کرونا وایرس که د بیولوژیکي جګړې وسله؟! 

بیولوژیکي جګړه چې د جراثیمو جګړه یې هم بولي د حیواناتو د ښکار له هغې طریقې څخه سرچینه اخلي کومه کې به یې چې غشي په زهرو ککړول ترڅو حیوانات پرې ښکار او مسموم کړي. په شروع کې د بیالوژیکي جګړو وسله ډیره ساده وه، د بیلګې په ډول دښمن ته زهرجن خواړه لیږل، د اوبو په څاګانو کې زهر اچول او داسې نور.
 


اما شلمه پیړۍ کې بیالوژیکي جګړې ډیرې پیچلې شوې، معاصره بیولوژیکي جګړه کې مضرې باکتریاوې، ویوروس، حشرات او شین رنګه فنجي نباتات د انسانانو د وژلو او یا معلولیت لپاره د وسلې په توګه کارول کیږي. له مرګ ژوبلې پرته دغه وسله د وحشت خپرولو او نورو سایکالوژیکي اهدافو لپاره هم کارول  کیږي.

جرمنی په لومړۍ نړیواله جګړه کې د (Anthrax) په نامه وایروس روسیه کې خپور کړ چې د حیواناتو له لارې يې انسانانو ته سرایت کاوه.

دا چې بیولوژیکي وسلي په ټوله کې بشریت ته زیان رسوي، ځکه خو په 1929 م. کال د سویتزرلینډ جینوا ښار کې د 108 هیوادونو لخوا یو ګډ تړون امضا شو چې له دې وروسته به هیڅ هیواد له بیولوژیکي وسلو ګټه نه پورته کوي، ولې بدبختانه دغه تړون د ځینو نیمګړتیاوو له وجې پوره تطبیق نشو.
 


جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې په جریان کې د (Anthrax, Syphilis) او نورو وایروسونو د امتحانولو لپاره یو مخفیانه تحقیقي مرکز جوړ کړ چې شاوخوا 3000 جنګي اسیران یې د خپلو تجربو لپاره له منځه یوړل. همداراز امریکا هم په (1944) کې د (War Research Center) د جګړو د اثارو او کیمیایي موادو د تشخیص لپاره خپل تحقیقي مرکز جوړ کړ. امریکا له هاغه وخته په بیالوژیکي وسلو کار کړی او تر ننه یې ممکن د خپلو ګټو لپاره په پټه و ازمایي. 

په 1979 م.کال د روسیې په (Sverdlovsk) ښار کې د یوې پیښې له مخې 66 پوځیان له منځه ولاړل چې وروسته د روسې ولسمشر دعوه وکړه چې دغه پیښه د (Anthrax ) پټ ویروس له وجې رامنځته شوې. 

2019 م.کال ډسیمبر کې چې کوم وایروس د کرونا په نامه چین کې خپور شو د دې ویروس په هکله دوه لیکوالانو هر یو (Dean Koontz) او (Sylvia Browne) څو لسیزې وړاندې په خپلو کتابو (End of Days) او (The Eyes of Darkness) کې چې لاندې یې عکسونه ضمیمه دي د دغه وایروس د پېښېدو وړاندوینه کړې. لکه څرنګه چې نن روسي لیکوالان هم دعوه لري، دغه وایروس ممکن د امریکا او چین سره د روانې سړې اقتصادي جګړې یوه برخه وي چې له دې لارې امریکا غواړي د چین اقتصاد وځپي.
 


چین د نړۍ له پیاوړو اقتصاد لرونکو هیوادونو څخه دی چې نن ورځ له امریکا سره د اقتصادي جګړو په ډګر کې یوازینی پیاوړي رقیب ګڼل کیږي. په خاصه توګه د صادراتو په برخه کې چین د امریکا ډیری فابریکې له ماتې سره مخ کړي، دغه کړنه په مستقیم ډول امریکا کې د تولید د کمزورتیا او په غیر مستقیم ډول د بې روزګارۍ سبب ګرځي. له صادراتو پرته د دغې جګړې بو بل مهم اقتصادي اړخ د ډالرو نړیوال حاکمیت ته د چینایي کرنسی (Chines Renminbi) لخوا یو ګواښ دی چې په دې اړه ممکن راتلونکي کې ځانته مفصله لیکنه وکړم.

پام وکړئ، صحي اداري وایي چې د بشریت په تاریخ کې له دغه ویروس څخه ډیر خطرناک ویروسونه راپیدا شوي او له منځه تللی، دا چې مطبوعات سهار او ماښام د دغه ویروس په هکله کومه اندیښتنه خپروي د صحي ادارو د راپورونو په پرتله نه دومره خطرناکه ده او نه یې هم د مرګ فیصدي دومره لوړه ده. ډاکټران وایي د مرضونو تر ټولو لوی لامل تشویش او اندیښنه ده، ځکه چې بې ځایه انديښنه د انسان معافیتی یا دفاعی سیستم کمزوری کوي.
  و ما علینا الابلاغ