مثبتې پېښې په کې ۱۲۵ ته رسېدلي دي، هند دتاج محل په ګډون ډېری سياحتي ځايونه وتړل 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د هندوستان حکومت د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره تاج محل د کورنيو او بهرنيو ګرځندويه پر مخ وتړلی. د تاج محل اداري کارمندانو ته لارښوونه شوې، چې تر يو وخت دي چارې له خپلو کورونو سمبال کړي. 

په ورته وخت کې د هندوستان په ستر سوداګريز ښار ممبۍ کې ښوونځي، پوهنتونونه، ټولنيز مرکزونه او ډېری نور د ګڼې - ګوڼي ځايونه رخصت شوي دي. 

د تاج محل ترڅنګ په هندوستان کې ستر مذهبي ټپلونه، تاريخي غونډۍ او موزيمونه، پارکونه او د ټولو هغه ځايونو د تړل کېدو امر شوی، چې هره ورځ په زرګونه کورني او بهرني ګرځندوی د لېدنې لپاره ورځي. 

هندوستان کې د کرونا ويروس ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له منځ يې ۳۹ د دغه هېواد په ګرم ايالت مهراشترا کې ثبت شوي دي.