د یوې ښې، سالمې او فعالې ادارې جوړول بنسټیز او معیاري هدف دی. زموږ د هیواد ټولې ادارې لکه بانکونه، موسسې، شرکتونه او داسې نورو ادارو لپاره دا ډېره اړینه او مهمه ده چې د اداري کارونو او کړنو د ښه تنظیم، انسجام او پرمختګ لپاره خپل کارکوونکي د وړتیا، پوهې، تجربې، او اهلیت پر اساس په دندو وګماري.
څرګنده ده چې د وړو او با تجربه کسانو ګمارنه د ادارې په سمبالښت او ټاکل شویو موخو او اهدافو ته د رسیدو په برخه کې خورا مهم رول لري او پدې کار سره به ټولې هغه ادارې د ښو، مثبتو او بریالیو پایلو شاهدانې وي چې کار یې اهل کار ته سپارلی وي او اداري چارې به یې په بریالیتوب پر مخ روانې وي او پل په پل به د ترقۍ او پرمختګ لوړو او رنګینو پوړونو ته ورسیږي.
خو په ورته وخت کې به هغه ادارې چې پورته یاد شوي معیارونه یې په پام کې نه دي نیولي یعنې کار کونکي یې د عادلې، منصفانه او ړنې پروسې له لارې نه بلکې د واسطو او ډلهییزو مصلحتونو پر اساس غوره شوي دي او غیر مسلکي او بې تجربې کسان یې په دندو ګمارلي وي، تل به د ګډوډۍ، بې نظمۍ او ناکامۍ سره لاس او ګریوان وي.
طبیعي ده چې مسلکي او پوه کارکوونکي د یوې ادارې بنسټیزې او کانکریټي ستنې دي چې اداره پرې ولاړه او پیاوړې وي، خو که چیرته د یوې ادارې کارکوونکي ناپوهه او غیر مسلکي وي نو ښکاره ده چې د هغې ادارې بنیاد یا بنسټ به خام او ضعیف وي.
بل خوا لکه چې ګورو متاسفانه زموږ د هیواد په اکثره ادارو کې، که دولتي دي او که خصوصي، د زور، واسطو او پیسو پر بنیاد داسې کسان په دندو ګمارل شوي یا ګمارل کیږي چې تحصیلي معیارونه، مسلکي پوهې او تجربه يې په پام کې نه ده نیول شوې.
په اکثره ادارو کې د استخدام په پروسه کې د یوې ادارې قانوني ارزښتونه او معیارونه او اصول له پامه غورځول شوي دي، چې دا ډول کړنې په ادارو کې بعضې لوړ پوړي یا صلاحیت لرونکي مسولین تر سره کوي تر څو خپلو شخصي ګټو او فردي غوښتنو ته په ترجیح ورکولو سره ټولنیزې ګټې بې ارزښته او بې معنا ثابتې کړي.
تر کومه چې ګورو همدا لاملونه دي چې زمونږ په هېواد کې یې ادارې چارې له خنډونو سره مخ کړې او هېواد مو له ترقۍ او پرمختګ څخه وروسته پاتې شوی دی.
ځکه نو ډېره جدي او مهمه خبره دا ده تر څو دا په پام کې ونیسو چې د پیرودنکو د خوښۍ او هوساینې راز د مسلکي کارکوونکو په درلودلو، د غوره او چټکو خدماتو او چوپړتیاو په وړاندې کولو او له فساد او خیانت څخه په پاکو ادارو کې نغښتی دی.
له همدې کبله ویلای شو چې د غوره او ښو ادارو په جوړولو کې باید زموږ د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو چارواکي او د ټولنې وګړي د مسؤلانه ګامونو په پورته کولو سره فعاله او روڼ رول ولوبوي.
وروستي