کونړپوهنتون ته پېښ ګواښونه

:ضياالرحمن (سپين غر)
څرنګه چې په يوې سيمې کې دوګړو ډېرښت ددې لامل ګرځي چې بايد په ياده سيمه کې تعليمي او صنعتي ادارې جوړې او وزګار وګړي په کې بوخت شي.
کونړولايت هم يو له دغه سيمو څخه دى چې دافغانستان دنورو ګڼ نفوسو ولايتونو په څېر په کې وګړي زيات دي .
کله چې په ١٣٨٥ ل ل کال دغويي په ٢٨ مه نېټه ولسمشر حامدکرزى ديو سفر په ترڅ کې کونړولايت ته راغى نو قومي مشرانوترې په دې ولايت کې دپوهنتون جوړولو غوښتنه وکړه او هغه هم په ورين تندي ورسره ومنله.خو مخکې له دې چې پوهنتون جوړ شي په دې ولايت کې داړتيا له مخې دارالمعلمين دکونړولايت په مرکز اسداباد کې جوړ شو او ورپسې دغه لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغزېده او لاهم روانه ده .
په ١٣٨٧ ل ل کال ددې ولايت په يارګل سيمه کې ددارالعلوم ودانۍ جوړه شوه .خو دلنډمهاله وخت لپاره دغه ودانۍ دپوهنتون په واک کې ورکړل شوه چې بيا دتېر کال په کانکورازموينه کې ورته محصلين ونيول شو اودا مهال دغه پوهنتون په درې پوهنځيو کې (شرعيات ،ښوونه ،روزنه او کرهڼه) کې شاوخوا درې سوه پنځوس محصلين په کې په زده کړه بوخت دي .
ددې پوهنتون دريس پوهنمل ميراحمد حمېد په وينا اوس مهال دا پوهنتون داداري پرسونل نه پرته ١٧ استادان يو رئيس او يو مرستيال لري .ددې پو ښتنې په ځواب کې چې :
په راتلونکي کال کې څه پلان لرۍ چې اياداستادانو يا محصلينو په شمېر کې به څه بدلون راشي که نه ؟
ده وويل:(( چې په راتلونکي کال کې به موږ ته د٦٠٠ سوه په شمېر کې نورنوي محصلين دهېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه راوپېژندل شي نووزارت اړ دى چې موږ ته نور بستونه راکړي څو نوي استادان ونيسو)) .
ددغه پوهنتون دريئس په وېنا !
((څرنګه چې موږ په موقتي توګه له دارالعلوم ودانۍ څخه کار اخلو او ددارالعلوم زده کوونکي له دې امله له ستونزو سره مخ دي .نو څوورځې وړاندې چې دکورنيو چارو وزير دلته کونړولايت ته راغلى وو او په وياړ يې غونډه جوړه شوې وه په دې غونډه کې دکونړوالي سېد فضل الله وحيدي ټولو خلکوته وويل چې په کونړولايت کې دنشه يي توکوکښت دصفر کېدو له امله دهېواد دنشه يي توکوسره دمبارزې وزارت پنځه سوه زره امريکايي ډالرو دمرستې او انعام ژمنه کړې چې دوې به يې دخلکو په خوښه دپوهنتون ودانۍاوليلي جوړولو ته ځانګړې کړي.
دپوهنتون ريئس زياتوي چې په راتلونکي کال کې به ددې پوهنتون چارې نورې هم ګړندۍ شي )).
چارواکي داخبرې په داسې حال کې کوي چې دياد پوهنتون محصلين دهېواد دنورو پوهنتونونو په څېر له اسانتياو او درسي بهير نه خوښ نه ښکاري يادو محصلينو غوښتنه وکړه چې موږ په پوره ډول استادان نه لرو او درسي ساعتونه مو هيڅ ورځ پوره نه وي .خو د پوهنتون مسئولين بيا وايي چې راتلونکي کال کې به دغه ستونزه يو څه حل شي .دغه خبرې په داسې وخت کې راڅرګنديږي چې ما له يو شمېر هغه استادانو سره هم وکتل چې اوس مهال په دغه پوهنتون کې په افتخاري درس ورکولو بوخت دي .له هغې ډلې نه يوتن ضياالرحمن دى، ده موږ ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې دلته په څه ډول درس ورکوي ؟
ده وويل :
((زه ديو احساس له مخې دلته راځم او درس ورکوم او هيله مې دا ده چې يو وخت په دې پوهنتون کې استاد شم او له دې لارې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم)).
دکونړولايت دا پوهنتون دسيمې او هېوادنابغه سېدجماالدين افغاني په نوم نومول شوى او دکونړولايت په لوي څپاند سيند په غاړه شتون لري چې تېر کال دسيند اوبو دډېرښت له امله ټول پوهنځي له اوبو ډک شوي وو او دډېرى محصلينو کالي او نور شيان يې زيانمن کړي وو.
يو تن محصل برهان راته نورو محصلينو په استازيتوب وويل چې دولت بايد سيند ته استنادي دېوال وکړي څو په راتلونکي کې دسيند له خطر نه وژغورل شي .ده زياته کړه تاسې وګورۍ اوس هم دپوهنتون دالان له شګو څخه ډک دى چې سطحه يې دټولګيو له سطحې لوړه ده ،دې ته ورته نورو محصلينو هم ورته نظر درلود.خولا تردې دمه ددغې ستونزې په هکله چارواکي څه نه وايي.دا په داسې حال کې ده چې دپوهنتون نوې ودانۍ به هم په دغه سيمه کې جوړيږي .نودا هغه ګواښونه دي چې دکونړولايت پوهنتون ورسره لاس او ګرېوان دى .نو په دې هيله چې دغه پوهنتون او دې ته ورته دنوروهېوادونو ستونزې حل شي .