په اسلامي چارو کې  څېړونکې کاهنه بهلول امامت

روهي(جمعه/۹ د سلواغې)، په اسلامي چارو کې د څېړونکې کاهنه بهلول نوم یوځل بیا وروسته تر هغه خوله په خوله شوی، چې د فبرورۍ پر ۲۱مه یې د پاریس په یوه کرایه شوي تالار کې د جمعې د لمانځه امامت وکړ. په لمانځه کې د نوموړې شا ته سړي او ښځې دواړه ولاړ وو.
 
نوموړې د دغه لمانځه په اړه د جومات پر وېبپاڼه هم لیکلي او په لمانځه کې د ګډون کولو لپاره یې د برېښنالیک استولو غوښتنه کړې وه، خو د امنیتي لاملونو له کبله یې د ګډ لمانځه دقیقه پته نه وه لیکلې.
 
کاهنه او ډله یې پاریس کې د جومات جوړولو لپاره د چندې راټولول پیل کړي چې تر یوه چت لاندې ښځې او سړي دواړه یوځای لمونځ وکړای شي او حجاب لرونکو او هغو ښځو ته چې په لوڅ سر لمنځونه کوي، په یوه ځای د لمانځه زمینه برابره شي. دا لومړی ځل نه دی چې اغلې بهلول دا کار کوي، په امریکا او اروپا کې هم ګڼو نورو ښځو په لمانځه کې امامت کړی.