ په میلو او کنسرتونو کې تیرې کړې او دماسک اچول ورته سم کار نه ښکاري.

(که ورته یې وویل چې لاس مه راکوه راباندې ګران یې یا ترې خفه شو یایې د ټوکو په ډول غیږه ورکړه او ان ښکل یې کړ)

که په چا کې هم د کرونا د مخنیوي تکل وي او په الله ج باور ولري په دې هم پوه شئ چې زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کې دداسې وباوو په وړاندې څه ډول پالیسي لرله نو باید کرونا جدي وګڼئ.

دکرونا جدي ګڼل کومه باریکه طرحه نه ده.
ډاکټرانو په بار بار سپارښتنې کړي دي.
دورځې په جریان کې ان تر شلو ځلو پورې خپل لاسونه په صابون ومینځئ ، په پوزه، خوله او سترګو کې ګوتې مه وهئ.

که ځان ناروغ احساسوئ ماسک استعمال کړئ یا د پرنجي او ټوخي په وخت دسمال یا خپله څنګل خولې / پوزې ته ونیسئ.

چاته لاس مه ورکوئ او دګڼې ګوڼې ځایونو ته له ضرورت پرته مه ځئ.

که وس مو رسي په خپلو خواړو کې سبزیجات او ویټامین سي لرونکې میوې (لیمو، ملټې، کینو ..) ور زیات کړئ.

غونډو او لوبو ته مه ځئ او دشپې لخوا په حجرو کې له کښیناستلو او بنډارونو څخه تېر شئ.

مهربانی وکړئ په کورونو کې پاتې شئ خپلو کورنیو ته پاملرنه وکړئ.
هیله ده چې ددې ساده سپارښتنو په عملي کولو سره په خپل غریب افغانستان او خلکو ورحمیږئ.
همدا دکرونا جدي نیونه ده.