د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (پنځه نۍ/پنجشنبه) 

راکټي بريد کې د امريیکا او انګلستان درې پوځيان وژل شوي 
 عراق کې د امريکا متحدو ايالتو او د هغې ملاتړو ځواکونو پر يوې پوځي آډې راکټي بريدونه شوي دي، چې په پايله کې يې درې پوځيان وژل شوي او لس نور ټپيان دي. 

د امريکا متحدو ايالتو حکومت د دغه بريد پخلی کړی دی او ويلي دي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي. راکټونه په تاجي نومي پوځي کمپ لګېدلي دي. 

بريد کې دوه امريکايان او يو انګلېسی وژل شوی دی. متحدو ايالتو کې د امريکا د پوځ وياند پبه ټوېټر د دغه بريد د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې ۱۵ راکټونه په ياد پوځي کمپ وېشتل شوي دي. 

فرانس پرېس: د نړۍ پر حکومتونو د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي (آنتونیو ګوترس)   غږ 
 د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو گوترس د نړۍ د هېوادونو له مشرانو او حکومتونو غوښتي دي، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې، مخنيوي او ګد کار په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي. 

آنتونیو گوترس له نړيوالو غوښتي دي چې کرونا ويروس يوه لويه نړيواله ستونزه او وبا ده چې د نړۍ په هر برخه کې هر کس يې بايد پر وړاندې مبارزه او همکاري وکړي. 

نوموړي ويلي دي، "د نن ورځې ساينس مونږ ته وايي چې د هېوادونو حکومتونه بايد خپل وګړي د کرونا ويروس په برخه کې معاينه، آزموینه، درملنه، جلا، تعقیب او تر څار لاندې ونېسي."

آنتونیو ګوترس وروسته له هغې د نړۍ له حکمتونو دغه غوښتنه کړې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان په رسمي ډول کرونا ويروس يوه نړيواله وبا ياده کړې ده. 

اسوشېټېډ پرېس: ټرمپ په يو فرمان کې د اروپا د ۲۶ هېوادونو پر وګړو امريکا ته په ورتګ بنديز ولګولو 
د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۶ اروپايي هېوادونو پر وګړو يوه مياشت بنديز لګولی دی چې امريکا ته به سفر نه کوي. 

ټرمپ خپل حکومت ته ويلي دي چې دغه د تګ - راتګ بنديز به سبا د جمعې  له شپې پيل شي او تر يوې مياشتې به دوام وکړي. نوموړي د دغه بنديز لامل په نړۍ کې د کرونا ويروس مخ پر وړاندې خورېدل ښوودلي دي. 

د ولسمشر ټرمپ په دغه فرمان کې فرانسه، جرمني، ايټاليا، بلجيم، هنګري، يونان او ۲۰ نور اروپايي هېوادونه شامل دي، خو انګلستان چې په اروپا کې پروت له دغه بنديز بهر دی. 

ولسمشر دونالډ ټرمپ د متحدو ايالتو کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې ده چې ياد فرمان پلی کړي. 

رويټرز: ايران او ايټاليا يې لومړۍ کرښه کې دي؛ ډېر ژر به د نړۍ نور هېوادونه هم ورسره يو ځای شي 
 د روغتيا نړيواله سازمان نن ورځ کرونا ويروس نړۍ ته خپرېدونکی او وبا مرض بللی او له نړيوالو يې غوښتي دي چې پرر وړاندې يې مبارزي ته ګړندي ګامونه پورته کړي. 

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې اوس مهال ايران او ايټاليا کې د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې له دې ويروس ډېر سخت اغېزمن شوي دي او لېرې نه دي چې  د نړۍ نور هېوادونه به هم ژر د کرونا ويروس تر بر بد اغېز لاندې راشي. 

د ياد سازمان د مالوماتو پر اساس چين لومړی هېواد دی چې تر ډېره د کرونا ويروس په مخنيوي توانېدلی دی. دغه ويروس لومړی له چين خپور شو، خو ياد هېواد وکولی شول چې تر يو بريده يې کنټرول او مخه يې ونېسي. 

د تازه شمېرو پر اساس کرونا ويروس د نړۍ ۱۰۷ هېوادونو ته رسېدلی دی او ټول - ټال تر ۱۲۰ زره کسان پرې اخته شوي دي. 

جيونيوز: د پاکستان حکومت په دولتي ادارو کې واټس آپ او فېسبوک بند کړل
د پاکستان حکومت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې دولتي کارمندان نه شي کولی چې په دولتي ادارو کې د رسمياتو پر مهال فېسبوک، سکای پ، واټس آپ او نور وکاوري. 

د دغه مخنيوي لامل د سيمې د هېوادونو د استخباراتي ادارو له لارو دولتي سندونه د لاس رسي وېره ښوودل شوې ده. حکومت په ټولو ټولنيزو رسنيو او ځانګړي ډول پر واټس آپ بنديز لګولی دی. 

د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د سيمې يو شمېر دښمنه هېوادونه په دې لټه کې دي چې د پاکستان حکومت پټو مالوماتو ته لاس رسي پيدا کړي او له دې لارې خپلو موخو ته ورسيږي. 

ټايز اف انډيا: هندۍ فلمي اداکاره پریانکا چوپړا
 پریانکا چوپړا د هندوستان بالېووډ سېنما فلمي اداکاره ده چې په ۱۹۸۲ز کال کې د هندوستان په جرخند کې زږېدلې ده. نوموړې سندرغاړې، فلمي لوبغاړه او پروډېسره ده. 

نوموړې د هندوستان په فلمي صنعت کې په ۲۰۰۳ کال کې کار پيل کړی. د نوموړي لومړی فلم اتل يا The hero په نوم دی. 

۲۰۱۲ کال نوموړي د لوېديځ په هاليووډ سېنما کې کار پيل کړ. ۲۰۱۰ کال کې نوموړې د ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ښّ نيت سفيره وټاکل شوه.

چوپړا په ۲۰۱۸ز کال کې د نیک جوناس په نوم له يو امريکايي فلمي ستوري او سندرغاړي سره واده وکړ.