د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (پنځه نۍ/پنجشنبه)

الجزيره: امريکا په خپل هېواد کې کرونا ويروس سره د مبارزې په پار اته مېلېارده  او درې سوه مېلونه ډالر ځانګړي کړل
 د امريکا متحدو ايالتو کنګرس د کرونا ويروس سره د مبارزې او مخنيوي لپاره اته مېلېارده او درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر بيړنۍ بوجه منظوره کړې ده. دغه هېواد کې له کرونا ويروس د مړه شو کسانو  شمېر ۱۱ ته ورسېد. 

متحدو ايالتو کې ۱۰۰ کسان د کرونا مثبتې پېښې لري او د دغه هېواد مشرتابه په دې لټه کې دی چې په بيړني ډول هلته د کرونا  وژونکي ويروس د مخ پر وړاندې ودې مخه ونېسي. 

بيا له بلې خوا اروپا کې د کرونا ويروس په خپرېدو ايټاليا خپل لوړپوړي دلوتي چارواکي بهرته په سفر کولو بند کړي دي او همدا ډول يې ښوونځي، پوهنتونونه او ځيني نورې ټولنيزې او ګڼيزې ادارې رخصت کړې دي. 

انګلستان کې د Flybe په نوم ستر هوايي شرکت ټول خپلې الوتنې د يوې ناڅرګندې مودې لپاره ځنډولې دي. انګلستان کې د سپورټ ځيني نړيوالې سيالۍ چې دغه هېواد يې کوربتوب کولو ځنډېدلې دي. 

چين، چې کرونا ويروس ورڅخه خپور شو د ککړو شمېر يې له اتيا زره پورته  او له ۳۰۰۰ کسانو کرونا ويروس ژوند واخېست. د افغانستان هرات ولايت کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته پېښېه ثبت شوې ده. 

فرانس پرېس: نوی برېښنايي موټر چې د بېټرۍ په يو ځل چارج (۶۴۵ کيلومتره) مزل کوي
امريکا کې د موټر جوړنې ستر نړيوال شرکت (General Motors) تېره ورځ لخپل نوی برېښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړ. 

دغه برېښنايي موټر دا وړتيا لري چې په کې د ځای پر ځای شوې بېټرۍ په يو ځل چارج سره ۶۴۵ کيلو متره واټن ووهي. د دغه برېښنايي موټر بېټري دا وړتيا هم لري چې په ډېر کم وخت کې چارج اخلي او بيا ځلې کيلو متره واټن وهلی شي. 

د جنرال موټرز کمپنۍ عمومي منجرې ماري بارا فرانس پرېس ته ويلي دي چې په لسګونه انجنيران، ډيزاين کوونکي او ساينس پوهان يې په دې کار کوي چې د چاپيريال د پاک ساتنې په برخه کې نوښتونه رامنځ ته کړي او د ۲۰۲۰ کال تر وروستيو،  د برېښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کړي.

اسوشېټېد پرېس: نړيوالې جنايي محکمې يو پلاوی ټاکلی چې په افغانستان کې د طالبانو، افغان حکومت او امريکايي ځواکونو بشري سرغړونې وڅېړي 
 نړيوالې جنايي محکمې يو قضايي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې  په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو پوځيانو، افغان حکومت او وسله والو طالبانو هغه بشري سرغړونې او شکنجې وڅېړې چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې په بهير کې شوې دي. 

دغه پلاوی به افغانستان کې د امريکايي ځواکونو، طالب جنګياليو او افغان امنيتي ځواکونو له خوا د عامو خلکو ځورونې، جنسي تېرو، غېر انساني شکنجو، ظلم او وهلو - ډبو پېښې، وڅېړي. 

تېر کال د دغه محکمې په يو راپور کې ويل شوي وو چې د ۲۰۰۹ مال را وروسته طالبانو او نورو وسله والو ډلو افغانستان کې ۱۷ زره ولسي وګړي وژلي دي او همدا ډول امريکايي ځواکونو د ۲۰۰۳ او د ۲۰۰۴ کالونو ترمنځ  د جګړې بنديانو  سره توند چلند کړی، جنسي تيري يې پرې تر سره کړي، سختې شکنجې يې ورکړي او انساني سپکاوی کړی. 

د افغان پوځيانو په اړه هم ويل شوي وو چې په زندانانو کي يې ځيني نېول شوي وسله وال مخاليفن سخت  شکنجه کړي دي. تېر کال افغان حکومت د دغه محکمې پلاوي سره د پلټنو برخه کې د همکارۍ ويلي وو خو امريکا متحد ايالت دغه  نړيواله جنايي محکمه په رسميت نه پېژني. 

دغه نړيوالې محکمې په داسې وخت کې د بشري سرغړونو په برخه کې پلاوی ټاکلی دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو غږ راپورته شوی دی. 

