کابل کې پاکستان سفارت ويزې ورکول وځنډول 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، کابل کې د پاکستان سفارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې  تر راتلونکې يوې نۍ يې افغانانو ته د ويزې ورکول ځنډولې دي. 

سفارت رسنيو ته د ويزو د ځنډ لامل نه دی څرګند کړی خو ويل شوي دي، چې راتلونکې يکشنبه به بېرته ويزې ورکول شروع شي. 

هره ورځ په لسګونه کسان کابل کې د پاکستان سفارت پر وړاندې منتظر وي، ترڅو ويزه تر لاسه کړي، خو د زياتې ګڼې - ګوڼې له امله خلک اړي دي چې د پيسو په مقابل کې ويزې تر لاسه کړي.