په افغانستان کې اندېښنې زياتې کړې  دي؛ ايران ۱۵ زره افغان کډوال له خپل هېواد بهر کړل 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، وروستۍ شمېر ښيي چې د ايران حکومت له خپل هېواده په تېرو دوه ورځو کې ۱۵ زره افغان کډوال را بهر کړي دي. ايران دا ګام وروسته له هغې پورته کړي چې ياد هېواد کرونا ويروس لسګونه کسان ووژل او په زرګونه نور پرې اخته شوي دي. 

همدې روانې کب مياشت کې ايران ۳۰ زره او په تېرو دوه ورځو کې ۱۵ زره افغان کډوال رالېږلي دي. افغانستان کې روغتيايي مسوولين وايي چې د کډوالو په دومره شمېر راتګ په افغانستان کې د کرونا ويروس د لا خپرېدو ويره ډېروالی شي. 

د هرات عامې روغتيا رياست ويلي دي چې  په دې ولايت کې د کرونا ويروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دا هغه کسان دي چې په نېږدې ورځو کې له ايران راغلي وو. 

ايران کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ۳۵۴ او په دې ويروس د اخته کسانو شمېر له ۹ زره پورته شوی دی.