کورونا ویروس له وېرې جاپان هېواد خپلې تعلیمي ادارې د یوې میاشتې لپاره وتړلې

روهی( جمعه/۹ د کب )، جاپان د کورونا ویروس له امله د رامینځته شوي شرایطو له امله د یوې میاشتې لپاره د تعلیمي ادارو تړل اعلان کړل.
 
د جاپاني ورځپاڼې په وینا، لومړي وزیر شینزو ابې کابینې ته وویل چې د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي، چې راتلونکې اونۍ یې خورا ډیر اهمیت لري. د همدې لپاره ، ټول تعلیمي ادارې باید د اپریل د پیل پورې وتړړل شي.

په جاپان کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمیر له ۲۰۰ څخه ډیر شوی دی.