روغتیا وزارت:د نوي کال مراسمو کې ګډون مه کوئ

روهي(پًنځه نۍ/۱۵د کب)، د عامې روغتیا وزیرښاغلي فیروزالدین فیروز په یوه خبري غونډه کې وویل: خلک دې د نوي کال د مراسمو لپاره خپل تګ راتګ محدود کړي، غونډې جوړول دې محدودې کړي. ښه به دا وي چې د نوي کال په مراسمو کې هېڅ ګډون ونه کړي، ځکه دا یې په خپله او د کورنۍ په ګټه ده. نو وایم چې ګډون مه پکې کوئ  په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یوازې په هرات ولایت کې د نوي ښوونیز کال پیل وځنډول شي.
 
همدارنګه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلامیه هم خپره کړې وه، هرهغه څوک چې ۱۴ ورځې دمخه د ایران له قم ولایت څخه راغلي وي، ان که عادي زکام هم وي، دې وزارت سره دې په اړیکه کې شي.
همدارنګه د هرات آمبولانس ادارې پرون د چارشنبې په ورځ د هرات په حوزوي روغتون کې ماسک، صابون او لیکل شوی لارښود پر سلګونو پایوازانو وویشل.سره له دې چې په هرات او ټول افغانستان کې تراوسه په رسمي توګه د کورونا یوازې یوه مثبته پېښه تایید شوې خو په اړه یې اندېښنې پر ځای پاتې دي.
 
د افغانستان خلک د نوي کال د مراسمو د لمانځلو لپاره ځانګړې پروګرامونه لري، ډېری پروګرامونه په ډله ییز توګه لمانځل کیږي، یوازې د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزارشریف کې د نوي کال د لمانځلو لپاره زرګونه تنه سره راټولیږي.