لاس مې پورته کړه د يـار پستې سينې لا
زه راستون شومــــــه راپرېوتم په ځان کې
روح مــــــې ښــــکل کړ د نازکو غـــزلونو
زه فنا شــوم ستا د سترګو پـه ديوان کې
حادثــې د لوپټـــــې پــــــــه وجود جوړې
تورې زلفې لوڅـــــې پريږده پـه باران کې
ما ذرې،ذرې پــه ذهـــــن کې راټول کړې
ستا څيره لاليه نه شـــــته پـه امکان کې
ليونتوب ته بــــــه تنـــــــــها نه وې طالبه
څو ټنۍ درسره ښې دي پـه ګرېوان کې
طالب منګل
وروستي