روهي (نۍ/۱۷ د کب)، د هېواد په شمال بلخ کې ځايي مسوولين وايي چې که څه هم د کرونا ويروس د خپرېدو ويره شته خو بيا هم مزار شريف کې د ۱۳۹۹ل کال د لومړۍ ورځې يا نوروز جشن تر سره کيږي. 
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئيس عطا محمد ساهو  په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي  دي، "د نوروز مېله به انشالله کېږي، خلک لیوال دي، د ځینو خلکو خپل او خپلوان مزار شریف ته را رسېدلي دي، د کرونا ویروس له امله به ښايي دا مراسم یو څه کم رنګه وي خو مېله به خامخا کېږي."
تېره اوونۍ د هېواد د عامې ورغتيا وزير فيروز الدين فيروز له خلکو غوښتي وو چې  د کرونا ويروس د مخنيوي په پار دې په نوي کال کې د جشنونو له جوړېدو ډډه وکړي. 
پوهنې وزارت هم ويلي دي چې د ياد ويروس د خپرېدو د مخنيوي په پار به را روان ښوونيز کال ۱۵ ورځې وروسته شروع شي.