انګلستان، ايټاليا او فرانسې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته مبارکي ويلي 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، کابل کې د ايټاليا، فرانسې او انګلستان سفارتونه په بيلا بيلو ټوېتونو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان په وروستيو ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا او تېره ورځ د لوړې مراسمو په تر سره کولو مبارکي ويلي ده. 

د فرانسې سفارت په يو ټوېټ کي ليکلي  دي، "فرانسه تېره ورځ د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون درلود، مونږ د افغانستان اسلامي جمهوريت او خلکو تر څنګ يې ولاړ يو."

کابل کې د ايټاليا سفارت ليکلي، "ولسمشر غني ته مبارکي وايو... په دغه حساس وضعيت کې ټول افغانان اړتيا لري چې يو شي، ترورېزم وځپي او سوله منځ ته راوړي."

همدا ډول کابل کې د انګلستان سفارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، "د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته په کتو انګلستان تيار دی  چې له نوموړي سره ګډ کار وکړي."

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او يوناما هم ولسمشر محمد اشرف غني ته مبارکۍ ويلې وې.