روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، پاکستان کې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د کورونا وېروس له امله د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.د خيبرپښتونخوا د روغتيا وزير تېمور خان پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې يو کس په مردان او بل چې ۳۶ کاله عمر لري په پېښور کې د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
د پاکستان څنګلوري افغانستان کې بيا د عامې روغتيا وزارت وايي، تېره ورځ په دې هېواد کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د دغه وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، په افغانستان کې تر دې مهاله د کورونا د مشکوکو پېښو شمېر ۳۴۰ ته رسېدلی دی.
اوسمهال د کورونا وېروس ازموینې یوازې په کابل کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې کېږي چې د ټولو ولایتونو مشکوکې بېلګې کابل ته لېږدول کېږي. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له دوه سوه زره زيات خلک د کورونا پر وېروس اخته شوي او تر دې مهاله له اتو زرو زياتو کسانو د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وروستي