د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو تر منځ د سولې تړون

دا د هغه تړون پښتو ژباړه ده کوم چې نن د قطر په مرکز دوحه کې د طالب مرکچي پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له خوا د ګڼ شمیر هېوادونو د مشرانو په حضور کې لاسلیک شو. 

”په افغانستان کې د سولې راوستلو په پار د افغانستان اسلامي امارت او کوم چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو په نوم پېژندل کېږي. 

د فیبروري د میاشتې ۲۹ کال ۲۰۲۰ کوم چې د رجب د میاشتې د ۵ او د ه ل ۱۴۴۱ او د حوت د میاشتې د ۱۰ د ۱۳۹۸ ه ش کال سره سمون خوري. 

یو سنجول شوی د سولې تړون چې د څلورو برخو لرونکی دی: 
۱-  ضمانت او د عملي میکانیزم چې د افغانستان افغانستان خاوره به د ډلې او فرد له خوا د امریکا متحده ایالاتو او د تړلو ډلو خلاف نه کاریږي. 

۲-  ضمانت، عملي میکانیزم او د ټولو خارجي قواو د وتلو مهال ویش اعلانول. 

۳-  د ټولو خارجي قواو ضمانت او د نړیوالو شاهدینو پر حضور کې د دوی د وتلو د اعلان او د افغان خاورې کارونه د امریکا د متحده ایالاتو او تړلو محافظینو په خلاف د نه کارونې د ضمانت او عملي اقدام وروسته، د افغانستان اسلامي امارت کوم چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د طالبانو په نوم پېژندل شوی، د افغان دولت سره به د مارچ پر لسمه د سولې مذاکرت پيلېږي کوم چې د رجب د ۱۵کال ۱۴۴۱ او د حوت ۲۰ ۱۳۹۸ سره سمون خوري. 

۴-  یو دایمي او سنجیده اوربند به د افغانانو سره د مذاکراتو د اجنډا اساسي عنصر وي. د افغان مذاکراتي ټیم به د تاریخ او د دواړو غاړو په دایمي اوربند او عملي میکانیزم تاکید کوي او د تړون د بشپړیدو سره به افغانستان راتلونکی رهبري او سیاسیون به اعلانیږي. 
دا څلور برخې چې له یو بل سره تړلې دي له یو بل سره د موافقې او د تعین شوي وخت مطابق عملي کېږي. دا لومړنۍ دوه برخې وروستیو دوو برخو ته د لار خلاصون حیثیت لري.“

دا برخې بیا په تدریجي ډول سره تشریح شوي او دواړو لورې پرې موافقه کړې. د هغو اسناد پر بنا چې ما یې دا ژباړه کړې، د تړون څلورمه برخه نه ده تشریح شوې. نور معلومات چې کله رسنیو خپاره کړل، موږ او تاسې ټولو ته به څرګند شي.