انګلستان ټول خپل هغه وګړي چې عمرونه يې له ۷۰ کالونو لوړ دي قرنطين کړل 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د انګلستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د خپل هېواد هغه ټول ستر عمر لرونکي کسان به کورونو او روغتيايي ځايونو کې قرنطين کې چې عمرونه يې له ۷۰ کلنۍ پورته دي. 

د انګلستان روغتيا وزير مت هنکوک رسنيو ته ويلي دي چې حکومت دغه پرېکړه کرونا ويروس سره د مبارزې په پار کړې ده او کرونا ويروس پر هغه کسانو ژر اغېز کوي چې عمرونه يې زيات وي او يا له وړاندې ناروغۍ ولري. 

انګلستان کې د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ ۱۱۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډله يې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

انګلستان د کرونا ويروس مخنيوي لپاره ښوونځي، پوهنتونونه بند کړي دي او همدا ډول يې پر ګڼيزو راټولېدنو بنديز لګولی دی.