کورونا ویروس څنګه رامنځته شو!

روهي(جمعه/۹ د کب)،یوه اسمانڅکالي د چین په کومه سيمه کې د الوت پر مهال په خپلو فضله موادو کې کرونا وېروس په هوا کې پرېښود. دا په وېروس ککړ فضله مواد په ځنګل کې پرېوتل او هلته د پينګولین په نوم تر یوه ژوي ورسېدل.دا ویروس هلته اوسېدوونکو نورو ژویو ته هم ورغی.پر کرونا اخته شوي دغه ژوي په ښارونو کې وپلورل شول او تر انسانانو ورسېدل. په دې ډول په انسانانو کې د دې وېروس خپرېدل پيل شول او په نړۍ کې په یوې وبا بدل شو.
 
کله چې ساینسپوهانو د یوه ناروغ له بدنه اخیستل شوی وېروس وڅېړه نو لومړنۍ اشاره يې اسمانڅکالو ته وکړه. اسمانڅکالي اوږدې الوتنې کوي او په هره وچه کې شته. دوی پخپله ډېر نه ناروغېږي خو په پراخه کچه د وېروسونو د خپرولو وړتیا لري. د نوټېنګم پوهنتون استاد جانتن بال وايي، د اسمانڅکالو د ژوند ډول ته په کتو په دې کې هېڅ شک نه شته چې دوی وېروس خپروي او د تي لروونکو ژویو په حيث په مستقیم یا نامستقیم ډول انسانانو ته هم وېروس ورلېږدولی شي.
 
د دې معما یا راز بله پوښتنه پخپله د هغه ژوي په پېژندلو کې ده چې دا ويروس ورغلی و او بیا د چین د ووهان په ښار کې خپور شو. په دې اړه پر پينګولین نومي ژوي شک کېږي.دا ژوی مېږي او نورې خځندې خوري. په نړۍ کې تر ټولو ډېر قاچاقېدونکو ژویو کې حسابېږي او نسل يې له ورکېدو سره مخ دی.همدا راز د چین په ځينو دودیزو درملو کې کارول کېږي او یو شمېر بیا د پينګولین غوښه خوندور خواړه ګڼي، خو کارپوهان وايي، تر کره څېړنو او د یوې پایلې له ترلاسه کولو مخکې په دې اړه خپرو شویو مالوماتو باندې باور نشي کېدلی.
 
په وهان کې د وبا له خپرېدو وروسته همداسې يو بازار وتړل شو چې ژوي به پکې حلالېدل او خرڅېدل. په دوی کې د اوښ، ېږې او نورو ژویو غړي هم خرڅېدل.د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، پر یوه هټۍ ځړېدلي نوملړ یا لېست کې د لېوه د بچي، سره ملخ، لړم، موږک، بيلونګړي، ګېدړ، شکوڼ، شمشتي او د تمڅا د غوښې نومونه هم وو.