دولت جوړونکی ټيم: په هیڅ صورت بایلونکی ټیم د حکومت شریک نه دی

روهي (جمعه/۹ د کب)، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ دوات جوړونکي ټيم هغه ګنګوسې رد کړي دي چې ګواکي دوی له ثبات او همپالنې ټيم سره د شريک حکومت جوړولو په اړه خبرې کړي. 

د دغه ټيم يو غړي خالد سادات په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي،  "د ښاغلي خلیلزاد او د افغانستان د مقاماتو له لوري په هیڅ صورت د ګډ حکومت او د دې حکومت چې اوس یې لرو د اجرائیه ریاست په شتون کې د دوام لپاره هوکړه نه ده شوې او نه داسې څه مطرح شوي... په ټوله کې د ولسمشر اشرف غني او امریکايي مقاماتو خبرې په ډپلوماټیک چوکاټ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لړۍ باندې څرخېږي".

 "د ښاغلي خلیلزاد او د افغانستان د مقاماتو له لوري په هیڅ صورت د ګډ حکومت او د دې حکومت چې اوس یې لرو د اجرائیه ریاست په شتون کې د دوام لپاره هوکړه نه ده شوې او نه داسې څه مطرح شوي... په ټوله کې د ولسمشر اشرف غني او امریکايي مقاماتو خبرې په ډپلوماټیک چوکاټ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لړۍ باندې څرخېږي".

دولت جوړونکي ټيم وروسته له هغې دا څرګندونې کړې دي، چې  د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې  ټيم  لومړي مرستيال عنايت الله بابر په ټويټر ليکلي وو، چې د لوړې د مراسمو ځنډول او د والیانو د ګومارلو لړۍ ودرول ومنل شو. سوله د ثبات او همپالنې د انتخاباتي برنامې یو لومړیتوب وو / دی، خو د ملت د پاکو رایو څخه د دفاع لپاره د کرښې تر پایه ولاړ او ژمن یو.