اخلاص

ضياالرحمن (سپين غر)
لنډه کيسه
زلمى لا د ديارلس کلنۍ په عمر کې وو چې پلار يې له دې نړۍ څخه لاړاو دى په دې تل پاتې نړۍ کې له اوه خوېندو سره يواځې پاتې شو.دزلمي نور ترونه هم خو ده ته يې کومه ګټه نه رسېده او هغوې هم په خپلو چارو کې بوخت وو په دې وخت کې زلمى ددوهم ټولګي زده کوونکى وو.دقدرت کارونو ته ګوره چې په دغه وخت کې په هېواد کې دبهرنيو ځواکونو ديرغل او دهغوۍ او زياتې بمبارۍ له امله ددوې کورنۍ ګاونډي هېواد ته وکوچېده او له دغه کوچېدو سره يې دبدمرغۍ پړاو پېل شو .لومړۍ يې خو دخپلو خوېندو په ملتيا په سوال کولو پېل وکړ او له څو کلونو له تېرېدو وروسته ددې جوګه شو چې څه کار وبار
وکړي نو په دې هيله يې لومړى له يوه سبزي پلورنکي سره کار پېل کړ له دغې لارې يې ايله دومره پېسې لاس ته راوړلې چې دکورنۍ چاره يې پرې روانه وه .
له څه مودې تېرېدو وروسته يې مور ناروغه شوه لومړى يې خپله مور دګاونډيانو په مرسته روغتون کې بستر کړه له روغتيايي څېړنو وروسته جوته شوه چې مور يې په سرطان ناروغۍ اخته ده نو داکترانو ورته وويل چې ستا دمور په درملنه به دوه لکه افغانۍ لګښت راځي .ددې خبرې په اورېدو زلمى حېران شو چې اوس څه وکړي دى دومره پېسې نه لري چې خپل خوراک او څښاک توکي پرې راونيسي په هر ډول له خپلې کورنۍ سره يې خبره شريکه کړه خوېندې يې چې دغه مهال دځوانۍ تر بريده رسېدلې نو يې په ژړا پېل وکړ زلمي به هغوۍ ته ډاډ ورکاوه چې هر څه به الله وکړي تاسې اندېښنه مه کوۍ .زلمي په ښکاره دوې ته ډ
اډ ورکاوه خو په زړه کې ډېر خفه وو او حېران وو چې څه وکړي .ډېر وګرځېد راوګرځېد خو هېڅ چېرته يې د درد درمل پېدا نه کړه .يواځې يو څو پېسې يې له چانه په پور واخستې خو هغه هم دومره نه وې چې دده په درددوا شوي واى .
داکترانو ته يې خپله بيوسي هم څرګنده کړه هغوۍ يوازې په دوه لکه پېسو کې ورته دشل زره روپو کمښت وکړ.
وايي چې دالله او بنده اراده سمه نه وي نو په دغه وخت کې يو بل ناروغ چې سپين ږيرى سړى وو او له ډېرې شتمنې کورنۍ څخه ووکورنۍ يې دغه روغتون ته راوړ او بستر شو .دنوموړي ناروغ له روغتيايي څرګندونوڅخه معلومه شوه چې دناروغ يو پښتورګى له کاره لوېدلى دى.ډاکترانو نوموړي ناروغ کورنۍ ته ويلي وو چې ناروغ نه بايد دغه پښتورګى لرې کړاى شي او بايدبل پښتورګى ورته واچول شي دناروغ کورنۍ له ډېرو هڅو سره سره په دې ونه توانېده چې ناروغ ته ديو بل انسان پښتورګى پېداکړي .له دې خبرې نه زلمى خبر شو هغه تيار په دې هڅه کې وو چې بايد پېسې پېداکړي نو يې دايې يو ښه چانس غوره کړ او
دناروغ کورنۍ ته يې وويل که زه دا کار وکړم او خپل پښتورګى تاسې ته درکړم نو ...
دناروغ کورنۍ چې هم مجبوره وه او نه يې غوښتل دغه مشر چې دوې ته پانګه او شتمني ښکارېده له لاسه ورکړي نو دقدرت کارونو ته ګوره ؟؟؟
زلمى دې ته تيار شو چې له ده نه پښتورګى وويستل شي اوبيا په هغه پېسو دې دده دمور درملنه وشي .کله چې يې زلمى عمليات خانې ته ويوړ نو لا يې ده ته انستېزي يا بېښوهي نه وه ورکړې چې دشتمن ناروغ زوې ډاکترانو ته خبر ورکړ چې زلمى پرېږدۍ ځکه زموږ ناروغ له منځه لاړ او وفات شو .
دوه ورځې وروسته زلمي مور عمليات شوه اولس ورځې وروسته رکه روغه کورته ولېږدول شو . ددې پېښې نه وروسته دادى لسم کال دى چې زلمي دواده ،کور ،کاروبار څښتن شوى او هم يې خوېندې واده او دکورونو څښتنې شوي دي

ضياالرحمن (سپين غر)