غزل

کله تور او کلــــه سره کاڼي رااوري
تل په مونږ باندی ړانده کاڼي رااوري
رڼا مــــــړه کړي درڼا په نامه راشي
دژوندون په نامه مړه کاڼي رااوري
په دې کلي کی یو څوک زمونږه رازوړي
چی ر سا زمونږ په زړه کاڼي رااوري
ګل غوټۍ لا مسکۍ نه وي پسرلي ته
په سروشونډو یی درانه کاڼي رااوري
په دی سیمه غرګي جنګ دسود اوزيان دئ
بس په کور دپښتانه کاڼي رااوري
دشملو دهسک ټیټوالې يي مطلب دئ
چی په سترګو په لیمه کاڼي رااوري
خدمتګاره دبی ننګو په جګړه کې
دجانان په لوپټه کاڼي رااوري

محمديوسف خدمتګارمزدورزوی