کرونا بیولوژیکي وسله یا دامریکېا له وړاندې طرحه شوی ناورین!؟

ایا ممکن دی چې کرونا ویروس د امریکي له یوې نظامي لابراتوار څخه نړۍ ته لیږدول شوې وي؟ 

دغه پوښتنه یوه له هغو توطیو او ګونګوسیو څخه دی چې نن ورځ یې ډیری خلک د کرونا ویروس د سرایت کیدو اصلي لامل ګڼي.

ددغې تیوریو په بنسټ ځینې هیوادونه دبیولوژیکي وسلو په کارونې سره هڅه کوي چې دنړۍ اقتصاد او ګټې خپل کړي.

ځینې هیوادونه لکه روسیې، چین او ایران چې په اقتصادي او سیاسي برخو کې د امریکې ستر سیالان دي وایي:  د کرونا ویروس یوه بیولوژیکي سلاح دی چې دامریکې لخوا په قصدي ډول نړۍ ته پیژندل شوي.

د ایران ولسمشر خامنه ای په خپل ټویټر کې لیکلي چې (دا یوه بیولوژیکي وسله ده .)
بل خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژانو لیژن هم وایي : دغه ویروس یوه بیولوژیکي اسلحه ده ،  چې دامریکایي د نظامیانو لخوا ووهان ته راوړل شوي  او امریکې دې باید نړۍ ته ځواب ووایي؟

له بلې خوا د روسیي څیړنیز لابراتوارونه په خپلو وروستیو څیړنو کې  دغه ویروس یوه بیولوژیکي وسله بللی  ، دلیل دا وړاندې کوي چې د کرونا یا کویډ ۱۹ ویروس ددې کورنۍ له پخوانیو ډولونو سره کاملا توپیر لري!

د نیچر څیړنیز ژورنال په خپل مقاله کې لیکي: د ووهان، شمالي کارولینا مرکزي پوهنتون اود هاروارډ پوهنتون مرکزي لابراتوارونو په یوه ګډه علمي مقاله کې یادونه کړي چې د کرونا جینونه د اسمانڅکالۍ او موږکانو په حجرو کې ترکیب کړي تر څو د ځینو انسانانو نسل له مینځه یوسې!

په سل ګونو علمي او څیړنیزو مقالو کې چې د چین، امریکې، المان او نورو هیوادونو له لورې تراوسه خپور شوي ، دا ثابتوي چې نوموړی ویروس د حیواناتو له لورې  انسانانو ته انتقال شوي ، دغه توطیې په کامل ډول سره حقیقت ته نږدې نه ګڼي او ردوي یې! 
دوی وایي : پوهیږو چې دغه ویروس په کامل ډول سره په اسمانڅکالۍ کې پیدا کیږي ، له دوی څخه نورو پستاندارانو او انسانانو ته انتقال شوي دي ، دا هغه څه دي چې تر دې وړاندې د سارس په هکله هم خپور شوي وو ، تراوسه ټولې جینیټکي څیړنې چې دویروس پر مخ ترسره شوي ، دا ثابتوي چې نوموړي ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله خپور شوي دي ، ممکن په چین کې د وحشي حیواناتو چې وړاندې تر دې د اسمانڅکالۍ په وسیله په دې ویروس مبتلا شوي د ښکاریانو په وسیله ښکار او دوهان نږدې دحیواناتو پلورنځي بازار ته راوړل شوي وي  او ددې حیواناتو د حلالو په وخت کې انسانانو ته یې هم سرایت کړي وي! 

پنځلس کاله وړاندې پال هانټز په خپل څیړنیز مقاله کې چې دسارس په هکله یې یادونه کړي وو دا یاد کړي چې دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله خپور شوي دي ، دوی په خپلو ډیرو مقالو کې ددې یادونه کړې چې باید د وحشي حیواناتو ښکاربند شي او وحشي ځناور دانسانانو سره نږدې پاتې نه شي! نن ورځ له بده مرغه مونږ یې نن دیوې ډیر بد ناورین شاهدان یو!

اوس پوښتنه دا رامنځته کیږي چې ایا دا ویروس د سارس (پخوانۍ کرونا ) ویروس سره په ساینسي یا بیولوژیکي لحاظ څومره نږدیوالۍ لري؟ 

دکرونا ویروس دوه جلا کورنۍ لري ، د الفا ځنځیرونو کرونا ویروسونه چې ډیری یې انساني کرونا ویروس دي او انسانان په ناروغۍ اخته کوي او د لسیزو راهیسې دانسانانو په بدن کې ګرځي چې دعادي زکام لامل ګرځي ان دنړۍ پرمخ د زکام یا انفلوانزا یو پر درییمه د کرونا الفا ځنځیرونو په وسیله رامنځته کیږي.

همدارنګه د بیټا ځنځیرونو کرونا ویروسونه لرو چې کویډ ۱۹ یا اوسنۍ کرونا ویروس ، سارس او مرس چې د منځنۍ ختیځ د تنفسي ناروغیو په نوم شهرت لري دهمدې کورنۍ څخه دي چې په اسمانڅکالۍ کې موجود دی او اصلي میزبان یې دی، له بده مرغه خپله  نه ناروغیږي مګر نورو پستاندارانو ته یې انتقالوي او هغوی په دې ناروغۍ مبتلا کوي ! 

اخذ لیکونه :
1. Corman VM, Muth D, Niemeyer D, Drosten C (2018). "Hosts and Sources of Endemic Human Coronaviruses". Advances in Virus Research.
2. Fox, Dan (2020-01-24). "What you need to know about the Wuhan coronavirus".
3. «First Global Estimates of 2009 H1N1 Pandemic Mortality Released by CDC-Led Collaboration | CDC»
4. Pekin-erna wuhan virology department revealed that coronavirus genes are 96% the same as SAARS 
5. مانیتورینگ، بخش (۲۰۲۰-۰۱-۲۹). «منشا ویروس کرونا چیست؟ سوپ خفاش یا سلاح 
6. 1498 (۲۰۲۰-۰۱-۳۰). ««خفاش» منشأ ویروس کرونا اعلام شد». ایرنا. دریافت‌شده در۲۰۲۰-۰۱-۳۱
7. د ایت الله خامنیې او د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژن ټویټونه (https://twitter.com/khamenei_ir
8. A SARS-like cluster of circulating bat coronaviruses shows potential for human emergence Published: 09 November 2015 by Sudhakar Agnihothram, Lisa E GralinskiJessica A PlanteRachel L GrahamTrevor ScobeyXing-Yi GeEric F DonaldsonScott H RandellAntonio LanzavecchiaWayne A MarascoZhengli-Li ShiRalph S Baric