
روهي (نۍ/۱ د وري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د زابل سپینه غبرګه کې د افغان امنيتي پر پوستې وسله ول بريد چې له امله يې په ګڼ شمېر افغان سرتيري وژل او ټپيان شوي غندلی.
د حامد کرزي له دفتره روهي ته په رالېږل شوې خبرپاټه کې ويلي شوي، ”په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي په هېواد کې تاوتریخوالي او تشدد ته لمن وهل، چې یوازې افغانان پکښې قرباني کېږي، د هېواد او خلکو په زیان او د سولې په وړاندې خنډ بولم او په جګړه کې پر افغاني ښکېلو غاړو غږ کوم چې په دغو حساسو شېبو کې له هوښیاري او تدبیر نه کار واخلي، د پردیو دسیسو ښکار نه شي او سولې ته د رسېدو لپاره فرصت له لاسه ور نکړي.“