رويټرز: د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي (خاویر پرز دکوئل) د ۱۰۰ کالو په عمر ومړ 
 د پيرو هېواد وګړی (خاویر پرز دي کوئل) چې له ۱۹۸۲تر ۱۹۹‍۱ کال پوري د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وو، تېره ورځ د سلو کالو په عمر ومړ. 

(خاویر پرز دي کوئل) د ملګرو ملتونو له جوړېدو را وروسته  د ياد نړسوال سازمان پنځم عمومي سرمنشي پاتې شوی؛ پر کويټ د عراق بريد کې يې مهم ډپلوماټيک رول لوبولی. 

نوموړي دوه ځلې پر له پسې د ملرګو ملتونو د عمومي سرمنشي دنده تر سره کړې ده او دا هغه وخت وو چې د امريکا متحدو ايالتو او پخواني شوري يووالي ترمنځ سړه جګړه روانه وه. 

د ملګرو ملتونو اوسني عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس د (خاویر پرز دي کوئل) پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي چې نوموړي په نړيواله کچه غوره چارې تر سره کړې ده او  د ملګرو ملتونو په نړيوال سازمان يې ژغور مثبت اغېز اوس هم پروت دی. 

(خاویر پرز دي کوئل) لومړی کس وو چې له سويلي امريکا يې  د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په توګه دنده تر سره کړې. دی په ۱۹۹۵ کال کې د پيرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شو، خو ماته يې وخوړه. 

ټايمز اف انډيا: "کامياب" سبا ته پر سکرين راځي 
 کامياب د هندوستان بالېود سېنما کامېډي فلم دی چې د همدې مارچ مياشتې په شپږمه يا سبا نندارې ته وړاندې کيږي. سانجی میشرا، دیپاک دوبریال  او عشا طلوار دغه فلم کې مرکزي رول لوبولی دی. 

د کامياب فلم داستان پر ټولنيز ژوند لېکل شوی او همدا ډول ډېرۍ برخې يې کمېډي يا طنزيه دي. له هندوستان وراېخوا به د نړۍ په ځينيو نورو هېوادونو کې هم دغه فلم نندارې ته وړاندې شي. 

ای بي سي نيوز: سوريه کې د روان پوځي کړکېچ په اړه ولسمشر پوتين او رجب طيب اوردغان  سره ولېدل
 د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان او ولادميير پوتين سوريه کې د روان پوځي کړکېچ په اړه سره وکتل. سوريه کې نېږدې له تېرې يوې مياشتې د سوريې او ترکيې پوځيانو ترمنځ نښتې کيږي. 

دغه نښتو کې روسيه او ايران د سوريايي پوځ ملاتړ کوي. دواړه مشران دې هوکړې ته رسېدلې دي، چې په ګډه به سوريه کې خپلې ملي ګټې ساتي. 

ولسمشر پوتين سوريه کې د ترکيې پوځيانو پر وژل کېدو اوردغان ته تسليت وړاندې کړی دی او د سوريايي ځواکونو پر وژل کېدو يې خواشيني ښوودلې ده. دواړه مشرانو د ترکيې او روسيې په ښو اړيکو ټېنګار کړی.
 
سکای نيوز: ټوېټر کې د (fleets) په نوم نوې ځانګړنه 
روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، ټوېټر د fleets په نوم يو نوی آپشن يا ځانګړنه رامنځ ته کړې ده. د fleets دنده  دا ده چې له ۲۴ ګړيو وروسته به ځيني ټوېټونه په خپلسري يا اټومېټيک ډول سره پاکيږي. د fleetsمانا ده ژر منډه کوونکی. 

د fleets په برخه که چېرې ټوېټ وشي نو هغه وخت به د لېدولو وړ وي، چې هر کله د کارن په پروفايل کليک وشي. fleets ټوېټونو ته غبرګون ښوودل يوازې د پيغام له لارې کيږي او کارن ته به مستقيم پيغام استول کيږي. 

ټوېټر د fleets آپشن ازموينه اوس مهال يوازې په برازيل کې پيل کړې ده او ټاکل شوې ه چې له بريالۍ ازموينې وروسته به يې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم پلې کړي. 

ټوېټر دغه چاره په  دې پار کړې چې دغه ټولنېزه رسنۍ ډېر دوستانه کړي. ټوېټر له دې وړاندې داسې آپشن رامنځ ته کړی چې کارونکي يې کولی شي، بد او دسپکاوي ټوېټونه لېرې کړي. 

که چېرې ټوېټر کې د fleets ځانګړنې سره ټوېت وشي نو دغه ټوېټ به نه لايک کيږي او نه به هم څرګندون يا کمېنټ يا د ټوېټر په اصطلاح retweet کيږي.