امریکایي موخې او افغان سیاستوال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیلزاد تېره ورځ له طلوع سره په مرکه کې وویل، چې د ټاکنو کمیسیون غني بریالی اعلان کړئ، خو د عبدالله خبرې هم د اورېدو وړ دي. دا یو ښکاره تضاد دی، چې په روان سیاسي حالت یې پرده غوړولې ده.

امریکا په ظاهره هڅه کوي، چې روان سیاسي کړکېچ مهار کړي، خو واضح نه ده، چې دوی د دې سیاسي کړکېچ د حل لارې لپاره کوم اپشنونه دواړو لوریو ته وړاندې کوي او په دې کې د دوی موخه څه ده، هغه د دې قضیې تیاره اړخونه دي، چې د وخت په تېرېدو به واضح شي. امریکا په افغانستان کې پر پټه د یوه سري حکومت په بشپړه توګه مخالفه ده او هڅه کوي، چې له دوه سري حکومت او داسې یوه سیاسي حالت څخه دوی په خپله نفع، استفاده وکړي، چې دوه او حتا ډېر اپشنونه خپلو موخو ته رسېدلو لپاره ولري.

امریکا د دې په لټه کې ده، چې حتا دری سری واک په افغانستان باندې حاکم کړي اوس هم د پردې تر شا د دوی وړاندییزونه دا دي، چې څو ولایتونه طالبانو ته او همدارنګه اوسني دوه سري حکومت تر منځ ووېشي. دوی پخوا د یوې مساوي تجزیې هڅه کوله، خو اوس له د روان حالته داسې ښکاري، چې دوی ان د دری برخیز افغانستان هڅه کوي. دا روان وضعیت د افغانستان د تجزیې ناوړه غږ له ځان سره لري.

امریکا په افغانستان کې د دوه تحلیفونو د رامنځته کېدو لامل ده او دوی اوس هم غواړي، چې د ملي وحدت حکومت یوه اپډیټ بڼه پر افغانانو وتپي او دا په ټوله کې د دوی موخه ده او همدې موخې ته کار کوي. یو بې قانونه، بې اساسه او دوه سری افغانستان به د تروریستانو د ودې لپاره ډېر ښه سنګر وي او همدارنګه به دوی په دې ګډوډۍ کې په منطقه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګڼ اپشنونه ولري.  

د قدرت وږي سیاسیون هم په همدې لټه کې دي، چې څومره یې له وسه کېږي د امریکا د روان سریال ښه کرکټر شي. ځکه دوی چې هر څومره ډېر خدمت امریکا ته وکړي، په هماغه اندازه به دوی په واک کې دخیل وي او خبرې به یې اورېدل کېږي. په اصل کې دوی سره د دې روان بحراني حالت د مهار غم نشته، دوی یوازې نه غواړي چې دا روان جلال له لاسه ورکړي او د افغانستان پر واک کې په بشپړه توګه دخیل وي.